د ښځې سرکشي له خپل خاوند څخه اسباب او علاج

اسلام علیکم ورحمته وبرکاته
د خپل څښتن تعالې څخه ډیر شکر ګذاره یم چې پر خپله پوښتنه ټولنه کې داسې مسلمانان وروڼه هم لرم چې د اسلام په هکله درس رازده کوي، الله مو هغه دنیا ښایسته کړه!

یوه پوښتنه لرم البته ښه سمه واضحه به یي درته بیان کړم.
هغه ښځې چې میړه خفه کوي، خفګان په ډیرو مختلفو شکلونو وي.
مثال د ښځې او میړه لفظي شخړه راشي سړې د دې ویرې څه نه وایي چې ښځه یي چغې وهي، ښځه د سړي بې احترامي کوي، د سړي سره دا ډار يي چې ښځه یي پروا نه کوي نو د خلکو په مخ کې سړې غلې یي, خو ښځه د ماشين په شان لګیا یي د سړي هیڅ د لاسه نه کیږي همیشه چپ پاتې کیږي. خاوند غواړي خور سره نقدي مرسته وکړي، اګر که د کور ټول ۱۰۰% عواید هم د سړي په لاس ګټل کیږي، خو ښځه یې مخه نیسي. لنډه دا چې هغه ښځه چی په خپل خاوند ظلم کوي خلکو ته یي کم راولي، تیزې خبرې ورته کوي، ایا داسې ښځې نه الله د دې میړه په مظلومیت کی پوښتنه کوي، داسې ښځې ته الله کومه سزا ورکوي؟ ښه په تفصیل سره مې پوه کړۍ ستاسو و رور آهنګر

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اسلامي شريعت زوجينو ( خاوند او د هغه بی بی ) ته د ښه سلوک او ښه ژوند تيرولو حکم کړی دی :

[وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَإِن كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا]  (النساء ۱۹)

ژباړه : (( اوله هغی سره په ښه طريقه ژوند تير کړی ، بيا که هغه ستاسی (په څه وجه ) خوښی نه وي نو کيدای شي چې يو شی ستا خوښ نه وي خو الله جل جلا له په هغه کی (ستاسو) لپاره ډيره څه ښيګڼه ايښی وي)) .

ښځه پر خپل خاوند او خاوند پر خپله ښځه باندې حقوق لري چې بايد هر يو د بل حقوق په پام کې ونيسي

تفصيل دلته وګورئ

https://dawat610.com/archives/3510

اکثره وخت چې خاوند د ښځې او ښځه د خاوند پر حقوقو تیری کوي د بې علمی له وجې وي .

هغه ښځه چې د خاوند اطاعت نه کوي او د هغه سره خپل غږ پورته کوي هغه ته په شريعت کې ناشزه وايي ، يعنې د خپل خاوند څخه سرکشه او عږ پورته کوونکي .

د ښځې د نشوز اسباب :

۱- د ښځې بد اخلاقي او سالمې تربيه نه شتون .

۲- د خاوند د حقوقو نه پېژندل او يا د هغه حقوقو ته اهميت نه ورکول .

۳- د خاوند څخه په دې خاطر سرکشي کول تر څو د کور څخه ووځي ، عيش او چکر ووهي .

۴- د ټولني د بدو او غلطو رواجونو اثر .

۵- د کفري او شيطاني فلمونو او سريالونو تقليد کول .

۶- په يو شي کې د خپل خاوند څخه پورته والی لکه : مال ، نسب ، جمال چې ښځه په تکبر او غرر کې اچوي .

۷- کفري او شيطاني تبليغات د ښځې او خاوند د مساواتو خبره چې ښځه د خاوند سره برابر ده د خاوند اطاعت او د هغه مشر او مسؤل نه ګڼل بلکي د هغه سره ځان برابر حسابول .

۸- د ژوند مشکلات ، د ښځې مشکلات له پامه غورځول او د هغې مشکلاتو ته توجه نه کول .

۹- د ښځې سره د خاوند ظلم او د ښځې د حقوقو تر پښو لاندې کول .

۱۰- د ښځې د خپلوانو سره بد سلوک

۱۱- د مشکلات پر مهال بې صبري او د حوصلې بايلل .
د ناشزې (سرکشه ) ښځې علاج :

۱- د خاوند د حقوقو پيژندل او د هغه اطاعت کول او دا نيت لرل چې د ميړه اطاعت کول عبادت دی د دنيا او آخرت خوشحالي او نيکمرغي ده .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : (إذا صلت المرأة خمسها، و صامت شهرها، و حفظت فرجها، و أطاعت زوجها، قيل لها ادخلي الجنة من أي أبوابها شئت) (صحيح الجامع باسناد صحيح )

يعنې : کله چې ښځه پنځه وخته لمونځ وکړي ، د رمضان روژه ونيسي د شرمګاه ساتنه وګړي او د ميړه اطاعت وکړي هغې ته ويل کيږي له هرې دروازې دې خوښه وي جنت ته داخله شه .

۲- سرکشي ښځې ته به لومړی نصيحت کيږي که نصيحت ونه مني بستره به ورڅخه جلا کوي او که په دې هم اصلاح نشي تأديب بدني لږ لږ وهل هم جايز دي :

قوله سبحانه و تعالى :[وَاللاَّتِي تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ فَعِظُوهُنَّ وَاهْجُرُوهُنَّ فِي الْمَضَاجِعِ وَاضْرِبُوهُنَّ] (النساء/۳۴) .

ژباړه : او هغه ښځې چې د هغوی د بدخويۍ څخه وېرېږئ نو (لومړی) دوی ته نصيحت وکړئ او که ( په نصيحت سمې نه شوې ) د خوب ځای يې جلا کړئ (او که په دې هم سمې نه شوې ) و يې وهئ نو که غاړه يې کيښوده نو بيا پرې ( د زيان رسولو لپاره ) لار مه لټوئ باور وکړئ چې الله جل جلا له  له پاسه شته چې لوړ او لوی دی .

۳- تقوی او د الله تعالی څخه ويره ، څوک چې د الله تعالی څخه ووېريږي هغه هيڅکله د چا پر حق ظلم او تيری نه کوي .

۴- د ښځې سره ښه او نرم سلوک تر څو هغه د خاوند اطاعت ته غاړه کيږدي :
رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : أكمل المؤمنين إيمانا أحسنهم خلقا . وخياركم خياركم لنسائهم  (ترمذي ۱۱۶۲، مشکاة المصابيح ۳۲۰۰) .

ژباړه : د ايمان په اعتبار سره ستاسو کښې کامل ايمان والا هغه څوک دی چه د هغه اخلاق اوخوی ښه وي او تاسی کې بهترين اوغوره هغه دی چه د خپلی ښځی سره يی سلوک ښه وي .

۵- د خاوند د پاره د صبر او بخښنې او تيرنې لاره غوره کول .

وقوله تعالی : وَلَمَن صَبَرَ وَغَفَرَ إِنَّ ذَلِكَ لَمِنْ عَزْمِ الأُمُورِ (الشوري- ۴۳)

ژباړه: او هغه څوک چې زغم يې وکړ او بخښنه يې وکړه بې شکه دغه (چلند او سلوک ) له ټينګو کارونو څخه دی

و الله سبحانه وتعالی اعلم

من رسالة : خالد بن سعود البليهد، عضو الجمعية العلمية السعودية للسنة

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً