د لو يدځ تمدن درې اصول او اسلامي بديلونه

د لویدیځ تمدن درې بنسټیز اصول

د لویدیځ د تمدن ماڼۍ چې د نننۍ نړۍ د فکري، اخلاقي، سیاسي او ټولنیز نظام په چلولو کې ستره ونډه لري، په دریو اصولو ولاړه ده:

۱- سیکولریزم (Secularism): د دین او سیاست جلاوالی، بې دینه نظام

۲- نشنلیزم (Nationalism): قوم پرستي

۳- ډیموکراسي (Democracy): جمهوریت یا د خلکو د اکثریت حکومت

پدې لیکنه کې هڅه کوو چې د دغو اصولو د تشریح تر څنګ د هغوی ستونزې په ګوته کړو او پر ځای یې اسلامي بدیلونه وړاندې کړو.

۱- سیکولریزم

دا نظریه په لومړيو کې لویدیځ د عیسوي کشیشانو د تحریف کړي دیانت له زولنو څخه د خلاصون لپاره غوره کړه، خو د وخت په تیریدو سره یې د ژوند د ځانګړې مفکورې بڼه واخیسته.

د سیکولریزم یا (بي دینه نظام) مطلب دا دی چې: له الله جل جلاله سره اړیکې او د هغه لارښوونې او عبادت باید د انسان د شخصي ژوند په دایره کې محدود وي. د دې نظریې له مخې: د انفرادي ژوند له کوچنۍ دایرې پرته د نړۍ ټولې چارې د دنیوي طرز-فکر پر اساس پر مخ بیول کیږي. ته که ښه مسلمان یې نو په کور او جومات کې به دینداري کوې، خو په دفتر، نظام، اردو، قضا، سیاست، اقتصاد، محکمه، تعلیم او تربیه… او د ژوند په نورو ټولو سترو ډګرونو کې ستا د دین او دیندارۍ ځای نشته. ته که سهار په جماعت لمونځ ادا کوې، دا ستا کار دی، خو وروسته به په بانک کې د سودي نظام له مخې د پیسو راکړه ورکړه کوې، په محکمه کې به دې دوسیه د انسان په لاس د جوړ شوي قانون له مخې فیصله کیږي. د ښوونځي، پوهنتون، ادارې او بازار چاپیریال به دې هغه رنګ لري چې انساني نفس یې غواړي، نه هغه چې الله ورله ټاکلی دی. دلته دغې پوښتنې ته چې آیا زموږ د دغو کارونو د سمون لپاره الله جل جلاله هم څه اصول ټاکلي،که نه، سربیره پردې چې پاملرنه نه کیږي،بلکه پوره یې غلطه ګڼي.

۲- نشنلیزم یا قوم پرستي

د قوم پرستۍ خوځښت د پاپ او قیصر د نړیوال ظلم او استبداد څخه د خلاصون په موخه رامنځ ته شو. د هغوی موخه په لومړیو کې یوازې دومره وه چې هر قوم دې د خپلو سیاسي او اجتماعي مصالحو واک او اختیار ولري او نه باید د زورواکو روحاني او سیاسي ځواکونو په لاس کې ولوبول شي. خو له دغه معصومانه پیل وروسته ورو ورو خبره تر دې ځایه ورسیده چې له کوم تخت څخه چې د بې دينۍ نهضت د الله واک را کوز کړی وو، قوم پرستۍ پرې د قومیت نظریه کښینوله. د دې نظریې له مخې د هر قوم لپاره لوړ اخلاقي معيار، د هغوی قومي ګټې دي: نيكي هغه ده چې د قوم لپاره ګټوره وي، كه څه هم دروغ، بې ايماني، ظلم، تيرى او بل هر ناوړه عمل وي. بدي هغه ده چې د قوم ګټو ته زيان ورسوي كه څه هم ريښتيا، عدالت، حق او بل هر غوره معيار وي. د وګړو د ښیګڼې او فضيلت معيار دا دى چې د قوم د ګټو په لار كې قربانۍ ته تيار وي كه څه هم هغه د ضمير، ايمان، اخلاقو او انسانيت قرباني وي.

۳- دیموکراسي یا د خلکو حکومت

جمهوري حکومت، د خلکو حکومت یا (Sovereignty of the people) دغه نظریه په لومړیو کې د پاچاهانو د بې کچې واک او ځواک د ځنځیرونو د شلولو په نیت رامنځ ته شوه. خبره تر دې حده سمه هم وه چې یو شخص، کورنۍ یا طبقه حق نه لري چې د ملتونو په غاړه کې د غلامۍ کړۍ واچوي، بلکه د هرې سیمې اوسیدونکي باید د خپلو سیاسي او ټولنیزو مصالحو واک ولري. خو دا نظریه هم د وخت په تیریدو داسې ځای ته ورسیده چې هر قوم د خپلې خوښې ټولواک شو. د هغوی د مجموعي غوښتنو – اکثریت رایو – په مخ کې هيڅ قدرت نه شي خنډ کیدلای، د اخلاقو، ټولنیز ژوند، قانون، سیاست او د ژوند د هرې بلې برخې لپاره ریښتیني ارزښتونه هغه دي چې د قومي غوښتنو پر اساس تصویب شي او هغه اصول چې په عامه رایو رد شي هغه باطل دي. خلک چې څرنګه قانون وغواړي، جوړوي یې او کوم یې چې زړه ونه مني، هغه ماتولای او بدلولای شي، حکومت باید د قوم د رضا پابند وي او ټولې هلې ځلې یې د قومي غوښتنو د پوره کولو په لار کې پکار ولویږي.

دا درې اصول د اوسني عصر د نظام د بنسټ ډبرې دي چې د سیکولر، دیموکرات او قومي حکومت مانۍ پرې ودانیږي.

زموږ په آند

زموږ په آند دغه درې واړه اصول غلط دي او په بصیرت او باور سره وایو چې د ننني بشریت د ټولو ټولنیزو بدبختیو او کړاوونو سرچینه همدغه اصول دي. دلته په لنډو ټکو کې د هر یو بدۍ وړاندې کوو.

د سیکولریزم قباحت

دا خبره چې د الله او دین اړیکې یوازې د انسان له فردي ژوند سره دي، له عقله ډيره لرې ده. د الله او نسان اړیکې به له دوو حالتونو بهر نه وي. یا خو به الله د انسان او ټولو کایناتو خالق، څښتن او حاکم وي او یا به نه وي. که چیرې د هغه نه خالق وي، نه څښتن او نه حاکم، نو بیا خو ورسره د فردی اړیکو ضرورت هم نشته. دا به ډیره احمقانه خبره وي چې د داسې ‌ذات عبادت وکړو چې له موږ سره اصلا اړیکه نه لري. او که چیرې په ریښتینې توګه الله جل جلاله زموږ او کانیاتو خالق، څښتن او حاکم وي، نو بیا دا څومره بې معنا خبره ده چې د هغه د واک حدود دې یوازې د فردي ژوند په دایره کې محدود وي! که دغه حدود او بریدونه الله ټاکلي وي، نو د دغې نظریې پلویان دې سند وړاندې کړي او که چیرې انسان په خپله د الله له اصولو څخه ځان بې نیازه ګڼلي وي، نو دا خو یې له خپل خالق، څښتن او حاکم څخه بغاوت کړی دی. له دې څرګند بغاوت سره دا دعوه چې موږ په انفرادي ژوند کې د دین اصول منو، له لیوني پرته څوک کولای شي؟ له دې به زیاته احمقانه خبره چیرته وي چې څوک دې په جلا توګه د الله بنده وي خو چې همدغه جلا جلا بنده ګان سره یوځای شې او ټولنه جوړه کړي، بیا دې د الله بنده ګان نه وي. دا خبره به څوک ځواب کړي چې ګني موږ الله او د هغه لارښوونو ته په ښوونه او روزنه، پلورلو او پېرودلو، پارلمان، حکومت، محکمه او د سولې او جګړې په میدان کې اړتیا نلرو نو آخر چیرته به ورته اړتیا لرو. ولې داسې خدای ومنو او د هغه عبادت وکړو چې یا خو دومره بې پروا دی چې د ژوند په یوه مسئله کې هم موږ ته لارښوونه نه کوي یا معاذ الله دومره ناپوه دی چې د ژوند په هیڅ معامله کې د هغه لارښوونې او هدایات موږ ته د منلو او عمل وړ نه ښکاري.

که لږ ځیر شو، وبه وینو هغه کسان چې دا ادعا پورته کوي چې “موږ ستاسې په دینداری غرض نه لرو، هر څوک پوه شه خپله تقوا یې …” غواړي پدې شعارونو سره ساده خلک وغولوي او چپ یې کړي. په داسې حال کې چې د دې مفکورې سرلاري په فردي ژوند کې هم نه په الله باور لري او نه ورته ارزښت لري. د شهید سید قطب رحمه الله په وینا “دوی داسې اسلام غواړي چې د اوداسه د ماتوونکو په اړه یې نظر اخیستل کیږي خو د مسلمانانو په سیاسي او اقتصادي چارو کې نه”

نشنلیزم

دلته دا وضاحت په کار دی چې: موږ پر قومیت باندی اعتراض نه لرو، ځکه چې دا فطري حقیقت دی، مونږ قوم ته د خیر رسولو مخالف هم نه یو، خو په دې شرط چې د نورو قومونو حقوق تر پښو لاندې نه شي. مونږ له قوم او ملت سره په مینه اعتراض نه کوو، خو په دې شرط چې د قومي تعصب بڼه غوره نکړي او له نورو څخه د کرکي تر سرحده ونه رسيږي. مونږ د ملی آزادیو درلودل تايیدوو ځکه چې د سیاسي او ټولنیزو مسائلو واک د هر ملت حق دی. خو هغه څه چې زموږ له نظره د کرکې وړ دي، هغه قوم پرستي ده. موږ وینو چې دغه نظریې ولسونه په داسې مصیبت اخته کړي چې ټوله دنیا یې د زور آزمایلو په ډګر بدله کړی ده.

د لویدیځ جموریت فساد

دا اصل چې له دوو مخکینیو سره یو ځای شي، ستره بلا ترې جوړه شي. دلته د خلکو د اکثریت غوښتنه مطلقه واکمني لري، خلک د کوم ټاکلي قانون تابع نه دي، بلکه قانون د دوی د غوښتنو تابع دی. تاسې سوچ وکړئ چې لومړی (سیکولریزم) دغه خلک د الله له ویرې او اخلاقي اصولو آزاد او د نفسي غوښتنو مرییان کړل، بیا (قوم پرستۍ) د قومی خودخواهۍ د غرور په شرابو نشه کړل او اوس (دیموکراسي) دغو مستو انسانانو او د نفس مرییانو ته د قانون جوړونې بشپړ واک ورکوی. ستاسې په نظر به د داسې قوم توپیر له بدمغزه بدمعاش سره څه وي؟ څرنګه چې ټول ملتونه د سیکولریزم، قوم پرستۍ او دیموکراسۍ په دغو اصولو روزل کیږي نو په داسې حال کې به له نړۍ څخه د لیوانو د جګړې ډګر پرته بل څه جوړیږي؟

دری صالح اصول:

د دغو دريو اصولو په مقابل کې موږ درې غوره اصول وړاندی کوو:

۱ـ د (بی دینۍ) یا په مقابل کې (د یوه الله بندګی)

۲ـ د (قوم پرستۍ) په مقابل کې (انسانیت)

۳ـ د (جمهور حاکمیت) په مقابل (د الله حاکمیت او د جمهور خلافت).

۱- د الله د بنده ګۍ معنی

د دې معنی داده، چې مونږ د هغه الله واکمني ومنو چې زموږ او د ټولو

کایناتو خالق، مالک او حاکم دی. د ژوندانه په چارو کې له هغه څخه ځان آزاد ونه ګڼو، بلکه په لارښوونو یې عمل وکړو، نه یوازی په فردي توګه، بلکه په ټولنیز ژوند کې هم د هغه هدایات پلي کړو. زموږ ټولنیزې چارې، قضا، حکومت، د سولې او جنګ مسایل، نړیوالې اړیکې… ټول د هغه اصولو پر اساس ترسره شي چې الله ټاکلی. له ژوند څخه دا دوه رنګي لرې کړو چې یوه برخه مو یې الله ته ورکړي وي او بله نفس او شیطان ته.

۲- د انسانیت مطلب

د دې مطلب دا دی: هغه نظام چې د الله پرستۍ پر بنسټ جوړیږی په هغه کې د قوم، نسل، وطن او ژبی د توپیر او امتیاز پر اساس هیڅ تعصب او خودخواهي موجوده نه وی. هغه د تنګ نظره قومي نظام پر ځای، اصولي نظام وي چې دروازه یی د هر هغه انسان پر مخ خلاصه ده چې دغه بنیادي اصول ومني او له کوم تبعیض او امتیاز پرته د یو شان حقوقو په درلودلو سره پکی برخه واخلي.

پدې نظام کې د ملي میني لپاره ځای شته، خو د قومی تعصب لپاره نه. د قوم خیرغوښتنه پکی روا ده، خو قومی خودخواهي ناروا، ملی آزادي پکی مسلم حق دی، خو په یوه قوم باندی د بل تسلط ممنوع.

د دې نظام غوښتنه دا ده چې، سره له دې چې هر قوم او ملت به د خپلو کورنیو مسایلو انتظام په خپله کوي، خو ټول هغه قومونه چې په دغه بنیادی اصولو کې سره متفق وي، په خپل منځ کې د انساني فلاح او پرمختګ په کارونو کې مرسته وکړي او د سیالۍ پر ځای به د همکارۍ روحیه حاکمه وي، د تمدن او ژوندانه د اسبابو په برخه کې په ازاده توګه د راکړې ورکړې اړیکي موجودی وي. د ژوند د دغه مهذب نظام تر سیوري لاندې به د نړۍ هر اوسیدونکی ځان د ټولې نړۍ تبعه ګڼي او وایي به: (هر ملک زمونږه ملک دی، چې زموږ د مالک ملک دی).

موږ ځکه دغه اوسنی حالت د نفرت وړ ګڼو چې نه پکې کوم انسان له خپل قوم او ولس پرته له بل چا سره خواخوږي، مینه او مرسته کولای شي او او نه کوم قوم او هیواد له خپلو وګړو پرته نورو ته څه ارزښت قایلیږي. د دې په وړاندې موږ داسې نړیوال نظام غواړو چې په هغه کې د ټولو قومونو او ملتونو تر منځ د اصولو وحدت موجود وي او د همدغه وحدت پر بنسټ د هغوی ترمنځ د اتحاد او توافق پر اساس ګډ تابعیت موجود وي. زموږ سترګې غواړي یو ځل بیا هغه حالت وویني چې د اوسني وخت کوم ابن بطوطه د اتلانتیک له ساحل نه د بحر الکاهل تر ټاپو ګانو لاړ شي خو هیچیرته پردی ونه ګڼل شي او په هر ځای کې ورته د قضاء، وزارت او سفارت د څوکۍ وړاندیز وشي.

۳- د جمهور خلافت مفهوم

د شخصي پاچاهۍ او ملتونو د غلامولو سره موږ هم دومره مخالف یو، څومره چې یې ننني جمهوریت پرستان دي. په ټولنیز ژوند کې د ټولو خلکو

لپاره د برابرو حقوقو، او مساویانه آزادۍ درلودلو په مسئله کې موږ تر هغه ډېر ټینګار کوو، چې د جمهوریت پلویان یې کولای شي. موږ هم دا غواړو چې د واکمنانو ټاکل باید د سیمې د ټولو اوسیدونکو په خوښه سرته ورسیږي. موږ د ژوندانه د هغه نظام هم سخت مخالف یو چې د خلکو لپاره د فکر د اظهار، کار او فعالیت ازادي پکې نه وي یا پکې د نسل او ټولنیزو معیارونو پر اساس د ځینو خلکو لپاره ځانګړي امتیازات او د نورو لپاره ټاکلي بندیزونه موجود وي. زموږ د (جمهور خلافت) او (لویدیځ جمهوریت) ترمنځ پدې اړه کوم اختلاف نشته بلکه موږ ته لا دا موارد دیني رنګ هم لري ځکه پدې باور یو چې: هغه وګړي چې الله آزاد پیدا کړي، څوک یې د مریې کولو حق نه لري. موږ د همدې لپاره را استول شوي یو چې بنده ګان د بنده ګانو له بنده ګۍ څخه د الله بنده ګی ته راوباسو.اصلا په دغو مواردو کې یو هم داسی ندی چې لودیځوالو دې موږ ته راښوولی وی، بلکه موږ دا رنګه نظام له هغه وخته پیژنو چې د لویدیځ جمهوریت پرستانو د پیدایښت لپاره لا سلګونو کلونه پاتی وو. خو موږ چې په څه کې ورسره مخالف یو هغه د کامل واک او د اعلی مرجعیت خبره ده.

موږ وايو چې حقیقي پادشاهی یوازی د الله تعالی حق دی. انسان ته ښايي چې د دغه ځواکمن او حیکم ذات د لارښوونو په رڼا کې د خلافت او نیابت د نظریې پر بنسټ د انسانانو د ژوندانه نظام او د حکومت ودانۍ جوړه کړي. دغه خلافت به جمهوري وي، یعنې د جمهور (ټولو وګړو) د خوښې له مخې به د دولت امیر او چارواکي انتخابیږی، د هماغو د رایو پر اساس به د شوری غړي ټاکل کیږي، د همغوی د مشورو په اساس به د حکومت ټولې چاري سرته ورسیږي، هغوی به د انتقاد او حساب او کتاب په برخه کې پوره آزادي لري، خو دغه ټول کارونه به په دغه شعور ترسره کیږي چې ملک د الله دی، موږ یی څښتنان نه یو، بلکه نائبان یو او موږ د خپل هر عمل، حساب او کتاب اصلی څښتن ته ورکوو.

زموږ د پارلمان او قانون معیار به دا وي چی: په هغه مسایلو کې چې الله موږ ته لارښونې کړې، په هغو کې به له ځانه قانون نه جوړوو او په هغو مواردو کې چې موږ ته یې څرګند اصول ندي ټاکلي او د عمل آزادي یې پکې راکړې، په دغو چارو کې به د شوری پر اساس داسې قوانین جوړوو چې د شریعت د واضحو اصولو سره همغږي وي. د دغه نظام او سیاست د چارو واګي به د هغو خلکو په لاس کې وي چې له الله څخه ویریږي، د هغه اطاعت کوي او د ژوند په هره چاره کې د هغه خوښي غواړي.

دغه درې اصول د موجوده تهذیب د سیکولر، قوم پرسته او جموري حاکمیت په وړاندی، یو الله پرست، انساني، جمهوري خلافت را مینځ ته کوي چې د همدغه حکومت قیام زموږ هدف او ارمان دی.

اوس د دغو دواړو نظامونو توپیر تاسې ته جوت شو، نو فیصله ستاسو په لاس کې چې کوم یو غوره ګڼئ او د کوم د قیام او ټینګښت لپاره خپل ځواک او استعداد په کار لګوی.

اصلاح پیغام د دین او ایمان پیغام دی چې غواړي خپل ولس د قرآن تر سیوري لاندې راټول کړي.

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 101 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً