د دین د خبرې زده کول

په هر مسلمان دومره دیني علم زده کول فرض ده چې د هغه د تعلیماتو مطابق خپل ژوند تېر کړي او دهر چا لپاره چې پوره عالم جوړ شي ضروري ندي بلکه دومره څه زده کړي چې حلال او حرام وپیژني یعنې ضروري دیني علم زده کول په هر مسلمان فرض عین دی.

په هغو ځایو کې چې الله  تعالی دیني خبرې ضروري ګڼلي هلته په هغو یې عمل هم د لوی اجر او ثواب باعث ګرځولی او د لوی اجر ورکولو وعدې یې فرمایلي یعنې د دین هره خبره زده کول یوه مستقله نیکي ده چې قرآن او حدیث کې ددې ډېر فضائل راغلي دي.

حضور صلی الله علیه وسلم فرمایي:

څوک چې په کومه لار ځي تر څو د علم کومه خبره زده کړي نو الله تعالی هغه ته د جنت لارې آسانه کوي او د علم طلب کولو پخاطر د هغه په عمل د خوښي ښودلو لپاره په هغه ملایکې چاپیره کوي (ابوداؤد او ترمذي).

په دغه فضیلت کې هغه دیني طلبه داخل دي چې باقاعده ډول سره د دین علم لپاره له خپلو کورونو څخه بهر وتلي لیکن هغه خلک چې د پوره دیني علم پخاطر ندي وتلي بلکه یوازې د بعضې مسائلو لپاره چې د ده ورته اړتیا وه هغه زده کړي یا له کوم عالم او مفتي څخه پوښتنه وکړي چې د دین خبرې زده کړي امید دی چې داخلک هم ددغه فضیلت برخه وال وي ــ  مطلب دا چې د دیني علم حاصلولو لپاره چې هر کوښښ وشي لکه مستند دیني کتابونه او د هغوی په لوستلو هم اجر او ثواب دی په دې شرط سره چې دغه کتابونه مستند او د مستندو علماوو په مشوره غوره شوي وي لهذا هر وخت چې کومه ګړۍ په لاس درغله هغه غنیمت وګڼئ خپل معلومات ډېر کړئ او خپل ژوند ښایسته کړئ په دغه کار سره به په نیکیو کې مستقل ډیروالی راځي او بلخوا به د علم په قیمتي جامه کې انسان ورځ تربلې نور هم ننوځي.

ليکوال : استاد نورالله خان

د علم فضيلت

https://dawat610.com/archives/3563

 

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً