د ښځو د حقوقو په اړه پر اسلام نیوکه او د هغې ځواب

یو کس چې ځانته تجدد خوښونکی وایي او فکر کوم چې د تسلیمه نسرین، سلمان رشدي او ځینې نورو غربي او کفري لیکوالانو او عقل ځپلي یهودي او عیسوي مبصرینو تر تاثیر لاندې راغلی، هغه داسې لیکنې کوي چې یوه مسئله یې هم له اسلام سره برابر نده او حتی په هیڅ یوې مسئلې کې د خپلې ادعا د ثبوت لپاره یې یو آیت یا یو حدیث هم ندی وړاندې کړی بلکه ټولې لیکنې او خبرې یې مقالې د درواغو متلونه فریب ورکونکې کیسې او افسانې دي. دا ډول خلک اوس ټولو ته معلوم دي، خو ځینې کړۍ دا هڅه کوي چې داسې خلک کله مشاور وټاکل شي کله ویاند کله د ځوانانو او کله د عالم په نوم یې مشهور کړي، ځینې خو دعوه ددې هم کوي چې ما په مصر کې درس لوستی او زه له نورو ډېر پوهیږم بیا ځینې یې له سعودي ځان فارغ بولي خو خولې او قلم څخه یې داسې ناروا خبرې راوځي. دا د هیڅ مسلمان شان نشي کېدای چې د اسلام په اړه ناسم فکر او ناسم دریځ غوره کړي، زه خو حیران یم چې دا ډالر او کفري نړۍ او هلته ژوند کول دغو خلکو ته له الله تعالی او خوږ اسلامي دین څخه هم ښه دي!!! غواړي په داسې لیکنو له کفري نړۍ امتیازات واخلي او هلته ورته سیاسي پناه ورکړي، خو بیا هم مځکه د الله تعالی ده آیا دا کس به اروپا یا امریکا کې د  الله تعالی له عذاب څخه خلاصون ومومي؟ آیا امریکا او اروپا به دا ډول خلک د الله تعالی له عذاب څخه وژغوري؟ د الله پخاطر او د هغې سترې ورځې پخاطر چې د قیامت ورځ ده خپل دین په پیسو مه پلورئ او دین په دنیا مه قرباني کوئ. له دین څخه انحراف او مخ اړول جرم دی او د مجرمانو په اړه الله تعالی فرمایي:   وَتَرَى الْمُجْرِمِينَ يَوْمَئِذٍ مُّقَرَّنِينَ فِي الأَصْفَادِ یعني: او ته به د قیامت په ورځ دغه مجرمان ګنهکاران و وینې چې یو له بل سره به په ځنځیرونو یا زولنو تړل شوي وي.

الله تعالی د قرآنکريم په زياتو آياتونو کې د ښځو او چت مقام او عظمت بيان کړيدی چې د هغې جملې څخه د يو څو آياتونو په بيانولو سره زه اکتفا کوم چې په لاندې ډول دي:

لکه څرنګه چې ښځه يوه عزتمند مخلوق دی او د نارينه و لپاره د سکون او آرامي وسيله ده همدارنګه ښځه هغه قيمتي او اوچت نعمت دی چې د ځامنو او لمسيانو وسيله ده الله تعالی فرمایي : (( والله جعل لکم من انفسکم ازواجا وجعل لکم من ازواجکم بنين وحفده ))   (سورة النحل آيت ٧٢ )

ژباړه : الله تاسې ته ستاسې د جنس څخه ښځې پيدا کړي او ستاسو د ښځو نه یې  تاسې ته ځامن او لمسيان پيدا کړي .   انساني ټولنه الله تعالی د ښځو او نارينه و نه جوړ کړيدی او د ځمکې په سر د انسان پاتې کيدل او له منځه تلل د ښځو او نارينه و دواړو پورې تړلي دي که يو جنس نه وي نو بشريت جنس له منځه ځي .

الله تعالی فرمائي : (( يا ايها الناس انا خلقناکم من ذکر وانثی )) (سورة الحجرات آيت ١٣)

ژباړه: ای خلکو مونږه تاسې د يو نر (آدم ) او يوې ښځې ( حوا ) نه پيداکړي ياستئ ښځه د انسانانو ترمنځ د نږدې والي او دوستي يوه مهمه وسيله ده الله تعالی فرمایي (( وهوالذي خلق من الماء بشرا فجعله نسبا وصهرا ))   ( سورة الفرقان آيت ٥٤)  ژباړه : او الله تعالی هغه ذات دی چې بشر  یې د اوبو نه پيدا کړيدی او بيا یې ګرځولی دی خاوند د نسب او سخرګنۍ. او دا معلومه خبره ده چې دسخرګنۍ او زومولي قرابت  د ښځو په واسطه منځ ته راځي .

امام احمدبن حنبل او امام نسائی رحمهما الله دانس رضي الله عنه څخه روايت کړيدی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي دي : (( حبب الی من الدنيا النساء والطيب وجعلت قرة عينی فی الصلاة ))  (مشكوة صفحه ٤٤٩ ). ژباړه : د دنيا څخه ماته ښځې او خوشبويی محبوب شويدي او ځما د سترګو يخوالی په لمانځه کې ګرځول شوی دی.

امام مسلم رحمه الله د عبدالله بن عمرو رضي الله عنه نه روايت کړيدی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي دي:  الدنيا متاع وخير متاعها المراة الصالحة. (مشكوة صفحه ٢٦٧ )  ژباړه : دنيا يوه شتمني ده او غوره شتمني د دنيا صالحه ښځه ده.

راځم خپلې موضوع ته، دغه کس چې پر میراث او وېش باندې نیوکه کړې فکر کوم چې هغه کس له قرآن او سنت څخه بلکل بې خبره او پر اسلام هیڅ نه پوهیږي. لاندې یو څو آیتونه له ژباړې سره ستاسو مخته وړاندې کوم چې اسلام د میراث او نور وېش په اړه څه وایي….

 لِلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالأقْرَبُونَ وَلِلنِّسَاءِ نَصِيبٌ مِمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالأقْرَبُونَ مِمَّا قَلَّ مِنْهُ أَوْ كَثُرَ نَصِيبًا مَفْرُوضًا (٧)  شته نارينه ؤ لره (هم لوى وي که واړه) نصيب د دوى له هغه ماله چې پريښی وي موراو پلار او خپلوانو او شته ښځو لره (هم  لويې وي که وړې) نصيب (برخه) له هغه ماله چې پريښی وي مور او پلار او خپلوانو له هغه (مبلغه) چې لږ وي له دې ماله او که ډير وي؛ نصيب (برخه) مقرر کړې شوې (له طرفه  د الله نه)

بل ځای فرمایي:  وَإِذَا حَضَرَ الْقِسْمَةَ أُولُو الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينُ فَارْزُقُوهُمْ مِنْهُ وَقُولُوا لَهُمْ قَوْلا مَعْرُوفًا (٨)

اوکله چې حاضرشي قسمت (ميراث) ته خاوندان دخپلوۍ (چې وارثان نه وي) اويتيمان اومسکينان نو روزي ورکوئ تاسې دوى لره له هغه (ميراثه) او ووايئ تاس دوى ته خبرمعروفه (خوږه معقوله)

بل ځای فرمایي: وَلْيَخْشَ الَّذِينَ لَوْ تَرَكُوا مِنْ خَلْفِهِمْ ذُرِّيَّةً ضِعَافًا خَافُوا عَلَيْهِمْ فَلْيَتَّقُوا اللَّهَ وَلْيَقُولُوا قَوْلا سَدِيدًا (٩)

او ودې ويريږي (د يتيمانو پر ضياع) هغه وصيان که پريږدي دوى پس له (مرګه) خپل اولاد ضعيفان (نو) ويريږي به دوى په دغو (اولادونوچې وروسته له موږ به دوى هم همداسې شي) پس ودي ويريږدي دوى له الله څخه او ودې وايې دوى ته خبره سمه خوږه.

بل ځای فرمایي: إِنَّ الَّذِينَ يَأْكُلُونَ أَمْوَالَ الْيَتَامَى ظُلْمًا إِنَّمَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ نَارًا وَسَيَصْلَوْنَ سَعِيرًا (١٠)

بېشکه هغه کسان چې خوري دوى مالونه ديتيمانوپه ظلم سره (بې له شرعي اذنه) خبره داده چې خوري دوى په (ډکو) ګيډوخپلوسره اور؛اوژربه ورسيږي (ننه به وځي ) دوى اورسخت ته.

بل ځای فرمایي:  يُوصِيكُمُ اللَّهُ فِي أَوْلادِكُمْ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الأنْثَيَيْنِ فَإِنْ كُنَّ نِسَاءً فَوْقَ اثْنَتَيْنِ فَلَهُنَّ ثُلُثَا مَا تَرَكَ وَإِنْ كَانَتْ وَاحِدَةً فَلَهَا النِّصْفُ وَلأبَوَيْهِ لِكُلِّ وَاحِدٍ مِنْهُمَا السُّدُسُ مِمَّا تَرَكَ إِنْ كَانَ لَهُ وَلَدٌ فَإِنْ لَمْ يَكُنْ لَهُ وَلَدٌ وَوَرِثَهُ أَبَوَاهُ فَلأمِّهِ الثُّلُثُ فَإِنْ كَانَ لَهُ إِخْوَةٌ فَلأمِّهِ السُّدُسُ مِنْ بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصِي بِهَا أَوْ دَيْنٍ آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَاؤُكُمْ لا تَدْرُونَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ لَكُمْ نَفْعًا فَرِيضَةً مِنَ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا (١١)  حکم کوي تاسې ته الله په (حق دميراث د) اولادستاسې کې چې شته نارينه لره (له ميراثه) په مثل د برخې د دووښځو ، نوکه وو دا(اولاد خالصې) ښځې پورته له دووڅخه (يادوې) نو (شته) دوى لره دوه ثلثه (دوې دريمې برخې) دهغه مال چې پريښى وي (مړي) اوکه وه دا (مولوده لور) يوه نو هغې لره نصف (يعنې نيمايي د ترکې دى)؛ اوشته موراوپلار دده (مړي) ته له پاره د هر يوه له دې دواړو سدس (شپږمه برخه) له هغه مال چې پريښى وي (مړي) که وي مړي لره ولد(ځوځات)، نوکه نه وي ده لره ولد(ځوځات) حال داچې ميراث اخلي له ده (مړي څخه يواځې ) مور او پلاردده نو دى مور دده لره ثلث (دريمه برخه د ترکې او نور ټول دپلار دي) .نوکه وي مړي لره وروڼه (ياخويندې) نو شته مور دده  لره سدس (د ترکې شپږمه برخه) پس له (اداء کولو د) وصيت څخه چې وصيت وکړي ميت په هغه سره يا پس (له اداء کولو) ددين څخه): پلرونه ستاسې اوزامن ستاسې نه پوهيږئ تاسې چې کوم يو له دوى زيات نږدې دى تاسې ته له جهته د نفعې، (دا برخې فرض شوي دي) مقرره برخه له (جانبه) د الله ؛ بېشکه چې الله دى ښه عالم (په ټولواحوالو)  ښه حکمت والا چې هرکار په تدبيراومصلحت سره کوي.

بل ځای فرمایي: وَلَكُمْ نِصْفُ مَا تَرَكَ أَزْوَاجُكُمْ إِنْ لَمْ يَكُنْ لَهُنَّ وَلَدٌ فَإِنْ كَانَ لَهُنَّ وَلَدٌ فَلَكُمُ الرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْنَ مِنْ بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصِينَ بِهَا أَوْ دَيْنٍ وَلَهُنَّ الرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْتُمْ إِنْ لَمْ يَكُنْ لَكُمْ وَلَدٌ فَإِنْ كَانَ لَكُمْ وَلَدٌ فَلَهُنَّ الثُّمُنُ مِمَّا تَرَكْتُمْ مِنْ بَعْدِ وَصِيَّةٍ تُوصُونَ بِهَا أَوْ دَيْنٍ وَإِنْ كَانَ رَجُلٌ يُورَثُ كَلالَةً أَوِ امْرَأَةٌ وَلَهُ أَخٌ أَوْ أُخْتٌ فَلِكُلِّ وَاحِدٍ مِنْهُمَا السُّدُسُ فَإِنْ كَانُوا أَكْثَرَ مِنْ ذَلِكَ فَهُمْ شُرَكَاءُ فِي الثُّلُثِ مِنْ بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصَى بِهَا أَوْ دَيْنٍ غَيْرَ مُضَارٍّ وَصِيَّةً مِنَ اللَّهِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَلِيمٌ (١٢)

او شته تاسې ته نيم د هغه مال چې پريښى دى ښځوستاسې که نه وي دې ښځولره ولد(ځوځات) نوکه وي دې ښځولره ولد(ځوځات) نو تاسې لره شته (څلورمه) برخه له هغه ماله چې پريښى وي دې ښځوپس (له اداکولو) د وصيت نه چې وصيت کړى وي (دې  ښځو) په هغه سره يا (پس له اداکولو د)دين څخه (چې وي په دې ښځو) او شته دې ښځولره څلورمه برخه له هغه ماله چې پريښى وي تاسې که نه وي تاسې لره ولد(ځوځات) نوکه  ؤ تاسې لره ولد(ځوځات) نودى دې ښځولره ثمن (اتمه برخه) له هغه ماله چې پريښى وي تاسې پس له اداکولو د وصيت چې وصيت کوئ تاسې په هغه سره يا پس له اداکولو د دين (چې وي  پر تاسې اى ميړونو!) اوکه ؤ يو سړى چې ميراث ترې وړل کيږي کلاله (بې ولده بې والده) ياښځه وه (همداسې کلاله) حال داچې وي دى مړي لره (يو اخيافي) ورور يا (اخيافي) خورپس شته هريوه لره له دې (اخيافي) ورور او خوره سدس (شپږمه برخه د ترکې)، نو که وو (وروڼه خويندې د کلالې )زيات له دغه (يو ورور او خور څخه) نودوى (ګرد) سره شريکان دي په ثلث (دريمه برخه د ترکې) کې وروسته له (اداء کولو د) وصيت چې وصيت کولى شي په هغه سره يا پس (له اداء کولو) د دين په دې حال کې چې (نورو ته ) نقصان ونه رسوي (په دې وصيت کې) وصيت کوي الله تاسې ته وصيت له (جانبه) د الله؛ او الله  ښه عالم دى (په ټولواحوالو) ډيرتحمل والا(په تاخير د عقوبت له پاره دانابت ).

بل ځای فرمایي:  تِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ يُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الأنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ (١٣)  دا(د يتيمانو،ميراثونو، وصيت  او د دين تير شوي حکمونه) حکمونه د الله دي؛ او هر څوک چې ومني حکم د الله او د رسول دده نوداخل به کړي الله دغه (مطيع په هسې ) جنتونوکې چې بهيږي له لاندې د (ماڼيو او ونو د) هغو ويالي هميشه به وي (دوى ) په دې (جنتونو)کې؛ او دا (ننوتل جنت ته) مرادموندل (برى) دى ډير لوى.

د معتدي او تیري کوونکي په هکله هم الله سبحانه وتعالی فرمایي: وَمَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَتَعَدَّ حُدُودَهُ يُدْخِلْهُ نَارًا خَالِدًا فِيهَا وَلَهُ عَذَابٌ مُهِينٌ (١٤)  او هر څوک چې نافرماني کوي د الله او د رسول دده او وځي له حدودو د الله  نو داخل به کړي (الله ) دغه (معتدى) اورته چې هميشه به وي (دى) په هغه (اور د دوزخ) کې او(شته) ده ته عذاب ډيرسپک کوونکى.

اسلام د ټولنې د هر وګړي حق خوندي او بیان کړی، یو له دغو خلکو چې ډېر مستحق او وړ دي هغه یتیمان دي دهغو په اړ قرآن داسې فرمایي:  وَآتُوا الْيَتَامَى أَمْوَالَهُمْ وَلا تَتَبَدَّلُوا الْخَبِيثَ بِالطَّيِّبِ وَلا تَأْكُلُوا أَمْوَالَهُمْ إِلَى أَمْوَالِكُمْ إِنَّهُ كَانَ حُوبًا كَبِيرًا (٢) او ورکړئ (اى د يتيمانو اولياؤ!) يتيمانوته مالونه د دوى (پس له  رشده) او بدل مه اخلئ تاسې خبيث (بد،حرام مال) په طيب (ښه ،حلال مال!) او مه خورئ تاسې مالونه  د دوى (يعنې د يتيمانوګډ) له مالونوخپلوسره (اى وليانو! او وصيانو!)؛ بېشکه دا (د يتيمانو د مال خوړل) ده ګناه لويه..

له دغو آیتونو ښکاره معلومیږي چې اسلام د میراث په هکله او عادلانه وېش په اړه چې څومره واضحه تګلاره لري د نړۍ بل هیڅ قانون او کتاب ورته رسېدای نشي، اسلام او قانون د میراث په هکله اوس ډېر کتابونه او مضامین لیکل شوي حتی د نړۍ په سطحه د مختلفو ادیانو پیروانو هم د اسلام د اقانون د میراث ستایلی او دایې یو مکمل قانون یاد کړی، که تاسو د عیسویانو او نور ادیانو د میراث وېش یا نور حقوق ولولئ نو درته جوته به شي چې د هغوی قوانین ډېرې نیمګړتیاوې لري، په همدا عصري او پرمختللې امریکا کې ډېرې لږ ښځې یا پیغلې به وي چې یو ځل به یې واده کړی وی بلکه په ملیونو داسې پيغلې او ښځې شته چې یو دوه یا حتی درې میړونه یې طلاق کړي هلته ښځه هم د طلاق ورکولو حق لري او په مال کې نیمه شریکه هم ګڼل کیږي، کومې ستونزې چې په کفري نړۍ کې د میراث په اړه شتون لري هغوی یې هیڅ حل نلري او خپله که امریکایان دي او که اروپایان یا نور کفار دوی ټول په دغه برخه کې ډېرې ستونزې لري او خپله اقرار کوي چې د دوی قوانین په دغه برخه کې بلکل پاتې راغلي. ښه چې د کفری نړۍ پوه خلک او د هغوی مبلغین او قانون جوړونکي د اسلام په اړه مثبت نظرونه لري او وایې چې اسلام د ژوند یو کامل نظام او د ژوند بشپړ قوانین لري خو متاسفانه هغه خلک چې ځانته مسلمانان هم وایي د اسلام په اړه ناسمې لیکنې او ناسم دریځ غوره کوي. د مثال په توګه ځینې حقوق چې اسلام ښځو ته ورکړي په لاندې توګه ذکر کوم.

اسلام ښځو ته  د زينت ( ځان سينګارولو ) حق، د عفت دساتلو حق، د احترام او کرامت حق، د تعلیم حق، د ښه کرداراورفتار او ښه معاملې حق، د کوروالې درازونو دساتنې او د جماع ( کوروالې ) حق، د عدالت حق، په کورني کارونو کې دمرستې حق، د ښځې د خپلوانو احترام کول، د مشورې حق، د مريضی په حالت کی د ښځې د علاج حق، د انتقاد حق، د ميراث حق، د کار او ملکيت حق،  د خلع حق، د سلام حق، د لباس ( جامه ) حق، دمسکن ( د اوسيدو ځاې کور ) حق، د مهر حق، د نفقې حق دا د ښځو حقوق دي اوس داسې کوم قانون او کوم دین دی چې له اسلام څخه یې ښه او ډېر حقوق ورکړي وي. که څوک زموږ پر لیکنه نیوکه کوي یا پر هغو حقوقو چې اسلام ښځو ته ورکړي پر هغو نیوکه کوي نو موږ چمتو یو چې په هر ځای او هر میدان کې دغو خلکو سره کینو او علمي بحث ورسره وکړو خو چې څوک خپله نه په غربي قانون سم پوه وي او له اسلام څخه بلکل بې خبره وي که هغوی داسې نیوکې کوي یا داسې مسایل چې اصلاً له هغوی سره هیڅ اړیکه نلري، نو دا کار ما ته یو ناروا او شوم  پلان ښکاري.

ای کاش دغه منحرف لیکوال د اسلام په اړه ډېر څه لوستي وای بیا یې قضاوت کړی وای خو دی د یهودي مارک زوکربرګ تګلاره عادلانه بولي، چې دا ډول تګلاره یا نظر د نوموړي د خطرناکو افکارو ګواهي ورکوي.

زه نه پوهیږم چې یهودیانو او نورو کفارو په کوم ځای کې عدالت تأمین کړی دغه مجید قرار او نور ملګري یې چې د یهودو، نصاراوو، مشرکینو او نورې کفري نړۍ صفت کوي موږ ا وتاسو وکتل چې یهودیانو له مظلومو فلسطینیانو سره څه ونکړل، د هغوی په زرګونو کورونه یې ویجاړ کړل، په زرګونو خلک یې ووژل او مظلوم فلسطیني وګړي د ډار او وحشت ژوند سره مخامخ دي. زما او د ډېرو وروڼو په باور د جاوید احوار او مجید قرار دا ډول څرګندونې یو ډول تشبیهات لري او فکر کوم چې دوی له یو ځای خړوبیږي او پلان یې مشترک دی، یوه خو هغه دي اغزي وشیندل او وتښتیده او بل هغه دی کابل کې ناست دی هیڅوک ورته څه نشي ویلای. آخر موږ له شته نظام څخه د څه شي توقع یا د کوم خیر غوښتنه ولرو چې نه د اسلام دفاع کولی شي او نه نور خلک پریږدي چې د اسلام دفاع وکړي، زه فکر کوم چې د پغمان له پیښې د جاوید احوار او مجید قرار جرم څو برابره ډېر دی باید دا خلک ونیول شي او علني محکمه پرې دایره شي ترڅو نور خلک د اسلام په اړه د داسې ګستاخي کولو جرئت ونکړي.

 اسلام یو کامل دین دی او هغه خلک چې له اسلام څخه وځي او بل دین غوره کوي د هغوی په اړه  الله سبحانه وتعالی داسې فرمایي: وَمَنْ يَبْتَغِ غَيْرَ الإسْلامِ دِينًا فَلَنْ يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ (٨٥) او هر څوک چې غواړي غير له اسلامه (چې توحيداو الله احکاموته انقياد دى) بل دين نوله سره به ونه منل شي له ده نه ؛حال داچې وي به دى په آخرت کې له زيانکارانو(چې د اسلام د پرېښودلو په سبب به تل په دوزخ کې پاتې کيږي).

استاد انجینر نورالله خان احمدزی

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً