د نارينه او ښځې په اوداسه څه فرق شته ؟

اسلام علیکم زه د اسټرالیا هیواد نه تاســـــو ته دا لیک در لیژم

اول ده ښځی او ده ناریـــــــــنه د اودس تـــر منځ فـــــرق شته کنه ؟

دویم ښځه باید پر لاسنو او پښو وینځلو باندی کوم سورت وه وایی ؟ او نارینه باید ده اودس کولو په جیریان کی باید پر پښو او لاسنو باندی باید کوم سورت ووایی مننه

عبدالنافع

———————————–

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د نارينه او ښځې په اوداسه څه فرق نشته .

د احنافو په نزد د اودس په شروع کې د بسم الله ويل سنت دي په دليل د دغه حديث : لا وضوء لمن لم يذکر اسم الله عليه (رواه أحمد)

کنزالدقايق ليکي : واذا نسي أن يسمي فلا شيء عليه . ( که بسم الله ويل هير شي باک نه لري ) لا وضوء نه مطلب فضيلت دي اودس ادا کيږي .

او د اوداسه په پای کې د شهادتين او دعا ويل مستحب دي په دليل د دغه حديث شريف : أشْهَدُ أنْ لا إله إِلاَّ اللَّهُ وَحْدَهُ لا شَرِيك لَهُ ، وأشْهَدُ أنَّ مُحَمَّداً عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ ، اللَّهُمَّ اجْعَلْنِي مِنَ التَوَّابِينَ ، واجْعَلْني مِنَ المُتَطَهِّرِينَ ) (“سنن النسائي) .”

لکن د اندامو د مينځلو په وخت کې د دعا ويلو ثبوت په احاديثو کې نشته مګر ځينې حنفي او مالکيه فقهاء مستحب او ځنې شافعي مباح بولي .

جاء في فقه اسلامي وادله :

وأما الدعاء عند غسل الأعضاء فلا أصل له في كتب الحديث، كما قال النووي رحمه الله. واستحبه الحنفية (1) ، والمالكية (2) ، وأباحه بعض الشافعية.

هغه دعا دعاګانې دا دي :

د لاسونو د مينځلو پر مهال ( اللهم احفظ يدي من معاصيك كلها )

د خولې مينځلو پر مهال ( اللهم أعني على تلاوة القرآن وذكرك وشكرك وحسن عبادتك ) او په پوزه کې د ابو تيرولو پر مهال ( بسم الله، اللهم أرحني رائحة الجنة ولا ترحني رائحة النار ).

د مخ مينځلو پر مهال ( اللهم بيض وجهي يوم تبيض وجوه وتسود وجوه).

د ښي لاس مينځلو پر مهال (اللهم أعطني كتابي بيميني وحاسبني حساباً يسيراً ) او کيڼ لاس مينځلو پر مهال : ( اللهم لا تعطني كتابي بشمالي ولا من وراء ظهري ).

د سر د مسحې پر مهال ( اللهم حرم شعري وبشري على النار ) او د عوږونو د مسحې پر مهال : ( اللهم اجعلني من الذين يستمعون القول فيتبعون أحسنه ).

او پښو مينځلو پر مهال ( اللهم ثبِّت قدمي على الصراط يوم تزل الأقدام ).


Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً