په ناروغ باندې کومې دعاوې ویل کیدای شي؟

 عن عائشة، رضي اللَّه عنها، أَن النبيَّ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم كَانَ يعُودُ بَعْضَ أَهْلِهِ يَمْسَحُ بيدِهِ اليُمْنى ويقول: « اللَّهُمَّ ربَّ النَّاس، أَذْهِب الْبَأس، واشْف، أَنْتَ الشَّافي لا شِفَاءَ إِلاَّ شِفَاؤُك، شِفاءً لا يُغَادِرُ سقَماً » متفقٌ عليه.

له حضرت عایشه رضی الله عنه څخه روایت دی چې:

نبی صلی الله علیه وسلم به د بعضې خلکو عیادت کولو، په ښي لاس به یې مسح کولو او فرمایل به یې: اللَّهُمَّ ربَّ النَّاسِ…

یا الله د خلکو ربه، سختي لرې کړه او شفا ورکړه ته شفا ورکوونکی یې نشته شفا غیر له شفا ستا، هغه شفا چې بیماري پرې نه ږدي.

وعن سعدِ بن أَبي وَقَّاصٍ رضي اللَّه عنه قال: عَادَني رسول اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم فقال: «اللَّهُمَّ اشْفِ سعْدا، اللَّهُمَّ اشْفِ سَعْدا، اللَّهُمْ اشْفِ سَعداً » رواه مسلم.

له سعد بن ابی وقاص رضی الله عنه څخه روایت دی چې ویې ویل:

رسول الله صلی الله علیه وسلم زما عیادت(پوښتنې) ته راغي او ویې فرمایل: یا الله سعد ته شفا ورکړه! یا الله سعد ته شفا ورکړه! یا الله سعد ته شفا ورکړه!

وعن أَبي عبد اللَّهِ عثمانَ بنِ العَاص، رضي اللَّه عنه أَنه شَكا إِلى رسول اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم وَجعاً يجِدُهُ في جَسدِه، فقال له رسول اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم:«ضَعْ يَدَكَ عَلى الذي يَأْلَمُ مِن جَسَدِكَ وَقل: بِسمِ اللَّهِ ثَلاثاً وَقُلْ سَبْعَ مَرَّات: أَعُوذُ بِعِزَّةِ اللَّهِ وَقُدْرَتِهِ مِن شَرِّ مَا أَجِدُ وَأُحاذِرُ » رواه مسلم.

له ابو عبدالله عثمان بن ابی العاص رضی الله عنه څخه روایت دی چې:

ده د هغه مرض له وجهې چې په خپل وجود کې یې احساس کولو، نبی علیه السلام ته شکایت وکړ، نبی علیه السلام ده ته وویل: لاس دې په هغه ځاي کیږده چې درد کوي او دري ځلې بسم الله ووایه او بیا اوه وارې أَعُوذُ بِعِزَّةِ اللَّهِ… پناه غواړم په عزت او قدرت د الله جل جلاله له شر د هغه څه چې ما ته پیدا شوی او له هغه ویریږم.

وعن ابن عباس، رضي اللَّه عنهما، عن النبيِّ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قال: « مَنْ عَادَ مَرِيضاً لَمْ يَحْضُرْهُ أَجَلُه، فقالَ عِنْدَهُ سَبْعَ مَرَّات: أَسْأَلُ اللَّه الْعَظِيمَ رَبَّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ أَنْ يَشفِيَك: إِلاَّ عَافَاهُ اللَّه مِنْ ذلكَ المَرَضِ » رواه أبو داود والترمذي وقال: حديث حسن، وقال الحاكِم:حديث صحيح على شرطِ البخاري.

له ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی چې:

پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چې د داسې مریض عیادت وکړی چې اجل یې نه وی رسیدلي د هغه په وړاندې اووه واره ووايي: أَسْأَلُ اللَّه الْعَظِيمَ… له لوي الله جل جلاله چې رب د عرش عظیم دی شفا در ته غواړم، الله جل جلاله به د هغه مرض نه ورته شفا ورکړي.

وعنه أَنَّ النبيَّ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم دَخَل على أَعَرابيٍّ يَعُودُه، وَكانَ إذا دَخَلَ عَلى مَن يَعُودُهُ قال: « لا بَأْس، طَهُورٌ إِن شَاء اللَّه » رواه البخاري.

له ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی چې:

نبی صلی الله علیه وسلم د یوه اعرابی (کوچی) عیادت ته ورغی لکه چې د چا عیادت ته به ورتللو، ویې فرمایل: «لا بَأْس، طَهُورٌ إِن شَاء اللَّه» باک نه لری پاکوونکی دی ان شاءالله (د ګناهونو پاکوونکې).

په ناروغۍ باندې صبر کول د ناروغ د ګناهونو د بښلو سبب ګرځي.

وعن أَبي سعيد الخُدْرِيِّ رضي اللَّه عنه أَن جِبْرِيلَ أَتَى النَّبِيَّ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم فقال: يَا مُحَمدُ اشْتَكَيْت؟ قال: « نَعَمْ » قال: بِسْمِ اللَّهِ أَرْقِيك، مِنْ كُلِّ شَيْءٍ يُؤْذِيكَ، مِنْ شَرِّ كُلِّ نَفْسٍ أَوْ عيْنِ حَاسِد، اللَّهُ يشْفِيك، بِسْمِ اللَّهِ أَرْقِيكَ » رواه مسلم.

له ابی سعید خدری رضی الله عنه څخه روایت دی چې:

جبرائیل علیه السلام د نبی علیه السلام خدمت ته حاضر شو او ویې ویل: اې محمد صلی الله علیه وسلم! ناروغه شوی یې؟

ویې فرمایل: بلې.

ویې فرمایل بِسْمِ اللَّهِ أَرْقِيك… د الله په نامه دې علاج کوم، له هر شي چې تکلیف در کوی، له شر د هر نفس او حاسدو سترګو، الله جل جلاله دې شفاء در ته نصیب کړی، د الله جل جلاله په نامه دې علاج کوم.

وعن أَبي سعيد الخُدْرِيِّ وأَبي هريرة رضيَ اللَّه عنهما، أَنهُما شَهِدَا على رسول اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم أَنه قال: « مَنْ قال: لا إِلهَ إِلاَّ اللَّهُ واللَّهُ أَكْبَرُ، صدَّقَهُ رَبَّه، فقال: لا إِله إِلاَّ أَنَا وأَنا أَكْبرُ. وَإِذَا قال: لا إِلهَ إِلاَّ اللَّهُ وحْدهُ لا شَرِيكَ لَه، قال: يقول: لا إِله إِلا أَنَا وحْدِي لا شَرِيك لي. وإذا قال: لا إِلهَ إِلاَّ اللَّهُ لَهُ المُلْكُ وَلَهُ الحَمْدُ، قال: لا إِلهَ إِلاَّ أَنَا ليَ المُلْك وَلىَ الحَمْدُ. وإِذا قال: لا إله إِلاَّ اللَّهُ وَلا حَوْلَ ولا قَوَّةِ إِلاَّ بِاللَّهِ، قال لا إِله إِلاَّ أَنَا وَلا حَوْلَ ولا قوَّةَ إِلاَّ بي » وَكانَ يقول: « مَنْ قالهَا في مَرَضِهِ ثُمَّ ماتَ لَمْ تَطْعَمْهُ النَّارُ » رواه الترمذي وقال: حديث حسن.

له ابی سعید خدری او ابوهریرة رضی الله عنهما څخه روایت دي چې:

هغې دواړو ګواهی ورکړه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

څوک چې ووایي: لا إِلهَ إِلاَّ اللَّهُ واللَّهُ أَكْبَرُ ” لایق د عبادت نه شته بغیر له الله جل جلاله او الله لوي دی” الله جل جلاله د هغه تصدیق کوی او فرمایي: : لا إِله إِلاَّ أَنَا وأَنا أَكْبرُ. ” لایق د عبادت نه شته بغیر له ما څخه او زه لوي یم”.

او کله چې ووایي: لا إِلهَ إِلاَّ اللَّهُ وحْدهُ لا شَرِيكَ لَه ” لایق د عبادت نه شته بغیر له الله جل جلاله، چې یو دي او شریک نه لری”.

فرمایی: لا إِله إِلا أَنَا وحْدِي لا شَرِيك لي. ” لایق د عبادت نه شته بغیر له ما څخه، یو یم او شریک نه شته ما لره”.

او کله چې ووایی: لا إِلهَ إِلاَّ اللَّهُ لَهُ المُلْكُ وَلَهُ الحَمْدُ ” لایق د عبادت نه شته بغیر له الله جل جلاله، خاص ده لره پاچاهي ده او ده لره حمد او ثناء ده”.

فرمایی: لا إِلهَ إِلاَّ أَنَا ليَ المُلْك وَلىَ الحَمْدُ. ” لایق د عبادت نه شته بغیر له ما څخه، او پاچاهی او حمد ثناء خاص ما لره دي”.

او کله چې ووایی: لا إله إِلاَّ اللَّهُ وَلا حَوْلَ ولا قَوَّةِ إِلاَّ بِاللَّهِ. ” لایق د عبادت نه شته بغیر له الله جل جلاله او له ګناهونو را ګرځیدل او په طاعت باندې قوت نه شته بغیر د الله جل جلاله له توفیق څخه”.

فرمایی: لا إِله إِلاَّ أَنَا وَلا حَوْلَ ولا قوَّةَ إِلاَّ بي. ” لایق د عبادت نه شته بغیر له ما څخه او له ګناهونو را ګرځیدل او په طاعت باندې قوت نه شته بغیر زما له توفیق ورکولو څخه”.

او فرمایل یې: څوک چې په خپله ناروغۍ کې دا ووایی او بیا مړ شی، د دوزخ اور به هغه ته ونه رسیږی.

آن لاين اسلامي لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً