د آن اسلام په حواله (ماکسنس باتی) فرانسوی سياستمدار او د ښي اړخ د افراطي حرب (مارين لوپن ) غړی مسلمان شو او د خپل حزب مشرانو ته يې يوه وديو ليږلې چې هغوی يې اسلام ته دعوت کړې دي .
د ماکسنس باني دغه عمل د مارين لوپن په ګوند چې د مهاجرت ضد ګوند دی دومره سخت تمام شوی دی چې د هغه غړيتوب يې له خپل ګونډ څخه موقوف اعلان کړی دی .
۲۲ کلن فرانسوی سیاستمدار د اسلام راوړلو په اړه وايي : زه د سپتامبر د يوولسمې د واقعې ورورسته د اسلام له دين سره آشنا شوم او په دې باره کې (د سپتامبر ۱۱) مې مختلف راپورونه ولوستل ، ماته دا واقعه هميشه شکمنه وه او تر پوښتنې لاندې را ته پرېښده .
د روان کال په اولو ورځو کې زما د انتخاباتي مبارزې پر مهال مې له يو محلي امام سره ليدنه وشوه او د هغه سره د اوږدو خبرو اترو وروسته مې اسلام قبول کړ .
باني زياتوي : زه يو کاتوليک مسيحي وم ، چې څو ځله مې انجيل لوستی دی او په هغه کې له زياتو تناقضاتو سره مخ شوی يم مګر د قرآن په لوستلو سره مې دا په لاس راوړل چې اسلام يو کامل او جامع دين دی .
هغه زياتوي : زه به کوښښ وکړم تر څو د اسلامي ضد تبليغاتو پر وړاندې له اسلام څخه دفاع وکړم ، کيدای شي ځنو هغو کسانو چې ما ته يې رايه راکړې ده زما له تصميم څخه نا خوښه وي مګر زه حاضر يم هغوی دا وضاحت ورکړم چې د اسلام له خصوصياتو څخه يو دا دی تر څو د ټولې نړۍ نارينه او ښځې سره متحد کړي .
تير کال د هالنډ يو افراطي سياسمدار په اسلام مشرف شو تفصيل دلته ولولئ :
https://dawat610.com/archives/6922
آن لاين اسلامي لارښود