د زکات احکام او مسائل کتاب چاپ شو

زکات د اسلام دريم رکن دی څوک چې مالک نصاب وي زکات ادا کړي هغه ته به د دنيا او آخرت نيکمرغۍ په نصيب شي او څوک چې زکات نه ورکوي هغه به د خپل مال په ذريعه په دنيا او آخرت کې له خطرناکو پايلو سره مخ شي .

دغه د زکات د احکامو او مسائلو کتاب په پښتو ژبه په نړيواله سطحه د زکات د ضروري احکامو او مسائلو مفصل او مختصر کتاب دی چې د زکات احکام ، د زکات نصاب د اوسني بازار له مخې د زکات ضرورې معاصر مسائل پکې بيان شوي دي چې لوستل يې د هر مسلمان نارينه او ښځې لپاره ضرور دي .

ددې کتاب په ټولولو کې په مياشتو تحقيق او څېړنې شوي دي او د جيدو علماؤ د هيئت لخوا کتل شوي دی .

هيله ده دغه کتاب خپله هم ولولئ او الله تعالی د دغه حکم پر اساس چې فرمايي (وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ الأَقْرَبِينَ ) يعنې :او وېروه خپل نږدې خپلوان .

ځکه چې زمونږ په ټولنه کې ډير کسان د زکات په باره غافله دي .

که د تاسې په لاس باندې هغوی ته الله تعالی هدايت وکړي نو لوی اجر به مو کټلی وي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :لأَنْ يَهْدِيَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ عَلَى يَدَيْكَ رَجُلا خَيْرٌ لَكَ مِمَّا طَلَعَتْ عَلَيْهِ الشَّمْسُ وَغَرَبَتْ.(الطبراني 925 )

ژباړه : که الله ستاسو د لاس څخه يو بنده ته هدايت وکړي ستاسو دپاره د ټولو کائيناتو نه چې پری لمر راخيږي او پرېوزی غوره دی ( طبرانی ) .

دا کتاب په کابل کې د انتشارات مستقبل څخه تر لاسه کولای شئ

او د کتاب PDF بڼه له دې لينک څخه ښکته کړئ .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً