د اخلاص اهميت او فضيلت (دريمه برخه)

بسم الله الرحمن الرحيم

اخلاص او د نیت خالصوالي په خبرو،کړنو، ښکاره او پټو اعمالو کې(دریمه برخه)

نبي صلي الله علیه وسلم فرمایي:

وَعَنْ أبي يَزِيدَ مَعْنِ بْن يَزِيدَ بْنِ الأَخْنسِ رضي الله عَنْهمْ، وَهُوَ وَأَبُوهُ وَجَدّهُ صَحَابِيُّونَ، قَال: كَانَ أبي يَزِيدُ أَخْرَجَ دَنَانِيرَ يَتصَدَّقُ بِهَا فَوَضَعَهَا عِنْدَ رَجُلٍ في الْمَسْجِدِ فَجِئْتُ فَأَخَذْتُهَا فَأَتيْتُهُ بِهَا. فَقال: وَاللَّهِ مَا إِيَّاكَ أَرَدْت، فَخَاصمْتُهُ إِلَى رسول اللَّهِ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم فَقَالَ: «لَكَ مَا نويْتَ يَا يَزِيد، وَلَكَ مَا أَخذْتَ يَا مَعْنُ » رواه البخاري.

له ابو یزید معن بن یزید بن الاخنس رضي الله عنه څخه روایت دي فرمایي چې: زه، زما پلار او زما بابا ټول د نبي علیه السلام اصحاب وو او ویې فرمایل: زما پلار ابو یزید څو دیناره یوه شخص ته په مسجد کې ورکړه تر څو هغه مستحقو کسانو ته صدقه ورکړي، زه ورغلم او هغه دینارونه مې واخیستل او پلار ته مې راوړل، پلارمې را ته وویل قسم په الله ما نه غوښتل چې دا پیسې تا ته درکړل شي او زه د نبي صلي الله علیه وسلم حضور ته را غلم او د خپل پلار شکایت مې نبي علیه السلام ته وکړ، نبي علیه السلام وفرمایل: اې یزیده تا ته د خپل نیت مطابق ثواب رسیږي، او اې معن ته د هغه روپو څښتن یې چې اخیستې دې دي.

په دغه مبارک حدیث شریف کې څو ټکو ته اشاره شوې ده:

  • دا چې د الله جل جلاله د نعمت او ورکړې یادونه روا او جایز ده.
  • حاکم ته د دعوی وړل اګر چې د زوي او پلار په مینځ کې وي جایز ده او دا په عقوق او نافرمانۍ کې نه راځي.
  • او دا چې د صدقاتو د ورکولو لپاره نماینده یا وکیل نیول کیداي شي.
  • صدقه کوونکي ته د خپل نیت او اخلاص مطابق مطابق ثواب رسیږي په داسې حال کې چې ده کوشش کړي وي چې مستحق ته ورسیږي اګر که بیا معلومه شي چې مستحق ته نه دي رسیدلې.

بل حدیث شریف کې نبي صلي الله علیه وسلم فرمایي:

وَعَنْ أبي هُريْرة عَبْدِ الرَّحْمن بْنِ صخْرٍ رضي الله عَنْهُ قال: قالَ رَسُولُ الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: «إِنَّ الله لا يَنْظُرُ إِلى أَجْسامِكْم، وَلا إِلى صُوَرِكُم، وَلَكِنْ يَنْظُرُ إِلَى قُلُوبِكُمْ وَأَعمالِكُمْ » رواه مسلم.

ابوهریرة عبدالرحمن بن صخررضي الله عنه فرمایي وایي چې:

انحضرت صلي الله علیه وسلم وفرمایل: په تحقیق سره الله جل جلاله ستاسې اجسامو او صورتونو ته نه ګوري، بلکه ستاسې زړونو او عملونو ته ګوري.

دا حدیث په دې دلالت کوي چې انسان ته د خپل نیت، اخلاص او عمل ثواب رسیږي، څومره چې اعمال د الله جل جلاله د احکامو او د نبي صلي الله علیه وسلم د طریقې مطابق او اخلاص سره تر سره شي وزن به یې د میزان په تله کې په هماغه اندازه زیات وي.

نور بیا….

آن لاين اسلامي لارښود

 

 

 

 

 

 

 

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً