امريکا په ۷ نورو ايالتونو کې د همجنس بازۍ قانون تصويب کړ

د همجس بازۍ شرعي حکم او په دې اړه زمونږ غبرګون

د مشرق په حواله ، (اريک هولډر) په نوم امريکايي قاضي د جمعې په ورځ د خپلې بيانيه له لارې اعلان وکړ چې د همجنس بازی واده په نورو اوو ايالتونو کې په رسميت پيژندل کيږي .

د دغه تصويب په صدور سره د امريکا د ۵۰ ايالتونو څخه په ۲۶ ايالتونو کې همجنس بازي او د همجنسو واده کول رسمي بڼه خپله کړه او د دوی د پاره به ټول هغه حقوق او آسانتياوې وي کوم چې نورو ودونو لپاره وي .

(آسوشیتدپرس ) پخپل راپور کې د امريکا د عمومي قاضي څخه نقل کوي چې : د همجنس بازو په ودونو کې به هيڅ کتاهي نه تر سره کيږي د امريکا د همجنس او غير همجس د پاره به برابر قوانين په نظر کې نيول کيږي .

د امريکا هغه ايالتونه چې دغه قانون پکې تصويب شو دا دي : «ایندیانا»، «اوکلاهاما»، «اوتا»،‌ «ویرجیانا»، «ویسکونسین»،‌«کلارادو» او «نوادا».

په دې اړه د اسلامي لارښود غبرګون ولولئ

https://dawat610.com/archives/7098

همجنس بازي څه حکم لري ؟

https://dawat610.com/archives/7737

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً