په دین باندی استقامت او پایداري

 و قال تعالی: { إِنَّ الَّذِينَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا تَتَنَزَّلُ عَلَيْهِمُ الْمَلَائِكَةُ أَلَّا تَخَافُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَبْشِرُوا بِالْجَنَّةِ الَّتِي كُنتُمْ تُوعَدُونَ{30} نَحْنُ أَوْلِيَاؤُكُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الْآخِرَةِ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَشْتَهِي أَنفُسُكُمْ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَدَّعُونَ{31} نُزُلاً مِّنْ غَفُورٍ رَّحِيمٍ{32}فصلت: ٣٠ – ٣٢

و قال تعالی: {إِنَّ الَّذِينَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ{13} أُوْلَئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ خَالِدِينَ فِيهَا جَزَاء بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ{14}الأحقاف: ١٣ – ١٤

ژباړه :په تحقیق هغه کسان چې ویي ویل زمونږ رب الله جل جلاله دي بیا په همدې خبره ثابت پاتې شول، په دوي باندې به ملائیکې نازلیږي او وایي به چې مه ویریږي او مه غمجن کیږي او په هغه جنت چې ستاسې سره یې وعده شوې وه خوشحاله شي، مونږ ستاسې دوستان وو په دنیا کې او همدارنګه په اخرت کې، او تاسې لره شته په دې جنت کې هغه څه چې غواړي یي ستاسې نفسونه او هغه څه چې تاسې یې غوښتونکي یي، مهماني ده له جانبه د الله جل جلاله چې غفور او مهربان دي.

ژباړه : اوالله جل جلاله فرمایي: په تحقیق هغه کسان چې ویې ویل رب زمونږ الله جل جلاله دي بیا په دې قایم پاتې شول، په دوي باندې به ویره نه وي او نه په غمجن کیږي، او همدغه جنتیان دي چې همیشه به وي په دغه جنت کې دغه بدله ده د هغه عملونو چې دوي کول.

او نبي علیه السلام فرمايي:

وَعَنْ أبي عمرو، وقيل أبي عمْرة سُفْيانَ بنِ عبد اللَّه رضي اللَّه عنه قال: قُلْت: يا رسول اللَّهِ قُلْ لِي في الإِسلامِ قَولاً لا أَسْأَلُ عنْه أَحداً غيْرك. قال:« قُل: آمَنْت باللَّهِ: ثُمَّ اسْتَقِمْ » رواه مسلم.

له ابو عمر یا ابو عمره سفیان بن عبدالله رضي الله عنه څخه روایت دي ویي فرمایل: چې نبي علیه السلام ته مې وویل: یا رسول الله صلي الله علیه وسلم په اسلام کې ما ته داسې یوه خبره وښیه چې له تاسې وروسته یې له چا پوښتنه ونه کړم، ویي فرمایل: ووایه په الله جل جلاله مې ایمان راوړي او بیا په دې قایم او محکم اوسیږه.

بل حدیث شریف کې نبي علیه السلام فرمایي:

وعنْ أبي هُريْرة رضي اللَّه عنه: قال قال رسول اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: « قَارِبُوا وسدِّدُوا، واعْلَمُوا أَنَّه لَنْ ينْجُو أحدٌ منْكُمْ بعملهِ » قَالوا: ولا أنْت يَا رسُولَ اللَّه؟ قال:« ولا أَنَا إلا أنْ يتَغَمَّدني اللَّه برَحْمةٍ منْه وَفضْلٍ » رواه مسلم.

له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دي چې: نبي صلي الله علیه وسلم وفرمایل: میانه روي کوي او په حق باندې قایم او سیږي، او پوه شي چې هیڅ یو له تاسي د خپل عمل په واسطه نجات نه شي پیدا کولاي، پوښتنه وشوه: تاسې هم یا رسول الله صلي الله علیه وسلم؟ ویي فرمایل: حتي زه هم، مګر دا چې د الله جل جلاله فضل او رحمت ما باندې وشي.

معني دا چې بنده باید په خپل عمل مغرور نه اوسي، بلکې همیشه باید د الله جل جلاله رحمت او فضل ته سترګې په لاره وي، او دا بیا د ده د لا زیات اخلاص سبب ګرځي او الله جل جلاله یوازې هغه اعمال قبلوي چې اخلاص سره سر ته رسیدلي وي.

الله جل جلاله د مونږ ټولو ته په دین باندې استقامت او ټولو اعمالو کې اخلاص نصیب کړي.

آمين یا رب العالمين

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً