په روژه کې فلمونو او سريالونو کتل څه حکم لري ؟

السلام عليکم ورحمةالله وبرکاته – په روژه مبارک مياشت کي څوک چي روژه دار وي او لوڅ فلمونه ګوري. روژه يي ماتيګي. وسلم – بلال

سلام وعلیکم ورحمته الله
په روژه کی بې شرمه فلمونه کتل ایا روزه ماتوي ؟

س. ز


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

رمضان المبارک د تقوی او صبر تربیوي مدرسه ده تر څو سړي د بدو کارونو څخه منع او تقوی اختيار کړي .

لقوله سبحانه وتعالی : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ) البقرة/183) .

ژباړه :ای مؤمنانو ! فرض کړی شوي ده په تاسې باندې روژه لکه چغ فرض کړی شوی ده په هغو کسانو چغ پخوا له تاسې څخه وو ، لپاره ددې چې تاسې ځان وساتي (پرهيزګاران شئ ) .

بې شرمه فلمونه او سريالونه او شيطاني تېلويزيونه او شيطاني ويبپاڼې کتل هر وخت مطلق حرام دي تفصيل دلته وګورئ

https://dawat610.com/archives/12865

روژه نه ورباندې ماتيږي ، قضايي او کفاره نلري .

مګر د روژې ثواب او اجر کموي او يا يې په کامله توګه اجر او ثواب له مينځه وړي . او د روژې قبلېدل د خطر سره مخ کوي الله تعالی خبر دی چې داسې روژه قبلوي او که نه ځکه :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«ليس الصيام عن الطعام والشراب وإنما الصيام من اللغو والرفث » (الحاکم ۱۶۰۴و ابن خزيمه ۱۹۹۵ ) .

ژباړه: د خوړلو او څښلو پرېښودل روژه نه ده بلکي روژه د لهو ، لغبو او بدو کارونو څخه ځان ساتل دي .

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«مَن لّم يَدَع قَولَ الزُّور وَالعَمَلَ بِه فَليسَ لِلهِ حَاجَةُ ُاَن يَّدَع َطَعاَمَه وَشَرَابَه » (رواه بخاري) .

ژباړه : کوم سړی چه بد کارونه فضولی خبرې نه پريږدي نو الله تعالی ته د ده د خوړلو اوڅښلو پريښودو ته څه ضرورت نشته .

بل ځای کې فرمايي : چې د داسې کس فقط لوږ په نسيب وي نور د روژې څه ثواب نشي وړلای .

رُبَّ صَائِمٍ لَيْسَ لَهُ مِنْ صِيَامِهِ إِلَّا الْجُوعُ. (رواه ابن ماجه).

نو مسلمان ته ښايي چې د داسې کارونو څخه هر وخت ځان وساتي او د الله تعالی د عذاب او نيولو څخه ووېريږي ، په خاصه توګه په روژه کې که څوک داسې کارونه تر سره کوي نو د پورته حديث په دليل الله تعالی د داسې کس روژې نيولو ته هيڅ ضرورت نلري چې خوله له خوړلو او څښلو بنده کړي وي او نور په هيڅ شي نه وي بند .

آن لاين اسلامي لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 98 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً