د اسلامي نکاح اهميت او اهداف

1- د جوړه والي بنسټ :

الله سبحانه وتعالي پخپل قدرت سره هر شی جوړه جوړه ګرځولي دي او د انسان په خلقت کې يې جوړه والی يو بنسټ ګرځولی دی ، الله سبحانه وتعالی فرمايي : :[ وَمِنْ كُلِّ شَيْءٍ خَلَقْنَا زَوْجَيْنِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ][1] .

ژباړه : او د هر شي څخه مو نر او ښځه پيدا کړي تر څو تاسې پند واخلئ .

او فرمايي : [سُبْحَانَ الَّذِي خَلَقَ الْأَزْوَاجَ كُلَّهَا مِمَّا تُنْبِتُ الْأَرْضُ وَمِنْ أَنْفُسِهِمْ وَمِمَّا لَا يَعْلَمُونَ][2] .

ژباړه : پاک او منزه دی هغه الله چې ټول يې جفت ،جوړې جوړې (نر او ښځه ) پيدا کړي دي.

۲- جوړه والی د الله تعالی د قدرت نښه ده :

او همدا جوړه والی د الله تعالی د قدرت له نښو څخه يو نښه ده او همدارنګه الله سبحانه وتعالی نکاح او واده د خپل قدرت د نښو په توګه بيانوي :

[وَمِنْ آَيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُمْ مِنْ أَنْفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُمْ مَوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآَيَاتٍ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ][3] .

ژباړه: او د هغه به نښو کې يوه دا هم ده چه هغه ستاسو د جنس نه ستاسو جوړې پيدا کړې د پاره ددې چه تاسې د هغې سره آرام حاصل کړئ او هغه ستاسو په مينځ کښی الفت اومحبت پيدا کړی .

۳- د نسل د بقاء :

 الله تعالی د نکاح په وسيله تولد (پيدا کېدل) او تکاثر (زياتېدل ) د نسل جاري کړي دي او ددې په وسيله ژوند ادامه مومي ، الله سبحانه وتعالی فرمايي :[يا أیُّهَا النّاسُ إِنَّا خَلَقناکُم مَن ذَکَرٍ وَ أُنثَی][4]

ژباړه : اي خلکو ! يقيناً چې مونږ پيدا کړې يې تاسې له يو سړي چې (آدم ) دی او له يوې ښځې چې (حوا) ده.

او فرمايي :[يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَاءً][5] .

ژباړه : ژباړه : ای خلکو له خپل رب څخه ووېرېږئ ، هغه چې تاسې يې له يو نفس څخه پيدا کړي ياست او د هغه جوړه يې له هماغه څخه پيدا کړه او له هغو دواړو نه يې ډير نارينه او ښځې خواره کړل .

 ۴– د عفت او عصمت ساتنه :

د اسلام په نزد باندې د نکاح د ټولو نه لوی مقصد د انسان د هغه فطري پاکدامنۍ او پرده دارۍ حفاظت کول دي کوم چه په هر انسان کې که نر وي او که ښځه په فطري ډول موجود وي .

د همدې هدف د حفاظت لپاره اسلام زنا او د هغه اړوند ټول اسباب لکه بې حجابي ،بې حيايي ،د بې شرمۍ خبری او د نامحرم سره ګډون کول حرام ګرځولي دي .

سړی او ښځه يې دواړه مجبور کړي چه هغوی دواړه دې د يوې داسې رابطې په ذريعه سره خپل فطري تعلق قائم کړي چه د هغې په ذريعه سره د هغوی عصمت د زيانمن کيدو پرځای محفوظ شي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي :[فأانكِحُوهُنَّ بِإِذْنِ أَهْلِهِنَّ وَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ مُحْصَنَاتٍ غَيْرَ مُسَافِحَاتٍ وَلاَ مُتَّخِذَاتِ أَخْدَانٍ] (النساء ۲۵ ).

 ژباړه : تاسې د دوی د ذمه دارو مشرانو په اجازت سره د دوی سره نکاح کوئ او د توان موابق د دوی مهر ادا کوئ هغه دې پابندې شوې او پاکدامنه اوسيږي ، په ښکاره يا پټه سره دی شهوت راني نه کوي.

۵الفت او محبت :

د نکاح پنځم هدف د خاوند او بی بی تر مينځ محبت دی داسې نه چې د ښځې او ميړه تعلق صرف د نفساني خواهش پوره کولو لپاره وي بلکي دا تعلق د دوی د محبت او دوستۍ يو ټينګ بنسټ ثابت شي چې ددې پواسطه سره د دواړو آرام او خوشحالي حاصله شي او د يو او بل تسل وګرځي دا لومړی بنسټ دی چې ورسته به همدا خاوند او ښځه مور او پلار ګرځي او د اولادونو روزنه به کوي .

الله سبحانه و تعالی فرمايي:[وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً][6] .

ژباړه: او د هغه به نښو کې يوه دا هم ده چه هغه ستاسو د جنس نه ستاسو جوړې پيدا کړې د پاره ددې چه تاسې د هغې سره آرام حاصل کړئ او هغه ستاسو په مينځ کښی الفت اومحبت پيدا کړي .

او فرمايي :[هُنَّ لِبَاسٌ لَّكُمْ وَأَنتُمْ لِبَاسٌ لَّهُنَّ][7] .

ژباړه : هغه ستاسو لپاره جامه ده او تاسې د هغوی د پاره .

۶د الله تعالی د حدودو قيام :

د نکاح شپږم هدف دا دی چه دا تعلق د الله تعالی د ټاکل شويو پولو او حدودو د قائم ساتلو سبب جوړ شي .

 [أَن يُقِيمَا حُدُودَ اللّهِ][8] .

ژباړه: چه دا دواړه د الله تعالی حدود قائم وساتلی شي .

د نکاح او طلاقو د احکامو بيانولو نه وروسته داسې وعيد راغلی دی :[وَمَن يَتَعَدَّ حُدُودَ اللّهِ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ][9] .

ژباړه: کوم خلک چه د الله تعالی د قائم کړو حدودو نه تجاوز وکړی دغه ظالمان دي .

په همدې وجه د مسلمانانو نکاح د کافرانو سره حرام ګرځول شوې ده ځکه چې د کافرانو نه د الله تعالی د حدودو د قائم ساتلو توقع نشي کيدای .

لکه څنګه چه د مشرک او مشرکی سره نکاح کول حرام دي د شريعت د حکم له مخې که څه هم چه تاسو ته ښه ښکاري خو بيا هم د دوی سره نکاح مه کوي ځکه چې :

[أُوْلَـئِكَ يَدْعُونَ إِلَى النَّارِ وَاللّهُ يَدْعُوَ إِلَى الْجَنَّةِ وَالْمَغْفِرَةِ بِإِذْنِهِ] (البقره ۲۲۱ ).

ژباړه: دا خلک تاسې د دوزخ طرف ته بولي او خدای پاک پخپل حکم سره تاسې د جنت او بښنې طرف ته بولي .

 ۷نسب :

د نکاح اووم هدف دا دی تر څو ټولنې ته پاک او معلوم نسل وړاندې شي  .

نسب په اسلام کې زيات اهميت لري چې د نسب په وسيله افراد يو له بله د خپلوۍ او صله رحمۍ له مخې تړل کيږي، پس اولاد د والدين يو جز او حصه بلل کيږي ، نسب د الله سبحانه وتعالی له سترو نعمتونو څخه يو نعمت دی چې انسان ته يې ورکړی دی ، الله سبحانه وتعالی فرمايي :[ وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ مِنَ الْمَاءِ بَشَرًا فَجَعَلَهُ نَسَبًا وَصِهْرًا ۗ وَكَانَ رَبُّكَ قَدِيرًا ][10] .

ژباړه : او هم دغه (الله تعالی ) هغه ذات دی چې له اوبو څخه يې پيدا کړی انسان پس ګرځولی يې دی (دغه انسان ) خاوند د نسب او خسرګنۍ .

په اسلامي شريعت کې د نسب ساتل پنځم ستر مقصد دی او اسلامي شريعت پلرونه د خپل نسب د انکار څخه کلک منع کړي دي همدارنګه د ښځې د پاره حرام دی چې د زوی نسبت د هغه د پلار څخه بغير بل کس ته وکړي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :« أَيُّمَا امْرَأَةٍ أَدْخَلَتْ عَلَى قَوْمٍ مَنْ لَيْسَ مِنْهُمْ ، فَلَيْسَتْ مِنَ اللَّهِ فِي شَيْءٍ ، وَلَنْ يُدْخِلَهَا اللَّهُ جَنَّتَهُ ….»[11].

ژباړه: يعنې کومه ښځه چې راشي قوم ته د ولد زنا سره هغې د الله سره خپلې اړيکې شکولې دي او هغه به جنت داخله نشي .

همدارنګه يې پلرونه له دې کار څخه منع کړی دي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
« مَن ادَّعَى إِلَى غَيْرِ أبِيهِ وَهُوَ يَعْلَمُ أنَّهُ غَيْرُ أبِيهِ فَالجَنَّةُ عَلَيهِ حَرامٌ »[12] .

ژباړه : که څوک چا ته د هغه د پلار پرته د ولد زنا نسبت وکړي حال دا چې ده ته علم وي (چې حرامي نه دی ) نو په هغه باندې جنت حرام دی .

دا ځکه چې تهمت کبيره او هلاکوونکی ګناه ده د مسلمان آبرو او عزت ته زيان رسوي.

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – سوره الذاريات :۴۷-۴۹ .

[2] – سوره يس :۳۶ .

[3] – سوره الروم :۲۱ .

[4] – سوره الحجرات :۱۳ .

[5] – سوره النسآء :۴ .

[6] – سوره الروم :۲۱.

[7] – سوره البقرة :۱۸۷ .

[8] – سوره البقره :۲۳۰ .

[9] – سوره البقره :۲۲۹ .

[10] – سوره الفرقان :۵۴ .

[11] – رواه أبو داود في ” السنن ” (رقم/2263)، وصححه ابن الملقن في ” البدر المنير ” (8/184)، وقال ابن كثير : إسناده جيد . ” إرشاد الفقيه ” (2/214)، وصححه السيوطي في ” الجامع الصغير “.

[12] – حديث متفق عليه .

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً