د ارث يا ميراث وړلو دری اساب دي لکه : نسب ،نکاح او ولاء
۱- نسب : نسبي قرابت او خپلوي هغه که اصول وي يا فروع لکه : پلار نيکه ، مور، زوی ، لور، ورور ، خور ، خاله ، عمه او نور .
۲- نکاح : د شرعي نکاح په وسيله ښځه د خاوند او خاوند د ښځې ميراث وړلای شي .
۳- ولاء :د سببي عصبې څخه عبارت دی کوم چې د غلامۍ پر بنا وي آزاد کوونکی سيد د آزاد شوي غلام څخه د نيکۍ او مهربانۍ پر بنا ميراث اخلي.
(Visited 58 times, 1 visits today)