د دوهم واده کولو د اباحت شرطونه

اسلامي شريعت د يوې ښځې څخه علاوه د بلې ښځې سره نکاح کول په لاندې شرطونو مباح کړي دي کچېرې دا شروطونه موجود وي د بلې ښځې سره نکاح کول مباح دي او که موجود نه وي جايز نه دي .

اول : د ښځو تر مينځ عدالت ، دا چې په نفقه ، سلوک ، مسکن ، لباس او نورو کې به د ښځو تر مينځ د خپل وس موافق په پوره شان سره عدالت کوي ، لقوله سبحانه وتعالی : {فإن خفتم ألا تعدلوا فواحدة، أو ما ملكت أيمانكم، ذلك أدنى ألا تعولوا} [النساء:3/4]

ځکه الله سبحانه وتعالی د يوې ښځې په کولو باندې حکم کړی دی کچېرې د لوږې او بې عدالتی وېره وي .

مګر د زړه په ميل او مينه کې چې د يوې سره زياته او يوې سره کمه وي باک نه لري ځکه د زړه مينه د انسان په قدرت کې نه وي د انسان مينه يو فطري خواص دی.

دوهم : د نفقې وس او توان لرل ، د هغه چا د پاره دوهم واده کول په هيڅ صورت کې جايز نه دی چې د ښځې د نفقې توان ونه لري مګر هغه وخت ورته جايز چې د واجبي نفقې توان ولري لقوله صلی الله عليه وسلم : «يا معشر الشباب، من استطاع منكم الباءة فليتزوج…» والباءة: مؤنة النكاح.

د الباءة څخه مطلب د نکاح وس او نفقه لرل دي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً