د اسلامي لارښود ادارې ته ! اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة
آيا د امانت په پیسو باندې تجارت کول جايز دي ؟
اسدالله – کابل
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د صحابه کرامو په دور کې داسې مثالونه ليدل کيږي چې هغوی به د امانت په پيسو باندې تجارت کولو .
د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه نه نقل دی چې هغه به د يتيمانو وليانو ته د هغوی په مالونو باندې د تجارت کولو ترغيب کولو ځکه چې د زکات په ورکولو ورکولو کې د هغوی مال ختم نشي .
صاحب د هدايه ليکلي دي : يقرض القاضي اموال اليتمی – يعنې قاضي لره پکار دي چې د يتيمانو مالونه په قرض کې ولګوي ددې د پاره چې هغه د ضايع کيدو نه بچ شي .
د امام صاحب سياسي ژوند کتاب ليکې چې امام ابوحنيفه رحمه الله به د امانت په پيسو تجارت کولو .
په دې بنا د امانت په پيسو کې د اجازت په شرط سره تجارت کول جايز دي (فقه اسلامي ص ۷۱۳ ) .
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود