که دسهار ټول لمونځ یا یوازی سنت فوت شی ایا دسنتو قضایی شته یانه
سيد جهانزيب هيله من
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د سهار د سنتو قضايي شته د فرضو د قضايي سره به د سنتو قضايي هم ګرځول کيږي او د بل وخت د ستنو قضايي نشته د سهار د سنت قضايي ځکه شته چې د سهار په سنتو باندې ډير تأقيد شوی دی .
دحضرت بی بی عائشه رضي الله عنها څخه روايت دی .
چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلې چه د سهار دوه رکعته سنت تر دنيا او هغه چه په دنيا کې شته بهتره دی ( مسلم شريف ) .
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود
محترم که فرض دوه رکعته سهار په جمعی سره وکړی او سنت دوه رکته پاتی شی بیا دسنت قضایی شته
د سنتو قضايي د لمر ختلو څخه تر زوال پورې رواه ده
د جماعت په وخت د سنتو قضايي تفصيل
https://dawat610.com/archives/106
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
محترمو دا خبره که هم لږه روښانه شي چې د سهار د سنتو قضایې باید څه وخت وشي؟ یانې د لمر ختو نه مخکې که وروسته؟ بله دا چې دا ځینې خلک د سهار سنت داسې مهال کوي چې د فرض لمانځه جمعه ولاړه وي، نو ایا داسې کول جایز دي؟