ځنې اشعار حکمت وي

سلامونه نیکی هیلی او احترامات می ومنی
یوه غوشتنه می درلوده هغه دا چی که دا لاندینی حدیث شریف راته له تفصیل سره ترجمه کړی دا به ستاسو له مهربانی څخه لری نه وی. سلامونه نیکی هیلی او احترامات می ومنی. ستاسو د جواب په هیله.     دیره مننه
(ﻋﻦ ﺃﺑﻲ ﺑﻦ ﻛﻌﺐ ﻗﺎﻝ ﻗﺎﻝ ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ﺻﻠﻰ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ : ﺇﻥ ﻣﻦ ﺍﻟﺸﻌﺮ ﺣﻜﻤﺔ). ﺭﻭﺍﻩ البخاری.

عرفان الله نيکزاد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

ﻋﻦ ﺃﺑﻲ ﺑﻦ ﻛﻌﺐ ﻗﺎﻝ ﻗﺎﻝ ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ﺻﻠﻰ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ : ﺇﻥ ﻣﻦ ﺍﻟﺸﻌﺮ ﺣﻜﻤﺔ (البخاري ) .

ژباړه : د ابی بن کعب رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : يقيناً ځنې اشعار حکمت وي .

يعنې : هغه اشعار چې په هغه کې رښتيا ، پند او نصيحت وي حکمت بلل کيږي .

اصلاً اشعارو د خبرو حيثيت لري چې خبرې ښې او بدې وي ، هغه اشعار چې په هغه رښتيا ، پند ، او د خير طرف ته دعوت وي ښه او جايز کار دی او هغه اشعار چې په هغه کې درواغ ، بې ځايه صفت او مبالغه ، چاپلوسي ، د حق پټول ، د ګناه او فحشاء طرف ته دعوت وي حرام دي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً