سلامونه اونیکی هیلی محترما تاسو ته او ستاسو محترمو کارکوونکوته او د روژی مبارکی هم درته وایم پوښتنه لرم او هغه دا چی مونږ د بلجیم د برکسیل په یوه برخه کی ژوند کوو په دغه ځاي کی د ترکانو مسجد شریف دی چي مونږد لمانځه اداکولو لپاره همدي ځاي ته ځو دوی تراوئ 8 رکاته کوی او واعجب لمونځ دوه رکاته په یو ځل او یو رکات ځانته کوی ، مونږ دا تراوئ شل پوره وکړو که اته رکاته د تل لپاره وکړو، او د واجب لمونځ مونږ یی ځانته وکړو که دوي سره یی په همدي ترتیب ادا کړو، هیله ده چی په تفصلي بڼه یی راته ځواب کړي. په درنښت صمیم آرمان
بلجيم – بروکسل
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
۸رکعته تروايح کول هم صحي او سنت عمل دیشل رکعته تراويح د خلفاء راشدينو سنت دي جناب حضرت عمر فاروق رضی الله عنه په هغه باندې حکم کړی دی او نورو صحابه کرامو ور سره موافقت کړی دی او په دې باندې د امت د مذاهبو د جمهورو فقهاؤ اتفاق دی .
تفصيل دلته وګورئ
زمونږ په مذهب کې شل رکعته دي دا په جومات سره ثواب او فضيلت زيات دی تاسې په امام پسې هماغه ۸ رکعته کوئ .
وتر واجب په يو ځل دری رکعته کول او دوه رکعته او بيا يو رکعت جلا کول دواړه صحي او په احاديثو کې راغلي دي .
تفصيل دلته وګورئ
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود