د مسلمان په کور کې خطرناکه شيطاني مډيا

د ډير افسوس ځای دی چې نن د ډيرو مسلمانانو په کورونو کې شيطاني مډيا شتون لري که څه هم د مسلمانې دعوې يې ډيرې اوچتې وي

دا زهرجني شيطاني خپرونې اوس هر چا ته څرګندې دي لکه : ځنې تېلويزيونه او راديوګانې ، انترنيټ پاڼط او نور چې خپرونې يې د شيطاني ورکشاپ حيثیت لري او همدارنګه د فاحشو او لوڅو فلمونو او سريالونو آزاد بازار او خرڅلاو چې مسلمانو کورنيو ته وړل کيږي او د الکترونيکي وسائلو له لارې کتل کيږي.

♣♣♣♣♣♣♣

دا شيطاني زهرجني خپروني د هر مسلمان او هرې مسلمانې کورنۍ په عقيدوي او اخلاقي تربيه سخت بد اثر لري چې اوس مهال يې په ټولنه کې بد اثرات هر چا ته څرګند دي او اکثره په دې عقېده دي چې دا خپرونې سختې خطرناکي دي ، خو ځنې کسان چې د دين څخه نا خبره او مال او منزلت نشه کړي دي د دليل په ټوګه داسې وايي :

که څه هم د دغو تلويزيونو په برنامو او سريالونو کې بې حجابې شته خو بيا هم مونږ له هغه څخه کورنۍ ژوند زده کوو .

استعفرالله دې جاهلانه دليل ته وګورئ ! له هغو هندوانو څخه کورنۍ ژوند زده کوي چې هغوی لا هم د غوسي عبادت کوي او له هغو هندوانو څخه کورنۍ ژوند زده کوي چې سوونه کاله پر هغوی باندې افغانانو حکومت کړی دی .

وشرميږه ! ته چې د مسلمانۍ دعوه کوې او د لوی څښتن (جل جلاله ) عبادت کوې نو بيا ولې په اسلام کې کورنۍ ژوند نه زده کوې چې د هغه پر ځای يې د غوسي د عبادت کوونکي څخه زده کوې ، څومره د شرم ځای دی .

د غوسی عبادت کوونکي مشرکان او بت پرستان به ستا په کورني کې داسې د بې شرمۍ ، بد اخلاقۍ او له خاوند او والدينو څخه د بغاوت کولو داسې تخم وشيندي چې بيا به يې اصلاح ستا د وس څخه بهر وي لکه اوس چې بهر ده په پوره مظلوميت کې ژوند کوې.

د قرآن او سنتو سپېڅلي اسلامي شريعت څخه نه شرميږې دا دې ټول شاته کړل د مشرکينو کفارو څخه کورنۍ ژوند زده کوې او د هغوی تقليد کوې او بيا د مسلمانۍ او بزرګۍ اوچتې دعوې هم کوې .

♣♣♣♣♣♣♣

بله ډله خلک د دليل په توګه وايي : په دې کې خو څه کټور شيان هم شته ، څه ديني مسائل پکې بيانوي او ملا او مفتي صاحب ديني مسائل بيانوي او قاري د قرآن تلاوت هم کوي نو مونږ ځکه دغه خپرونې ګورو

خو که احياناً په دغه شيطاني ورکشاپونو کې څه د دين او عبرت خپرونې کيږي هغه هم د عام مسلمانانو د غلولو او تيرايستلو د پاره تر سره کوي تر څو د خلکو د مخالفت مخه ونيسي .

لکه د طلوع د شيطاني ورکشاپ تېلويزون چې خپله ليکلي دي :

شیوهٔ آزاد این تلویزیون در پخش موسیقی در اوایل موجب بروز مخالفت‌هایی در محافل مذهبی افغانستان گردید بطوریکه برای مثال پس از افتتاح فرستنده زمینی این تلویزیون در شهر هرات جمعی از نماز گزاران در مسجد جامع هرات به گفته خودشان برای غروب تلویزیون طلوع دست به دعا برداشتند. پس از ماجرای محکوم شدن تلویزیون افغان که خلاف اصول اسلامی تشخیص داده شد، بیشتر شبکه‌های خصوصی افغانستان اقدام به خودسانسوری ی برنامه‌های خود کردند و تلویزیون طلوع نیز از این قائده مستثنا نبود.

اخیرا تلویزیون طلوع اقدام به پخش برنامه‌ای مذهبی کرده‌است تا حدودی از مخالفت‌ها بکاهد اگرچه شدت مخالفت‌ها نیز کم شده و مخالفین طلوع تا حدودی با شرایط جدید رسانه ای افغانستان کنار آمده‌اند.

اوس چې چا ته د دغو شيطاني ورکشاپونو د زهرجنو خپرونو يادونه وکړې ، نو هغوی د خپل دليل د پاره وايي : په هغه کې ځېنې ديني او مذهبي خپروني هم شته ، د قران قرائت هم شته .

مسلمانانه وروره ! دغه لږ لږ مذهبی خپروني يې ستا د غلولو لپاره ځای پر ځای کړي دي که نه هغه اصلاً ستا د دين او کلتور نړول غواړي .

♣♣♣♣♣♣♣

مسلمانانه وروره د کورنۍ مسئوله ! دا څرګند حقيقت دی چې هيواد مو د کفارو لخوا اشغال شوی دی هر ډول فتنو او منکراتو ته ښه زمينه مساعده ده ، خو واورئ چې د الله تعالی د جانبه پر مونږ باندې امتحان دی ، مسلمان د خپلې کورنۍ پر وړاندې مسئول دی

ښايې چې خپل ځان او خپل اهل عيال د دوزخ د اور څخه بچ کړې .

ځکه الله تعالی فرمايي : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَاراً (ای مؤمنانو خپل ځانونه او خپل اهل عيال مو د دوزخ له اوره وساتئ ) .

که د الله تعالی رضا او د اور څخه نجات غواړئ نو بيا صبر وکړئ او له ناروا امرو څخه پرهيز وکړئ .

په دې کې شک نشته چې ټول ناروا کارونه څه مؤقتي خوند لري خو ګورئ پايلې يې ډير خطرناکې دي .

چا چې د ناروا کارونو څخه ځان وساتلو الله تعالی به هغه ته په دنيا کې مطمئن او خوشحاله ژوند ورکړي په آخرت به يې له سخيو وژغوري او د الله تعالی لوی مېلمستون (جنت ) ته به داخل شي .

*نَحْنُ أَوْلِيَاؤُكُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الْآخِرَةِ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَشْتَهِي أَنْفُسُكُمْ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَدَّعُونَ ] (فصلت: 30، 31) .

مونږ په دنيا کې ستاسې دوستان يو او په آخرت هم او په جنت کې به تاسې ته ټول هغه څيزونه وي چې تاسې يې هيله وکړئ او ټول هغه څه به مو په مخکې وي چې تاسې يې وغواړئ.

♣♣♣♣♣♣♣

مسلمانانو وروڼو ! بې ځايه حېلې او بهاني مه جوړوئ له خپل کور څخه مو شيطاني مډيا لرې کړئ ، د شیطان ، نفسي خواهشاتو د دوستۍ پر ځای له الله تعالی سره خپله دوستي ټينګه کړي ځکه چې دا هر څه فاني دي بقا نه لري.

د الله تعالی له نيولو څخه ووېرېږئ ، ولې د عذاب او نيولو څخه ډاډه ياست ولی پر خپلو بدو کړو نه ژاړئ ولی خپل رب (جل جلاله ) رجوع نه کوئ ځکه چې د هغه په لوري مو ورتګ دی .

که هغه (جل جلاله ) مو له خپل رحمت څخه ورټي نو بيا به څه کوو ، چېرې به ځو او چا ته به پنا وړو ، ګورئ د پنا بل هيڅ ځای نه لرو زمونږ د پاره خو د پنا همدا يو دربار دی .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً