د انفاق في سبيل الله خبرتيا !

د آن لاين اسلامي لارښود پاڼې څه مهم کتابونه د چاپ لپاره تيار کړي دي لکه : د مسلمانو خوندو احکام ، معاملات (تجارت ، بانکداري او د غير مسلمو سره معاملات ) ، زکات احکام او مسائل دوهم چاپ ،د حج او عمرې مختصر احکام ، مسيحيت وپيږنئ ، علم تجويد او ای د لمانځه څخه غافلو او نور …

چې تر ټولو مهم يې د مسلمانو خوندو د احکام کتاب دی ځکه چې د هر کور ضرورت دی .

 

دا چې دغه کتاب په زرګونو جلده چاپ شي تر څو په زرګونو کورنيو او خوندو ته ورسيږي هغو ورڼو ته خبر ورکول کيږي چې په دغه لويه صدقه جاريه کې ګډون کول غواړي نو هغوی دې ګډون وکړي ځکه چې خپله د زيات شمير کتاب چاپولو توان نه لرو .

ځنې با احساسو وروڼو پخپله د دغې صدقې او ستر دعوت په کار کې د شرکت کولو وړانديز کړی دی او هغه چې په داسې عمل کې د څه ګډون هيله لرې هغوی سره دغه خبرتيا شريکوو .

 

د دغه انفاق في سبيل الله فضائل

اول : د انسان اصلي مال هغه دی چې مخکې یې لېږلی وي :

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : عنْ عَبْدِاللَّهِ رضی الله عنه قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صلی الله عليه وسلم: «أَيُّكُمْ مَالُ وَارِثِهِ أَحَبُّ إِلَيْهِ مِنْ مَالِهِ»؟ قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، مَا مِنَّا أَحَدٌ إِلاَّ مَالُهُ أَحَبُّ إِلَيْهِ، قَالَ: «فَإِنَّ مَالَهُ مَا قَدَّمَ، وَمَالُ وَارِثِهِ مَا أَخَّرَ». (بخارى:6442)

ژباړه : عبدالله بن مسعود رضی الله عنه وايي :نبی اکرم صلی الله عيله وسلم فرمايلي : آيا په تاسې کې داسې څوک شته چې د خپل مال څخه د وارث مال زيات دوست وګڼې ؟ صحابه کرامو وويل : مونږ ټول خپل مال زيات خوښوو .

و يې فرمايل : اصلاً د انسان خپل مال هغه مال دی چې د الله په لاره کې يې انفاق کړي او هغه څه چې ورڅخه پاتې شي د هغه د وارث مال شميرل کيږي .

دوهم : د انفاق دنيوي ګټه څه ده ؟

جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي «مَا مِنْ يَوْمٍ يُصْبِحُ الْعِبَادُ فِيهِ، إِلاَّ مَلَكَانِ يَنْزِلانِ، فَيَقُولُ أَحَدُهُمَا: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُنْفِقًا خَلَفًا، وَيَقُولُ الآخَرُ: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُمْسِكًا تَلَفًا». (بخارى: 1442)

يعنې : هر ورځ دوې ملائکې ځمکې ته را کوزيږي . يوه يې وايي : ای الله جل جلا له  ! څوک چې ستا په لار کې انفاق کوي هغې ته بدله ورکړي ، او بله يې وايي : ای الله جل جلا له  ! څوک چې ستا په لار کې انفاق (خرچ ) نه کوي د هغه مال هلاک کړه ، يعنې د هغې مال تلف کړې .

دريم : د الله تعالی په لار کې خرڅ کولو لويه بدله :

دا انفاق يا خرڅ د الله په لاره کې خرڅ کول دي ځکه ددې کتاب د چاپ څخه مقصد د دين قيام ، د خلکو اصلاح او د اسلامي شريعت په احکامو عمل او د يوې اسلامي کورنۍ رامينځته کول دي .

و قوله سبحانه وتعلی :  مَثَلُ الَّذِينَ يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ كَمَثَلِ حَبَّةٍ أَنْبَتَتْ سَبْعَ سَنَابِلَ فِي كُلِّ سُنْبُلَةٍ مِائَةُ حَبَّةٍ وَاللَّهُ يُضَاعِفُ لِمَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ ( البقرة / 261) .

ژباړه : مثال د هغو کسانو چې خپله شتمنې د الله په لار کې لګوي د هغې دانې غوندې دی چې اوه وږې را شنه کړي او په هر وږې کې سل دانې وي او الله هر چا ته چې وغواړي څو څنده يې زياتوي او الله د پراخ (نعمت ) څښتن دی ، پوهيدونکی دی .

څلورم : په دې کار کې شرکت کول صدقه جاريه ده :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : إِنَّ مِمَّا يَلْحَقُ الْمُؤْمِنَ مِنْ عَمَلِهِ وَحَسَنَاتِهِ بَعْدَ مَوْتِهِ عِلْمًا عَلَّمَهُ وَنَشَرَهُ، وَوَلَدًا صَالِحًا تَرَكَهُ، وَمُصْحَفًا وَرَّثَهُ، أَوْ مَسْجِدًا بَنَاهُ، أَوْ بَيْتًا لِابْنِ السَّبِيلِ بَنَاهُ، أَوْ نَهْرًا أَجْرَاهُ، أَوْ صَدَقَةً أَخْرَجَهَا مِنْ مَالِهِ فِي صِحَّتِهِ وَحَيَاتِهِ يَلْحَقُهُ مِنْ بَعْدِ مَوْتِهِ (رواه ابن ماجه و حسنه الألباني ).

ژباړه : هغه اعمال او نېکۍ چې د هغه ثواب د مرګ وروسته مؤمن ته رسيږي دا دي : علم نافع ، صالح اولاد ، د قرآنکريم مصحف ، د جومات جوړول ، د مسافر د پاره د استوګنې ځای ، وياله يا کوهي جوړول ، او هغه صدقه چې د روغتيا او ژوند په وخت کې يې ادا کړې وي د هغې به هم د مرګ نه وروسته اجر او ثواب مومي .

پنځم : په دې عمل کې کډون په اسلامي دعوت کې کډون دی :

دغه کتاب کې خلکو ته د خير طرف ته بلنه او د شر او ګناه څخه منع کول دي ، دا کتاب د هر کور ضرورت دي ددې کتاب په لوستلو سره چې څوک اصلاح شي او د خير کار پيل کړي له ګناه څخه منع شي نو هغوی په نيک عمل کې به د کتاب ليکونکی ، نشرونکي او تمويلونکی شامل وي .

عن أبي هريرة؛ أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال “من دعا إلى هدى، كان له من الأجر مثل أجور من تبعه، لا ينقص ذلك من أجورهم شيئا. (مسلم 2674 ) .

له ابی هريرة رضی الله عنه روايت دي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : کوم بنده چې د نيکۍ طرف ته خلقو ته دعوت ورکړو نو ده لره به دهغو ټولو خلقو هومره اجر اوثواب وي څوک چه د ده د دعوت سره يې نيک عمل شروع کړی وي .او ددی نيک عمل کونکو له عمله به هيڅ نه کميږي .

عَنْ أَبِي رَافِعٍ ، قَالَ : قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : لأَنْ يَهْدِيَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ عَلَى يَدَيْكَ رَجُلا خَيْرٌ لَكَ مِمَّا طَلَعَتْ عَلَيْهِ الشَّمْسُ وَغَرَبَتْ.(الطبراني 925 )

له ابی نافع نه روايت چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : که الله ستاسو د لاس څخه يو بنده ته هدايت وکړي ستاسو دپاره د ټولو کائيناتو نه چې پری لمر راخيږي او پرېوزی غوره دی ( طبرانی ) .

——–

نور مو خپله خوښه چې د خپل وس موافق څه کومک کوئ او که يې نه کوئ ، خو واروئ چې دا د خير لوی چانس دی او الله تعالی زمونږ د اعمالو څخه بالکل غني دی .

که څوک غواړي کومک وکړي هغوی دې په دغه لاندې پته اړيکه ونيسي تر څو بيا د ضرورت په وخت کې هغوی ته د کومک د تسليم لاره برابره کړو .

Dawat610@gmail.com

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت و اليه انيب

آن لاين اسلامي لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 86 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً