د واده په نه کولو کې د والدينو مسئوليت

د انلاین اسلامي لارښود قدرمنو چلوونکو د الله نه درته د دغه خدمت په بدل کې جنتونه غواړم
قدرمنو زه یوه پوښتنه لرم هغه دا ده چې زه د ۲۴ کلونو یم مور او پلار مې د واده کولو وس هم لري خو واده نه راته کوي څو ځله مې په خپله دوی ته وویل چې واده راته وکړئ خو دوی بهانې راته لټوي زه پوهیږم چې دوی په دغه کار سره ګنهګاریږي خو تاسو داسې لاره راته و ښایاست چې زه دوی قانع کړای شم تر څو راته واده وکړي او زه پداسې یوه ټولنه کې ژوند کوم چې په هغه کې د یوه ځوان لپاره اوسیدل ګران کار دی یعنی زه داسې ښځې وینم او یا هم په دنده کې ورسره یم چې هغه هیڅ د حجاب مرعات نه کوي او ددې زمینه هم راته برابره ده چې زه په هر عمل لاس پورې کړم خو د الله ج څخه زیات ویریږم چې هغه به یوه و
ځ راسره حساب کوي لنډه دا چې یوه حل لاره راته وښایاست چې مور او پلار مې راضی شي تر څو راته د کوژدي او واده بندوبست وکړي

صفت الله

(ځواب)

بسم الله الرحمن الرحيم

كوم هلك  يا نجلي چې بلوغ ته ورسيږ ي او پلار يي نكاح ورته ونه كړي او دغه هلك او نجلي  خداي ناخواسته كومه ګناه وكړي  په دغه  ګناه كي پلارهم ورسره شريك ده ځكه په دي باره كي رسول كريم صلي الله عليه وسلم فرمائلي دي چه كوچني هلك ته اول كي بايد ښه نوم ورته كيږدي او بيا چه كله بلوغ ته ورسيږي نو بايد نكاح ورته وكړي او كه هلك بالغ شو او پلار يي واده ورته ونكړي او دغه هلك ګناه وكړي نو په دغه ګنا ه كي پلار هم ورسره شريك ده .

وفي المشكاة المصابيح

(عن ابي سعيد وابن عباس رضي الله عنهما قالا قال رسول الله صلى الله عليه وسلم من ولد له ولدفليحسن اسمه وادبه فاذابلغ فليزوجه فان بلغ ولم يزوجه فاصاب اثما فانما اثمه على ابيه )

(قال في المرقاة )

وهومحمول على الزجر والتهديد للمبالغة والتائيد قال الطيبي جزاء الاثم  عليه حقيقة و دل هذا الحصر على ان لااثم علۍ الولد مبالغة لانه لم يتسبب لما يستفاد ۍ ولده من اصابة الاثم (مرقاة ۶ج۷۴ص)

(نوټ )

په تاسف سره بايد ووايم چه دغه ستونزي چه نن د پښتنو په معاشره كي رواني دي اوهلكان او نجلي  چه ګناه كوي يواځني علت يي زه دا بولم چه په پشتنو كي مهر يعني ولور ډير ګران ده او دغه لوړوالي د مهر علت ده چه بعض خلك مسكينان وي طاقت د ازدواج نه لري او كوم خلك چه لوراني لري هغه يي په دي خاطر ساتي چه كال ته به مهر ډيرجګ وي  نو د مهر لوړوالي اګر كه جوازلري خو كم والي د مهر بيا سنت عمر ي ده (المفتي ابوالفيض مولوي موسى كليم دانش

مګر کوم کسان چې د نکاح اسباب او توان نه لري اسلامي شريعت هغوی ته د صبر توصيه کوي چې د خپل عفت او عزت ساتنه به کوي

الله جل جلا له فرمايي : وَلْيَسْتَعْفِفْ الَّذِينَ لا يَجِدُونَ نِكَاحًا حَتَّى يُغْنِيَهُمْ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ ( النور 33) .

ژباړه : او څوک چې د نکاح (اسباب ) و نه مومي هغوی بايد پاک لمني غوره کړي تر دې چې الله په خپلې پېرزوينې سره هغوی شتمن کړي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم د اسلامې امت ځوانانو ته داسې ارشاد فرمايي :

 [ يَا مَعْشَرَ الشَّبَابِ مَنِ اسْتَطَاعَ مِنْكُمُ الْبَاءَةَ فَلْيَتَزَوَّجْ؛ فَإِنَّهُ أَغَضُّ لِلْبَصَرِ وَأَحْصَنُ لِلْفَرْجِ، وَمَنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَعَلَيْهِ بِالصَّوْمِ فَإِنَّهُ لَهُ وِجَاءٌ][1]

ای ځوانانو ! د تاسې نه چه هر څوک د نکاح توان لري نکاح دې وکړي ، ځکه نکاح د سترګو او عورت د حفاظت سبب ګرځي ،او که څوک د ازدواج توان نه لري روژه دې ونيسي ځکه روژه شهوت کنترولوي ، (روژه خپله د صبر تمرين دی) .

په ياد ولرئ چې الله تعالی د دريو ډلو د اقدام کوونکو مرسته کوي او هغوی د ترقي اسباب برابروي ،لکه څنګه چې په حديث شريف راغلي چې  پيغمبرصَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ وفرمايل: [ثَلَاثَةٌ حَقٌّ عَلَى اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ عَوْنُهُمْ: الْمُكَاتَبُ الَّذِي يُرِيدُ الْأَدَاءَ، وَالنَّاكِحُ الَّذِي يُرِيدُ الْعَفَافَ، وَالْمُجَاهِدُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ][2]

«دری ډلې دي چې الله تعالی حتماً د هغه سره مرسته او مدد کوي ،غلام چې غواړي د آزادۍ اسباب برابر کړي او ځان له مالک څخه خلاص کړي ،هغه څوک چې غواړی خپل عفت او عزت په شرعي ازدواج سره وساتي (نکاح ) ، او د الله تعالی د لارې مجاهد .»

مور او پلار څنګه پوه کړم :

مور او پلار دې داسې پوه کړه د چا سره دې چې د پلار علاقه هغه ورته پوه کړه او يا جومات امام ورته پوه كړه چه ستا پلار ته هغه وعيدونه بيان كړي چه كوم د ازدواج سره تعلق لري نور دي په مقتدر او توانا خداي سپارم او الله دي نيكه ايمانداره او حسينه ښځه په نصيب كړه . (المفتي ابوالفيض مولوي موسۍ كليم دانش الغزنوي )

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً