د حرم مکي حدود کوم دي ؟

د آنلاين اسلامي لارښود چلونکو ته ! اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة

څرګه چې د حرم شريف په ساحه او حدودو پورې ډير مسائل اړه لري که مهرباني وکړئ د حرم حدود را ته واضح کړې مهرباني به مو وي .

عبدالله – هدايت

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د حرم مکي حدود (پولې ) په لاندې ډول دي :

– د شمال (مدينې منورې) له طرف څخه التنعيم چې د دغه ځای او مسجد الحرام تر مينځ ۶ کيلومتره مسافه ده .

– د جنوب له طرف څخه أضاه چې د دغه ځای او مسجد الحرام تر مينځ ۱۲ کيلو متره مسافه ده .

– د شرق له طرف څخه الجعرانة چې د دغه ځای او مسجد الحرام تر مينځ ۱۶ کيلو متره مسافه ده .

– د شمال شرقي له طرف څخه وادي نخلة چې د دغه ځای او مسجد الحرام تر مينځ ۱۴ کيلو متره مسافه ده .

– – د غرب له طرف څخه الشميسي چې د دغه ځای او مسجد الحرام تر مينځ ۱۵ کيلو متره مسافه ده .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً