د مجلس آداب لومړۍ برخه)

 عن ابنِ عمر رضي الله عنهما قال: قال رسول الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم « لايُقِيِمَنَّ أحَدُكُمْ رَجُلاً مِنْ مَجْلسهِ ثم يَجْلسُ فِيه ولكِنْ تَوسَعُّوا وتَفَسَّحوا » وَكَان ابنُ عُمَرَ إذا قام َ لهُ رَجُلٌ مِنْ مجْلِسه لَمْ يَجِلسْ فِيه. متفق عليه.

له ابن عمر رضي الله عنه څخه روایت دی وايی:

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هیڅ یو له تاسې باید بل څوک له خپل ځای څخه ونه لټوی تر څو د هغه په ځای کښینی، ولې خپل مجلس پراخه ونیسی.

او کله به چې څوک حضرت ابن عمر رضی الله عنه ته له خپل ځای څخه ولټیدل، په هغه ځای به دي نه کیناسته.

بل حدیث شریف کې نبی صلی الله علیه وسلم فرمایی:

وعن عمرو بن شُعَيْب عن أبيه عن جده رضي الله عنه أن رسول الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قال: «لايحَلُّ لِرَجُل أن يُفَرِّقَ بَيْنَ اثْنيْنِ إلا بإذْنِهِمَا» رواه أبو داود، والترمذي وقال: حديث حسن.

وفي رواية لأبي داود: « لايَجلِسُ بَيْنَ رَجُليْن إلا بإذْنِهمَا ».

له حضرت عمرو بن شعیب له خپل پلار او هغه له خپل پلار څخه روایت کوی چې:

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د هیچا لپاره روا نه ده چې د دوو نفرو په مینځ کې جدایی راولی(یعنې د دوی دواړو په مینځ کې کینی) مګر که د دوي دواړو په اجازه وي بیا پروا نه لری.

یعنی دا چې مجلس ته ځو بل څوک له ځایه لټیدلو ته پرې نه ږدو حتی تر دې چې حضرت ابن عمر رضی الله عنه به بیا په هغه ځای نه کیناستو کله به چې څوک ورته ولټیدل، او هم دا چې کله دوه کسان په خپل مینځ کې مجلس او خبرې کوی هغه ته له نژدې ناستې ډډه وکړو، مګر که د هغوي په اجازه وي بیا پروا نه لري.

وعن أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول لله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قال: «إذا قاَم أحَدُكُمْ منْ مَجْلسٍ ثُمَّ رَجَعَ إلَيْهِ فَهُوَ أحَقُّ بِه» رواه مسلم.

ابوهریرة رضی الله عنه روایت کوی فرمایی چې:

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کله چې یو له تاسې له مجلس نه پاڅیږي او بیا را وګرځی، دی دهغه ځای ډیر مستحق دی.

وعن جابر بنِ سَمُرَةَ رضي اللَّه عنهما قال: « كُنَّا إذَا أَتَيْنَا النبي صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم جَلَسَ أَحَدُنَا حَيْثُ يَنْتَهي». رواه أبو داود. والترمذي وقال: حديث حسن.

حضرت جابر رضی الله عنهما روایت کوی چې:

کله به چې یو له مونږ د نبی صلی الله علیه وسلم خدمت ته حاضر شو، هر ځای به چې خالي وو هملته به کښیناستلو.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً