ښځې ته ويل چې ته ماته د مور او خور په شان يې

اسلام عليكم
من يك سوال دارم.
اكر يك مرد به خانمش بيكويد كه تو براي من خواهر و يا مادر هستي در وقتي كي اين مرد عصباني باشد حالان چه خواهد كرد؟
اين خطا إز من سرزده حالي چه جاره كنم كمكم كنيد
ع . رحمن كانادا

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمد الله رب العلمين وصلاة و السلام علی محمد صلی الله عليه وسلم

اول : کچېرې د سړي د دغو الفاظو ويلو څخه نيت طلاق وي طلاق بائن واقع کيږي دوباره به نوی نکاح کوي بغير د نکاح د عقد د تجديد څخه يوځای کيدل حرام دي .

دوهم : کچېرې د دغو الفاظو څخه مقصد او مطلب دا وي چې له هغې سره به جماع نه کوي نو په دې صورت کې ظهار واقع شوی دی څو پورې چې د ظهار کفاره ادا نه کړي تر هغې پورې يو ځای کيدل حرام دي .

خپله ښځه له يوی داسې ښځی سره تشبه کول يا له هغه سره برابر ويلو ته چه د هغه سره هميشه نکاح حرامه وی لکه : مور ،خور ،د پلار خور ، د مور خور او نور ،يا د هغه د کوم اندام سره تشبه کول ته ظهار وايي .

د ظهار کفاره : دوې مياشتې پرلپسې روژه نيول يا شپيتو مسکينانو ته ډوډۍ ورکول يا شپيتو مسکينانو ته د صدقه فطر برابر غنم يا دهغه قيمت ورکول .

دريم : کچېرې د دغو الفاظو مقصد مينه ، دوستي او محبت وي نه طلاق واقع کيږي او نه هم ظهار مګر داسې وينا کول درواغ دي ددې څخه پرهيز کول پکار دي ځکه ښځه ته مور او خور ويل درواغ دي هغه نه مور کيدای شي او نه هم خور .

و الله سبحانه وتعالی اعلم .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً