ښځه چې څومره ګاڼه ولري قرباني ورباندې واجبه ده ؟

سلامونه اونیکی هیلی:
که چیری یوه ښځه د څومره طلا درلودنکی وي دعید قربانی پری واجبه ده ایا داسی کوم نصاب شته چی که چیری یوه ښځه د یوه معین نصاب طلا درلودونکی د عید قربانی پری کیژی مننه که ځواب زر راته راکړی منندوی به مو یم یعنی له اخترنه مخکی

صالح

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

قرباني په توان لرونکي کس باندې د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد واجبه ده په دليل د دغه حديث شريف : من كان له سعةٌ ولم يضحّ فلا يقربنّ مصلاّنا ( څوک چې د قربانۍ کولو توان ولري ، قرباني ونه کړي زمونږ د لمانځه ځای (عيدګاه ) ته نه نږدې کيږي ) .

د قربانۍ لپاره نصاب د امام ابوحنيفه په نزد ۲۰۰ درهم يا ۵۹۵ ګرامه سپين زر يا ۲۰ ديناره يا ۸۵ ګرامه سره زر او يا داسې شي لکه اضافي کور ، اضافي سامان او اضافي لباس چې قيمت يې ۲۰۰ درهمو ته ورسيږي قرباني ورباندې واجب ده .

که د ښځې ګانه کوم نصاب ته نه رسيږي څه اندازه پيسې ، څه لباس او څه اندازه ګانه لري نو دغه ټول به سره يو ځای کړي هر کوم نصاب ته چې ورسيږي بيا هم قرباني ورباندې واجب ده .

أما ضم الذهب إلى الفضة في تكميل النصاب فذهب الجمهور، وهم الحنفية، والمالكية، وهو رواية عن أحمد، وقول الثوري، والأوزاعي، إلى أن الذهب والفضة يضم أحدهما إلى الآخر في تكميل النصاب (مرکز الفتاوي اسلام ويب ) .

يعنې : که ښځې څه پيسې څه اضافي سامان او لباس او څه ګانه د ۵۹۵ ګرامو سپينو زرو قيمت چې تقريباً ۴۱۰۰۰ افغانۍ کيږي ورسيږي قرباني ورباندې واجب ده .

زه چې فکر کول پر ډيرو ښځو قربانۍ واجب ده خو د هغې يا د هغې د خاوند د غفلت له وجې پاتې وي .

د امام مالک په نزد قرباني په هر هغه چا باندې لازمه ده چې د قرباني او اصلي ضرورياتو توان ولري .

د امام شافعي په نزد قرباني په هر هغه چا باندې لازمه ده چې د قربانۍ او د اختر د دريو ورځو او شپو د اصلي ضرورياتو توان ولري

جاء في موسوعة الفقهية

ويعبّر عنه باليسار – لحديث «من كان له سعةٌ ولم يضحّ فلا يقربنّ مصلاّنا» والسّعة هي الغنى، ويتحقّق عند الحنفيّة بأن يكون في ملك الإنسان مائتا درهمٍ أو عشرون ديناراً، أو شيءٌ تبلغ قيمته ذلك، سوى مسكنه وحوائجه الأصليّة وديونه‏.‏ وقال المالكيّة‏:‏ يتحقّق الغنى بألاّ تجحف الأضحيّة بالمضحّي، بألاّ يحتاج لثمنها في ضروريّاته في عامه‏.‏ وقال الشّافعيّة‏:‏ إنّما تسنّ للقادر عليها، وهو من ملك ما يحصل به الأضحيّة، فاضلاً عمّا يحتاج إليه في يوم العيد وليلته وأيّام التّشريق الثّلاثة ولياليها‏.‏

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

www.dawat610.com

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً