جريدة الرياض : نن ورځ د عرفات ورځ چې د ذوالحجې له ۹ تاريخ سره سمون خوري تر دريو ميليونو زيات حاجيان د حج د ستر رکن د ادا کولو د پاره د عرفات صحرا ته رسيدلي دي .
حجاج کرام به نن تر ماښام پورې د عرفات په صحرا کې وي ، دوی به دلته د ماسپخين او مازديګر لمونځونه ادا کوي ، په ډير خشوع او د زړه په حضور ، تکبير ، تهليل ، استغفار ، دعا او په خپلو تيرو ګناهونو به توبه باسي .
ګرانو ! د عرفات صحرا د توبې ژړا او دعا ځای دی .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي په دې ورځ شيطان تر بلې هري ورځې نه زيات ذلت او خواري ويني ځکه چې د بندګانو ګناهونه معاف کيږي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم چې د عرفات په جبل الرحمت باندې کومه ژړا او زارۍ باندې دوعا غوښتی وه ابن عباس رضی الله عنه يې داسې روايت کوي :
چه ما رسول الله صلی الله عليه وسلم په عرفات کې داسې په دعا وليدلو چې دواړه لاسونه يې د سينی سره خواره کړي وو او داسې دعا غوښتله لکه چه يو وږي مسکين په عاجزی سره د چانه يوه لمړی ډوډی غواړي او هغوی صلی عليه وسلم د امت د بخښنې لپاره دعا کوله .
په عرفات کې د ټول عمر ګناهونه او خطاوې په خيال کې راولئ په هغه باندې وژاړئ او د الله تعالی څخه يې معافي وغواړئ . د ځان اولاد ، خپلوانو ، ولس او اسلامي امت لپاره د خير او عافيت دعا وکړئ .
او په دې دعا باندې ډير تأقيد کوئ چې ای الله ! ما ته او زما اهل عيال ته هدايت وکړي او خاتمه مو په ايمان کړي .
په آخر کې دا وصيت کوم چې د الله او د هغه د رسول اطاعت وکړئ تر څو پر داسې رحم وشي .
وأخيراً نوصي بالالتزام بالكتاب والسنة (وأطيعوا الله والرسول لعلكم تُرحمُون)
آن لاين اسلامي لارښود