اټکل کيږي تر 2050 کال پورې به اسلام د روسیه لومړی دين وي

اوس مهال اسلام د روسيې دوهم دين دی چې د 2001 کال د راپور له مخې دغه هيواد 20 ميليونه مسلمانان لري په دغه هيواد کې د اسلام چټک پرمختګ ته په کتو سره اټکل کيږي تر 2050 کال پورې به اسلام د روسيې لومړی دين وي .

د “رویترز” د شمېرنې له مخې مسلمانان د روسيه د ټول نفوس 1/7 حصه تشکيلوي .

د روسيه په اسلام دوښمن هيواد کې د اسلام چتک پرمختګ په داسې حال کې روان دی چې پرون ورځ د World Bulletin خبري سايټ راپور خپور کړ چې په روسیه کې د اسلامي کتابونو په خپرولو باندې د حکومت لخوا بنديز ولګول شو چې د روسيې د مسلمانانو له سخت غبرګون سره مخ شو .

تر اوسه پورې د روسيې دينې عالمان د شخصی څانګو او مؤسساتو له خوا روزل کيږي ، په طول د څو کلونو کې د روسيې ديني روحانيون د اسلام دوښمنو حملو لاندې راغلی دي په 2012 کال کې د دغه هيواد 6 کسه علماء د اسلام دوښمنو له لخوا په شهادت رسېدلي دي .

اوس مهال په روسيه کې د مسلمانانو آساسې مشکل د جوماتونو نشته والی يا کمبود دی .

سږ کال د لوی اختر په لمانځه کې د مسکو په لوی جامع جومات کې دوه لکه لمونځ کوونکو ګډون درلود .

https://www.youtube.com/watch?v=gyVqicy8Mg0

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً