صبر او دصبر کولو فضیلت(دریمه برخه)

    وَعَنْ أَنَسٍ رَضِي اللَّهُ عَنْهُ قال: مَرَّ النَّبِيُّ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم بِامْرَأَةٍ تَبْكِي عِنْدَ قَبْرٍ فَقال:«اتَّقِي الله وَاصْبِرِي »فَقَالَت: إِلَيْكَ عَنِّي، فَإِنِّكَ لَمْ تُصَبْ بمُصِيبتى، وَلَمْ تعْرفْه، فَقيلَ لَها: إِنَّه النَّبِيُّ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم، فَأَتتْ بَابَ النَّبِّي صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم، فلَمْ تَجِد عِنْدَهُ بَوَّابين، فَقالت: لَمْ أَعْرِفْك، فقال: « إِنَّما الصَّبْرُ عِنْدَ الصَّدْمَةِ الأولَى » متفقٌ عليه.

وفي رواية لمُسْلم: « تَبْكِي عَلَى صَبيٍّ لَهَا » .

له حضرت انس رضي الله عنه څخه روایت دي وایي چې:

نبي علیه السلام د یوې ښځې له خوا سره تیر شو چې د قبر سره یې ژړل، ویې فرمایل: اې ښځې له الله جل جلاله نه و ویریږه او صبر وکړه، هغه ښځې وویل: له ما نه لرې شئ ځکه تاسې زما په مصیبت نه یي اخته شوي، نبي علیه السلام یې ونه پیژانده، هغې ته وویل شول چې دا نبي علیه السلام دی، هغه بیا د نبي علیه السلام د کور دروازې ته راغله هلته یې د دروازې ساتونکي هم ونه لیده، ویې ویل: وبخښي تاسې مې ونه پیژندلي، نبي علیه السلام وفرمایل: صبر د مصیبت په وخت کې بهتر دی.

او په یوه روایت کې مسلم شریف کې راغلي چې هغه ښځې په خپل زوی باندې ژړا کوله.

بل حدیث شریف کې نبي صلي الله علیه وسلم فرمایي:

 

وعَنْ عائشَةَ رضي اللَّهُ عنها أنَهَا سَأَلَتْ رسولَ اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم عَن الطَّاعون، فَأَخبَرَهَا أَنَهُ كَانَ عَذَاباً يَبْعَثُهُ اللَّه تعالى عَلَى منْ يَشَاء، فَجَعَلَهُ اللَّهُ تعالَى رحْمةً للْمُؤْمنِين، فَلَيْسَ مِنْ عَبْدٍ يَقَعُ في الطَّاعُون فَيَمْكُثُ في بلَدِهِ صَابِراً مُحْتَسِباً يَعْلَمُ أَنَّهُ لاَ يُصِيبُهُ إِلاَّ مَا كَتَبَ اللَّهُ لَهُ إِلاَّ كَانَ لَهُ مِثْلُ أَجْرِ الشَّهِيدِ » رواه البخاري.

 

عایشه رضي الله عنها فرمایي چې: له نبي صلي الله علیه وسلم څخه مې د طاعون په باره کې پوښتنه وکړه، نبي صلي الله علیه وسلم بي بي عایشې رضي الله عنها ته خبر ورکړ چې طاعون یو عذاب دی چې الله جل جلاله به چې په چا وغوښتل نازلولو به یې، او الله جل جلاله دغه د مؤمنانو لپاره رحمت ګرځولي دی، پس هر بنده چې په یوه ځای کې اوسي طاعون ولګي دی په خپل ښار کې صبر وکړي او د الله جل جلاله څخه یې بدله وغواړي او په دې پوه شي چې یواځې هغه څه به ورته رسیږي چې الله جل جلاله ورته لیکلي دي، الله جل جلاله به ورته د شهید اجر ورکړي.

معني دا چې طاعون دنورو لپاره عذاب وو او د مؤمنانو لپاره رحمت دی او په یوه ځاي کې چې طاعون ناروغي لګیږي هلته پاتې کیدل او صبر کول او دا چې په تقدیر ایمان لرل چې انسان ته به یوازې هغه څه رسیږي چې الله جل جلاله ورته په تقدیر کې لیکلي وي د لوي اجر خبره ده.

نور بیا…

آن لاين اسلامي لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً