د واده مخکې له خپلې ښځې سره خبرې او ملاقات جايز دي ؟

سلام د اسلامی سایت کار کوونکو ته وړاندی کومه او وروسته له سلامه زه یو سوال لرم هغه دا ده چه ما شیرنې خوري و کړه او هم زما نکاح یا حجاب او قبول وشو نو ایا زه اوس کولای شم چه له خپلی میرمنی سره شپه تیره کړم ناسته او پاسه وکړم
د جواب په انتظار
مننه بصیراحمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د عقد نکاح (ايجاب او قبول ) نه وروسته او د زفاف (واده شپې) نه مخکې ټول هغه څه چې د سړی د پاره له خپلی ښځې سره رواه وي جايز دي .

مګر غوره دا ده چې سړی تر هغه صبر وکړي تر څو واده يې تر سره شي که سړی غواړی له خپلی منکوحي سره يې ملاقات ،تېلفوني خبرې وکړي يا يې ديدار ته ورشي او مجلس ورسره وکړي غوره دا ده چې د هغې د کورنۍ په اجازه وي او پټ تماسونه او پټ ملاقات ښه نه دي د خطر ويره لري ځکه احتمال لري ښځې له هغه څخه حمل واخلي او دغه د زفاف (واده ) نه مخکې حمل کيدای شي خدای مه کړه سوء ظن وګرځې او کيدای شي ميړه له نزديکت څخه منکر شي نو ددی کار عواقب خطر ناک دي .

په سړی لازمه ده چې د زفاف تر وخته پورې صبر وکړي که له خپلی بی بی سره تماس او ملاقات کول غواړي نو د هغه د کورنۍ په حضور کې دی دا کار وکړي .

مجموع فتاوی او مقالات متنوعة (21/208) (البلدالحرام )

پوښتنه ايا د عقد نکاح نه وروسته او د زفاف نه مخکی له خپلی بی بی سره مباشرت يا کورواله کول رواه دي ؟

د خپلی بی بی سره د عقد نکاح نه وروسته او واده نه مخکی جماع کول او کورواله هيڅ شرعي ممانعت نه لري مګر څرنګه چې دا مسئله له عرف سره په ټکر او تضاد کې ده نو که چيرې ددی ويره وي چې د عقد نکاح نه وروسته او د زفاف نه مخکې به مشکل جوړ کړي دا کار به نه کوي ځکه د مفسد دفع کول پر جلب د مصلحت او منفعت مقدم دی .

وبالله التوفيق، و صلي الله علي نبينا محمد و آله وصحبه وسلم

دعلمي تحقيقاتو او افتا دايمي ټولنه (مکه مکرمه )

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 37 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً