د حرمينو شريفينو مېلمنو ته څو وصيتونه

حجاج کرام ! الحمدلله چې الله سبحانه وتعالی تاسې ته د دغه مبارک سفر توفيق درکړ ، دا سفر په ټول ژوند کې ډير مهم ، د محبت او ايماني ولولو څخه ډک ، د امن او سکون ، د نړيوالی اسلامي ورورولی ، د دنيا د مشغوليتونو څخه الله تعالی ته د رجوع کولو تر ټولو مبارک سفر دی ، نو تاسې دغه سفر ډير مهم او د الله تعالی له لوری لوی انعام وګنئ او د ښو اعمالو د تر سره کولو لپاره يې په ژوند لوی غنيمت او چانس وګنئ .

دا چې بيا وروسته افسوس و نه کړئ زه مو څو مهمو ټکو ته متوجه کوم او تاسې ته پر دغو ټکو وصيت کوم :

۱- مسلمانه وروره او مسلمانې خورئ ! نيت مو خالص د الله تعالی رضا وګرځوئ ، له خپل رب (جل جلاله) سره مو داسې راز وکړئ چې ای زما ربه ! نور مې خپل اهل عيال پرېښود او ستا د لارې مسافر شوم په دې نيت چې ستا د فرضي حج حکم پر ځای کړم ، له ګناهونو څخه پاک شم او د دنيا او آخرت نيګمرغي مې په نصيب شي .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : الْحُجَّاجُ وَالْعُمَّارُ وَفْدُ اللهِ. إِنْ دَعَوْةُ أَجَابَهُمْ، وَإِنِ اسْتَغْفَرُوهُ غَفَرَ لَهُمْ)) ( ابن ماجه ).

يعنې : حاجيان او عمره کوونکي دالله تعالی مېلمانه دي که هغوی الله تعالی ته دُعا وکړي هغه يې قبليوي (ځکه چې د ميلمه خواهش ضرور پوره کيږي ) او که هغوی د الله تعالی څخه عفوه وغواړي هغه بخښل کيږي .

۲- وروڼو او خويندو ! پر تاسې د حج د احکامو علم فرض دی، د حج د احکام کتاب په غور ولولئ ځان ښه ورباندې پوه کړې که په کوم ځای نه پوهېږئ له بل چا څخه پوښتنه وکړئ ، که د کتاب څخه اخذ نشی کولای نو د يو عالم سړي سره ملکرتيا وکړئ .

الله تعالی چې چا ته د خير اراده وکړي نو هغه ته په دين کې پوهه ورکوي لکه په حديث شريف کې چې راغلي دي :

من يرِدِ الله به خيراً يُفقهه في الدِّين .

۳- پام کوئ چې د جماعت لمونځ در څخه فوت نشي ، د سهار د لمانځه د اذان څخه مخکې ځان حرم شريف ته رسوئ ځکه دغه وخت ګڼه ګونه نه وي هلته د سهار د آذان تر وخته پورې د تهجد لمونځ ادا کړئ .

په حرم شريف کې يو لمونځ د يو لکو لمونځونو ثواب لري .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : [صَلاةٌ فِي الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ أَفْضَلُ مِنْ مِائَةِ أَلْفِ صَلاةٍ فِيمَا سِوَاهُ ] (احمد . 14284و ابن ماجه  1406 )

ژباړه : په مسجدالحرام کې يو لمونځ د نورو جوماتونو په پرتله د يو لکو لمونځونو اجر لري (يعنې تقريباً د 55 کلونو د لمونځونو اجر لري ) .

پام کوئ چې دغه لوی اجر له لاسه ور نه کړئ ، هلته مې ځنې داسې کسان وليدل چې دوی به پخپلو اتاقونه کې پراته وو او لمونځ به يې په جماعت نه کولو او دغه څو شميرلې ورځې به يې په غفلت کې تيرولې .

۴- په مسجد الحرام کې څومره مو چې له وسه کيږي د قرآنکريم ډير تلاوت کوئ ځکه دا د وحي او د قرآن د نزول ځان دی دلته د قرآن تلاوت خاص اثر لري .

ما به هلته د هغو کسانو پر حال تعجب کولو چې قرآن به یې تلاوت کولو خو ژړل به يې نه ، قرآن به يې تلاوت کولو خو اوښکې به يې نه تويدلې هلته مې چې د قرآن د تلاوت کوم اثر حس کړ بيا مې چيرې هم نه دی حس کړی .

ځنې علماء کرام په دې نظر دي چې په حرم شريف کې د هری نيکی بدله په يو لکو ورکول کيږي ، چا چې د قرآنکريم يو ختم وکړ داسې ثواب لري لکه يو لک ختمونه يې چې کړي وي .

ځکه په حديث شريف راغلي : بكل حسنة مائة ألف حسنة (رواه الحاکم او بيهقي ) .

يعنې : په حرم شريف کې په هره نيکی باندې د يو لکو اجر ورکول کيږي .

که څه هم ددې حديث په اسنادو کې د محدثينو څه خبرې شته خو حاکم صحيح اسناد بللی دی .

۵- په اتاق کې د خپلو ملګرو سره ښه سلوک کوه د هغوی احترام ساته ځکه هغوی د رحمن خدای مېلمانه دي .

د غيبت ، بهتان ، د نورو د سپکاوي او نورو ته د ضرر رسولو څخه ځان ساته او په دې پوه شه چې که په حرم شريف کې هر ښه کار لوی ثواب لري همداسې بد کار او ګناه هم د عدد له مخې نه بلکي د کيفيت له مخې لوی جرم بلل کيږي .لقول الله تعالى: وَمَن يُرِدْ فِيهِ بِإِلْحَادٍ بِظُلْمٍ نُذِقْهُ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ.

۶- مسلمانې خويندې به يوازې د احرام پر مهال خپل مخ لوڅوي ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم حکم کړی دی چې :ينهی النساء فی احرامهن عن القفازين والنقاب (رسول اکرم صلی الله عليه وسلم ښځو ته حکم کوي چه په احرام کې مخ مه پټوي او دستان له لاسونو لرې کړئ ) .

نور به د خپل اسلامي حجاب پوره رعايت کوي .

۷- تر خپله وسه پورې نفلي عمرې او طواف کوئ خو دومره زيات هم نه چې له پښو ولوېږئ او يا ناروغه شئ هر څه د خپل وس موافق تر سره کوئ کم عمل او ډير اخلاص په نظر کې نيسئ .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : [مَنْ طَافَ بِهَذَا الْبَیْتِ أُسْبُوعًا فَأَحْصَاهُ کَانَ کَعِتْقِ رَقَبَةٍ، لا یَضَعُ قَدَمًا وَلا یَرْفَعُ أُخْرَی ‏إِلا حَطَّ اللَّهُ عَنْهُ خَطِیئَةً وَکَتَبَ لَهُ بِهَا حَسَنَةً] ( ترمذی -959‏ ).

ژباړه : څوک چې له کعبې څخه اوه دورې طواف وکړي ، دا طواف دومره اجر لري لکه يو غلام ( يې چې د الله په لاره کې ) آزاد کړی وي ، د قدم له اخيستلو او پورته وړاندې به الله تعالی دی له ګناهونو څخه پاک کړي او د ده د پاره به يو نيکي و ليکي .

د بيت الله څخه طواف ستر عبادت دی نو د طواف پر مهال به د زړه حضور د الله طرف ته متوجه کوئ ، نورو ته د ضرر رسولو څخه به ځان ساتئ .

۸- د حج پر مهال او يا په مکه، مسجد الحرام او مدينه منوره کې به فلم برداري او تصويرونه نه اخلئ ځکه چې د ذروح تصوير اخيستل سخته ګناه لري .

عبدالله ابن مسعود وايي : له پيغمبر صلی الله عليه وسلم نه مې وارويدل چې فرمايل يې :

إِنَّ أَشَدَّ النَّاسِ عَذَابًا يَوْمَ الْقِيَامَةِ الْمُصَوِّرُونَ(متفق عليه )

ژباړه : د قيامت په ورځ له خلکو څخه سخترين عذاب د تصوير جوړونکو دی.

۹- د ځنو ملکونو ښځې صحي اسلامي حجاب نه مراعاتوي د هغوی څخه به مو خپل نظر ساتئ ، او همدارنګه مسلمانې ښځې به د سړيو څخه خپل نظر ساتي ځکه چې دا د الله تعالی حکم دی .

قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ (او مؤمنانو ته ووايه چې : خپلې سترګې ټيټې ( د نا محرمو څخه خپل نظر وساتي )

وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ .

ژباړه :او مؤمنانو ښځو ته ووايه چې : خپلې سترګې ټيټې ( د نا محرمو څخه خپل نظر وساتي )

۱۰- کله مو چې حج پيل شو د حج د مناسکو ادا کولو ته ډيره توجه کوه ، په منا کې به خپل وخت په ديني مطالعه ، د قرآن تلاوت او اذکارو تيروه ، هلته مې ډير ليدل چې خپل وخت به يې په عبثو خبرو او مجلسونو تيرولو .

ګرانو ! د عرفات صحرا د توبې ژړا او دعا ځای دی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي په دې ورځ شيطان تر بلې هري ورځې نه زيات ذلت او خواري ويني ځکه چې د بندګانو ګناهونه معاف کيږي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم چې د عرفات په جبل الرحمت باندې کومه ژړا او زارۍ باندې دوعا غوښتی وه ابن عباس رضی الله عنه يې داسې روايت کوي :

چه ما رسول الله صلی الله عليه وسلم په عرفات کې داسې په دعا وليدلو چې دواړه لاسونه يې د سينی سره خواره کړي وو او داسې دعا غوښتله لکه چه يو وږي مسکين په عاجزی سره د چانه يوه لمړی ډوډی غواړي او هغوی صلی عليه وسلم د امت د بخښنې لپاره دعا کوله .

په عرفات کې د ټول عمر ګناهونه او خطاوې په خيال کې راولئ په هغه باندې وژاړئ او د الله تعالی څخه يې معافي وغواړئ . د ځان اولاد ، خپلوانو ، ولس او اسلامي امت لپاره د خير او عافيت دعا وکړئ .

او په دې دعا باندې ډير تأقيد کوئ چې ای الله ! ما ته او زما اهل عيال ته هدايت وکړي او خاتمه مو په ايمان کړي .

په آخر کې دا وصيت کوم چې د الله او د هغه د رسول اطاعت وکړئ تر څو پر داسې رحم وشي .

وأخيراً نوصي بالالتزام بالكتاب والسنة (وأطيعوا الله والرسول لعلكم تُرحمُون)

په آخر کې دا مختصر کتاب د حج او عمرې مختصر بيان 

چاپ او درسره واخلئ که مو خپل خپلوان وي هغوی ته يې چاپ کړئ

ما به ډير څه ليکلي وو خو افسوس چې يلوستلو خلک خو نن سبا ډير کم د

/ آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً