أحکام الأخوات المسلمات
د مسلمانو خوندو احکام
(د هر کور ضرورت)
دا کتاب د مسلمانو خوندو د احکامو جامع کتاب دی ، د الله سبحانه وتعالی په الهامي لارښونه ، فضل او مرحمت دغه کتاب نور د چاپ او نشر لپاره ان شاء الله تياريږي .
دا کتاب د غازيانو په ژبه (پښتو ) باندې ليکل شوی دی چې په ډيرو ژبو کې یې ساری نشته .
دا کتاب د هر کور ضرورت دی او زه دغه کتاب ته ډير زيات خوشحاله يم ، که څه هم اوس مهال ناروغۍ سخت محاصره کړی يم که څو ورځې مې نور ژوند په نصيب شو دغه کتاب به تاسې ته ان شاء الله وړاندې شي .
دغه کتاب چې د مسلمانو خوندو پر مهمو احکامو مشتمل دی لوستل او په ژوند کې يې عملي کول د کور د مسئول او مسلمان بی بی لپاره ضرور دی ځکه :
لومړی دا چې : ښځه د ټولنې نيمايي برخه ده که ښځې ته ديني احکام ورسيږي نو اصلاً به يو ديندار کورنۍ جوړيږي ځکه دينداره کورنۍ د متقيانو څخه تشکليږي او په ټولو خلکو کې د الله تعالی څخه ډير هغه کسان وېرېږي چې شرعي علم ولري او په هغه باندې عمل وکړي .
دوهم دا چې : اکثره نارينه د ژوند په چارو کې مشغول وي د اهل عيال اسلامي روزنې ته يې چندان توجه نه وي .
دريم دا چې : په دغه کتاب کې ځنې داسې احکام بيان شوي دي چې د هغه په باره کې پوښتنه کول ځنو ته شرم او عار ښکاري که څه هم په شرعه کې شرم نشته د ځان پوهول په کار دي خو شيطان به په همدې بې ځای شرم خلک توکه کوي او د يو ستر جرم مرتکب به ګرځي .
څلورم : په دې کتاب کې د نن عصر ځنې معاصرو فسادونو ته هم اشاره شوې ده چې مسلمانان بايد دغو فسادونو ته متوجه وي .
لڼده دا چې د مسلمانې بې بې اسلامي روزنه اصلاً د يوې کورنۍ او بلاخره د ټولنې اسلامي روزنه ده ځکه د انسان د سالمې تربيه لومړی مدرسه د مور غيږ ده .
دا کتاب د اسلامي لارښود د مسئول لخوا ټولو شريفو کورنيو ، عزتمندو ، با وقاره او د اسلام پاکدامنه مسلمانو خوندو ته يو هديه ده