د نوي زږيدلي ماشوم ويښتان به څنګه خريل کيږي ؟

 السلام عليكم ورحمة الله : زما پوشتنه د ماشوم د وښتانو په باره كې ده كله چه دى ماشوم  د سر ويښتان د اول ځل لپاره كموي يا ئي خريي څنگه با يد وشي چه په اسلامي طريقه كم يا وخريل شي؟

محمد حمزه له چين څخه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

سنت دا ده چې د ماشوم  د پاره په اوومه ورځ عقېقه و شي دهلک له لوری ېو يا دوه ګډوری (څيرلی ) د نجلی له لوری ېو ګډوری حلال کړی ،همدارنګه به دکوچنی وېښتان کل کړی او له وزن سره سم به يې سپين زر خېرات کړی ،او په همدی اوومه ورځ يا د اوو کلونو په عمر کی دننه ختنه يا سنت کړی ،اوهمدارنګه دهغه لپاره به ښه اسلامی نوم وټاکی .

له حسن بن سمره نه روايت دی چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : (کل غلام مرتهن بعقيقته، تذبح عنه يوم السابع و يحلق رأسه و يسمي) «هر نوی زږيدلی د هغه د عقيقې په خاطر کرو دی ، چې بايد په اومه ورځ د هغه د عقيقې ذبح ، د سر د ويښتانو خريل او په هغه باندې نوم ايښودل تر سره شي ».ابن ماجه

ابو رافع روايت کوي : کله چې حسن رضی الله عنه دنيا ته راغی جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم بې بې فاطمې رضی الله عنها ته و فرمايل : (احلقي رأسه، و تصدقي بوزن شعره فضة علي المساکين) « د سر ويښتان يې وخريه او د هغه په وزن سپين زر مساکينو ته صدقه کړه ». [الإرواء 1175]

نوټ : په کابل کې د سپينو زرو د يو ګرام قيمت تقريباً ۷۰ افغانۍ دی .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً