السلام عليكم
خداي پاك مو جور او روغ لره د آن لاين اسلامي لارښود ته ! ما دوه زره موتر په كرايه وركري
هر موتر ١٥٠٠٠٠$ قيمت ده
او د يو كال فايده د هر يوه ١٠٠٠٠٠$ ده
نو زكات د موتر د قيمت نه وركرم كه د گتي د پيسو نه وركرم ؟؟
واضح يي ووايم د موتر قيمت ١٥٠٠٠٠$ او د يو كال گته يي ١٠٠٠٠٠$ ده .
د كوم يو نه ٢.٥٪ زكات وركرم ؟
جاويد
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
پر موټرونو او د هغه فائده دواړو باندې زکات فرض دی ، يعنې د موټرونو د ټول نرخ پانګه او د هغه ګټه به سره يو ځای شي او د ټولې پانګې ۲،۵٪ يا څلويښتمه برخه زکات ورکول واجب دی .
ځکه چې تاسې دغه موټرونه د بيعې او تجارت د پاره اخیستي دي .
ابوداود روايت کوي چې جناب سول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
[إِنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَآله وَسَلَّمَ كَانَ يَأْمُرُنَا أَنْ نُخْرِجَ الصَّدَقَةَ مِنْ الَّذِي نُعِدُّ لِلْبَيْعِ]
:« رسول الله صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَآله وَسَلَّمَ به مونږ ته د زکات ورکولو امر کولو په هغه څه کې چې د تجارت د پاره به مو ساتل»{ أبوداود (1562)، او طبراني په[الکبير] 7/253(7029)، او بيهقي په[السنن الکبري] 4/146(7388.
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود
زما گرانه وروره که واقعا تا د دغه روبو زکات ادا کی چی تقریبا د ۵۰۰۰۰۰۰۰۰ دالره توله سرمانه ته او ۱۲۵۰۰۰۰۰ دالره چی ۶۶۲۵۰۰۰۰۰ افغانی کیزی که یو کورنی ته ۵۰۰۰۰ افغانی ورکی نو ۱۳۲۵۰ کورنی به د یو کال مکمله خرچه ولری او دا کورنی به تاته دوعا کوی انشاالله د ستا سرمایه به کال ته دوچنده کیری او دومره نور کسان به تری مستفید شی
داسلامی آنلاین لاښود چلونکی دی الله په خپل حفظ اوامان کی وساتی