متعه نکاح (صیغه)

متعه نکاح هغه نکاح ده چې د يوې ټاکلې مودې لکه : څو ورځو ، څو مياشتو لپاره تړل شوې وي څنګه چې د نکاح په شرايطو کې مو وستل چې ايجاب او قبول به د مؤقت وخت لپاره نه وي نو دغه نکاح د مذاهبو د جمهورو فقهاوو په نزد باطله ده .

ځکه چې په شريعت له دغې نکاح څخه منع شوې او هغه حرامه ګرځول شوې ده :

عن علي رضي الله عنه : « أن رسول الله صلى الله وسلم نهى عن نكاح المتعة وعن لحوم الحمر الأهلية زمن خيبر»[1] .

ژباړه :له حضرت علی رضی الله عنه  څخه روايت چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  د خيبر د فتحې په ورځ د متعه نکاح او د اهلي خره د غوښو څخه منع و فرمايل ( دا دواړه يې حرام اعلان کړل ) .

متعه نکاح د جاهليت په زمانه کې موجوده وه او د اسلام په شروع کې مباح وه او وروسته جناب رسول الله صلی الله عليه دغه نکاح د قيامت تر ورځې پورې حرامه  اعلان کړه ځکه چې شرعې احکام اکثراً په تدريجې توګه نازل شوي دي :

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي: «يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنِّي قَدْ كُنْتُ أَذِنْتُ لَكُمْ فِي الاِسْتِمْتَاعِ مِنَ النِّسَاءِ وَإِنَّ اللَّهَ قَدْ حَرَّمَ ذَلِكَ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ»[2] .

ژباړه: ای خلکو تاسې ته مې د مؤقتې نکاح په اړه اجازه کړې وو ، مګر يقيناً چې الله پاک  دغه نکاح د اوس څخه وروسته د قيامت تر ورځې پورې حرام  وګرځوله .

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – رواه البخاري : ۳۹۷۹  و مسلم : ۱۴۰۷.

[2] – رواه مسلم :۱۴۰۶ .

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً