جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : « سيأتي على الناس سنوات خداعات يصدق فيها الكاذب و يكذب فيها الصادق و يؤتمن فيها الخائن و يُخَوَّن فيها الأمين و ينطق فيها الرويبضة . قيل : و ما الرويبضة ؟ قال : الرجل التافه يتكلم في أمر العامة » (السلسلة الصحيحة ” 4 / 508)
ژباړه : ژر پر خلکو داسې کلونه (وخت ) راشي چې په هغه وخت کې به درواغ ويونکی رښتيا ويونکی شميرل کيږي ، او رښتيا ويونکی به درواغ ويونکی بلل کيږي ، په خاينانو به اطمنان او باور کيږي مګر امانت دار به په خيانت کوونکي بلل کيږي ، او روبيضة به داسې خبرې کوي ، چا وويل روبيضیة څوک دی ؟ کثيف او فاسد سړی چې د خلکو په عامه امور کې خبرې کوي .
تنبه : د نن زماني مزدور فاسد حاکمان او په خاصه توګه مزدورې رسنی او مديا تر همدې حکم لاندې دي ، نن زمان کې چې د فاحشې او مزدورې مديا څومره ضرر ده نو يو الله تعالی ښه پرې پوهيږي ، زمونږ موجوده نسل يې له فکري او اخلاقي ځانکدن سره مخ کړي دي.
او دغه مديا د تش په نوم ناخبره او ضعيفو الايمان مسلمانانو په وسيله تقويه کيږي.
آن لاين اسلامي لارښود