اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
د روژه په مبارکه میاشت کی د ماشوم او یا له خپلی ښځی څخه مچه اخیستل په شریعت کی څه حکم لری ، د مهربانی له مخی که لږ تفصیلی معلومات په کی ورکړی ډیره مهربانی به مو وی
مننه- اسدالله
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
په دې مسئله باندې د جمهورو فقهاؤ اتفاق دی چې که د شهوت بارولو وېره نه وي په روژه کې د زوجينو يو ځای چملاستل ، مچي کول باک نه لري ، مګر که د شهوت پارولو ويره وي په روژه کې داسې کول مکروه دي .
عَنْ عَائِشَةَ رَضِي اللَّه عَنْهَا قَالَتْ: كَانَ النَّبِيُّ صلی الله عليه وسلم يُقَبِّلُ وَيُبَاشِرُ وَهُوَ صَائِمٌ وَكَانَ أَمْلَكَكُمْ لإِرْبِهِ. (بخارى:1927)
د عايشې رضی الله عنها نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به په روژه کې د خپلو ميرمنو سره څملاستلو ، ور تر غاړه کيدل او د روژې په حال به يې هغوی مچې کولې ، عايشه رضی الله عنها زياتوي :آنحضرت صلی الله عليه وسلم د خپل شهوت په کنترول کې له ټولو څخه قوي وو .
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود