معنوي خور او ورور

اسلام عليكم  ورحمه الله وبركت
زما سوال دا دی چي ما به اينتخاباتو كار كاوه به هغي كي ما ته يو هلك خور وويل او ما ورته ورور وويل اوس ما ته كله كله زنگ وهي او زما بوختنه كوي زه چي له د سره به موبايل خبري كوم د اسلام له نظره روا دي كه ناروا غوارم چي تفصيلي جواب راكري
وسلام

ستاسو به احترام

شازيه ملکزی

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

هو په اسلام کې د اسلامي اصولو موافق ورورولی او خورولی شته .

قال الله تعالى : ( إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ ) الحجرات /10

خو د اسلامي مقرراتو موافق ، مسلمان ته جايزه نه ده چې د بيګانه ښځې سره خبرې ، ملګري ، ناسته او اختلاط وکړي ځکه دا امور ټول حرام او د زنا اسباب بلل کيږي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

إِيَّاكُمْ وَالدُّخُولَ عَلَى النِّسَاءِ (بخاری ۵۲۳۲ ) .

د بيګانه ښځو د خلوت نه ځان وساتئ .

 قوله تعالی : وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ (النور ۳۱ ) .

يعنې : او ووايه (ای محمده ) ايماندارو ښځو ته چه پټې کړئ (له نامحرموڅخه ) سترګی خپلی .

قوله سبحانه وتعالی : ياأَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاء الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلاَبِيبِهِنَّ (الاحزاب 59 ).

ای نبي ووايه ښځو ته دي اولوڼو ته دي او ښځو د مؤمنانو ته چه خواره دي کاندې په ټولو ځايونو خپلو له ټکريو خپلو .

نو واضح شوه چې مسلمانې بی بی ته د الله جل جلا له  حکم دی چې له بيګانه خلکو ستر او پرده وکړي .

او نارينه ته د الله تعالی حکم چې د بيګانه ښځو له اختلاط ، هغوی ته نظر کول او نا مشروع ارتباطاتو ځان وساتي تر څو د حرامو امور څخه نجات و مومي .

الله تعالی فرمايي : وَلاَ تَقْرَبُواْ الزِّنَى (اسراء ۳۲ )

يعنې زنا ته مه نږدې کيږئ ، د زنا د نږدېوالی اسباب د بيګانه ښځو سره نا مشروع ارتباطات ، اختلاط او بې حجابې ده .

د انسان د سالم فطرت غوښتنه دا ده چې زما  ښځه دې له بل هيچا سره ارتباط او ملګري و نه لري ، همداسې د بل ښځه هم ګڼل په کار دی ، او د ښځې د سالم فطرت غوښتنه دا ده چې زما خاند د پردی ښځې سره هيڅ ارتباط نه لري ، اسلام د سالم فطرت موافق احکام را ليږلي دي .

و الله اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً