د اسلامی لارښود محترمو علماء کرامو اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته د حیض په حالت کی قصدأ جماع کول څه حکم لری؟
راشد
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د حيض او نفاس په حالت کې جماع کول حرام دي .
که چا دا کار وکړ ګناهګار شو نو په اخلاص سره دې توبه وباسي او صدقه دې ورکړي ، د صدقې اندازه يو دينار يا نيم دينار دی .
په حديث شريف راغلي :يَتَصَدَّقُ بِدِينَارٍ أَوْ بِنِصْفِ دِينَارٍ (رواه احمد ، ابوداود او ترمذي ) .
ژباړه : يو دينار يا نيم دينار به صدقه کړي .
هر دينار له يو طلايي مثقال سره برابر دی
يو مثقال 4.25 ګرامه او نيم مثقال 2.125 ګرامه کيږي که نیم دينار وټاکو او د سرو رزو د يوه ګرام قيمت 2200 افغانۍ فرض کړو نو 2.125×2200 به مساوي شي په 4675 افغانۍ کيږي ، دا پيسی به په مسکينانو او فقيرانو وويشي . .
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود