د رضاعي ورور د نورو وروڼو سره د هغه د رضاعي خور نکاح

 دان لاین اسلامی لارښود ټولو کارکونکوته! اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته له الله تعلی څخه وتاسی ټولو ته دعظیم اجر غوښتونکی یم چی داسی یو لوی کار ته مو ملا تړلی ده او د ډیرو خلګو مشکلات مو ور حل کړی دی.هیله ده چی زما پوښتنه راته ځواب کړی یوځلی می مخکی هم تاسی ته لیږلی وو خو ځواب می پیدا نه کړ. کچیری یوهلک د یوی ښځی شیدی خوړلی وی نوایا پدی صورت کی ددی هلک د نورو وروڼو نکاح ددی جینی چی له هلک سره یی شیدی خوړلی دی له نورو خوندو سره (د رضاعی خور او ورور د نورو خوندو او وروڼو) نکاح سره صحی ده او کنه.

په درنښت
عبدالبصیر

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کوم هلک چې د کومې ښځې شېدې رودلي وي هغه ښځه يې رضاغي مور ګرځي د هغې ښځې له لوڼو سره يې نکاح نه کيږي ځکه هغوی يې رضاعي خويندې دي .

مګر د دغه هلک له نورو وروڼو سره يې نکاح صحي کيږي ځکه هغوی د رضاع حرمت نه ورسره لري .

«(‌و  تحل اخت اخیه  رضاعاً‌) یـصح  اتصاله بالمضاف ‌کان یکون  له اخ  نسبی له اخت  رضاعیة‌، و بالمضاف الیه ‌کان  یکن لاخیه رضاعاٌ اخت  نسبا و بهما و هو  ظاهر»‌.(الدر المختار مع الرد:2/442)

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً