السلام علیکم.
ګرانو قدرمنو علماؤ تاسو نه هیله کوم. چی د سوال جواب مو په تفصیل راکړۍ.
سوال: عکسونه ویستل د اسلام له نظره جائز نه دې خو بهر حال کوم عکسونه چی د یادګارې ځایونو اویستلی شی. نو څنګه دې؟ چی صرف سیندرې یا تاریخی مقام یا د ماڼې عکس چی د انسان یا ځناور عکس ورسره نه وې پویست.
خان محمد
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
بې ضرورته د ذی روح تصويرونه اخيستل لکه انسان ، حيوان ، مرغه و غيره حرام دي ځکه چې په اړه يې ډير سخت او شديد وعيدونه ذکر شوي دي ، په اسلام کې د تصوير حکم دلته وګورئ .
ضرورت لکه : تذکره ، پاسپورت وغيره .
فرق نه کوي که دا په لاس باندې رسم شي يا په کمره ، کمپيوټر و غيره آلاتو باندې تر سره شي .
فتاوی المحمودي حنفي ليکي :
«و لکنکثیراً من علماء البلاد العـربیة و جلٌهم أوکلٌهم فی البلاد الهندیة، قد أفتوا بأنه لا فرق بین الصورة المرسومة و الصورة الشمسیة فی الحکم ولنحک لک اقوال بعض المعاصرين من علماء البلاد العربیة.
و قال الاستاذ العلامة محمد تقي العثمـانی مد ظله العالی فی شرح مسلم:
«و الواقع ان التفریق بین الصور المرسومة و الصور الشمسیة لا ینبغی علی اصل قویٌ و من المقرر شرعاً ان ما كان حراماً او غیر مشروع في اصله لا یتغیر حكـمه بـتغیٌر الآلة فالخمر حرام، سواء خمّرت بالید او بالماکينات الحدیثة و القتل حرام سواء باشره المـرء بالسکين أو باطلاق الرصاص، فکذلك الصورة قد نهی الشارع عن صنعها و اقتنائها، فلا فرق بمنا کانت الصورة قد اتخذت بریشة المصوٌر أو بالآلات الفوتوغرافية. و الله سبحانه اعلم».(تكملة فتح الملهم:4/163)
خلاصه : بې ضرورته د تصوير اخيستل ، آپلوډ کول ، چاپول او نشرول حرام دي ځکه چې د تصوير په باره کې سخت وعيدونه راغلي دي ، ددې عمل څخه ځان ساتل په کار دي .
بل دا چې غير اخلاقي او شهوت پارونکي تصويرونه د بې حيایی او فحشاء خرول دي کبيره ګناه ده او د داسې کسانو د پاره د سخت عذاب خبرداری دی کوم چې غواړي په خلکو کې بې حيايي او فحشاء خپره کړي .
قوله تعالی : إنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَنْ تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آَمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآَخِرَةِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ (حج ۱۹)
يقيناً هغه کسان چې غواړي د مؤمنانو په ډله کې فحشاء او ناوړه کارونه خواره کړي هغوی په دنيا او آخرت کې د سخت دردناک عذاب وړ دی الله جل جلا له پوهيږي او تاسې نه پوهيږی .
د ونو ، غرونو او ټولو بې روح شيانو رسمول مباح دي ځکه :
ابن عباس رضي الله عنه وايي:
( إِنْ كُنْتَ لَا بُدَّ فَاعِلًا فَاصْنَعْ الشَّجَرَ وَمَا لَا نَفْسَ لَهُ ( رواه البخاري او مسلم
(که بِغیر له دې کار چاره نه لرې نو د ونې او بې روح شيانو تصوير رسموه )
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود