د زخمونو قصاص او ديت

که الموضحة زخم عمدي وي په هغه کې د فقهاؤ په اتفاق قصاص دی، لقوله سبحانه وتعالی :{والجروحَ قصاص}او که خطا وي د لسمې برخې نيمايي ديت دی يا پنځه اوښان دي په نورو ټپونو او زخمونو کې قصاص نشته .

که ټپ د موضحه ټپ څخه کم وي د يو عادل شخص پرې کړه پکار ده ځکه د موضحه څخه ټيټ ټپ ټاکلی ديت نلري .

په هاشمه کې د ديت لسمه برخه ده .

په منقله کې پنځلس اوښان ديت دي .

په آمه کې د ديت دريمه برخه ده .

په جائفه او مأمومة کې د ديت دريمه برخه ده . که ټپ سورۍ شو او د دوو جائفو په اندازه شو ديت يې د بشپړ ديت د دريو برخو څخه دوه برخې دی .

په دامغة کې د ديت دريمه برخه ده .

خارصةُ او سمحاق ټپونو ديت به د عادل حاکم لخوا ټاکل کيږي .

جائفة او غير جايفه زخمونو سزا :

په جائفه ټپونو کې د ديت دريمه برخه ده او په غير جائفه ټپونو کې عادل حکومت ديت ټاکي .

ففي الجائفة: ثلث الدية لحديث عمرو بن حزم: «وفي الجائفة ثلث الدية» .
وغير الجائفة: فيها حكومة عدل (فقه الاسلامي وادله ).

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً