د ښځې لوڅ سر ګرځېدل څه حکم لري ؟

اسلام علیکم پوشتنه دشجی د سرتورس گرجیدل د عذاب په باره کی معلومات که راکری مندوی به مو یم دقران کریم په ایات اوپه احدیثو د قناعت د حاصلولو لپاره ستاسو ورور علی بادشاه
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د خپل خاوند سره باک نه لري .
نور د سر پټول په عورت او حجاب دواړو کې شامل دي ، په لماخنځه کې پټول يې فرض دي د محرمو او نا محرمو څخه يې بټول فرض دي لقوله سبحانه وتعالی :
وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنّ (النور 31 ).َ
ژباړه او مؤمنانو ښځو ته ووايه چې : خپلې سترګې ټيټې ( د نا محرمو څخه خپل نظر وساتي ) او خپل د شرم ځايونه پټ وساتي او خپل ښايست دې پرته له هغه چې ښکاره دی نه په ډاګه کوي او خپل پرونی يا ټکری دی پر خپلو سينو او ټټرونو خپاره کړي .
عايشه رضی الله عنها وايي : په اولو مهاجرينو ښځو دې د الله رحمت وي کله چې دغه ايت نازل شو (وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنّ) نو دوی چې کوم د حجاب جامه لرله هغه یې ټوټې کړه او له هغه څخه خمار جوړ کړ يعنې (یوه جلا ټوټه وه چې په هغه يې خپل سر او مخ پټولو ) .( رواه ابوداود ۴۱۰۲ )
همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمايي :
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاء الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلاَبِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَن يُعْرَفْنَ فَلاَ يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا (الاحزاب 59 ).
ای پيغمبره ! ووايه ته خپلو ښځو ، لوڼو ، او د مؤمنانو ښځو ته چې خپل پړونې يا لوی څادرونه پر ځانو خواره کړي دا ډيره غوره کړنلاره ده تر څو و پيږندل شي نو نه به ربړول کيږي (د بدکاره او فاسقو خلکو له ضرر او اذلت رسولو په امن وي او الله ښه بخښونکی مهربان دی .
تفسير ابن کثير د دغه آيت شريف په تفسير د رئيس المفسرين ابن عباس رضی الله عنه قول نقلوي ليکي :
الله تعالی مؤمنو ښځو ته دا فرمان وکړ چې : کله د ضرورت په وخت کې د کور څخه د باندې وځی نو خپل مخ د پاسه د سر په ټکري پټ کړﺉ او فقط يو سترګه ښکاره کړی .
او په دې باره کې په سنتو کې روايتونه ذکر شوی دي لکه
د ښځې بې ستره او بې حجابه ګرځيدل ، يا د داسې جامو اغويستل چې هغه نری او تنګي وي چې د بدن د فتنو ځايونو ور څخه څرګندي کيږي ډير سخت وعيد ذکر شوی دی :
قال رسول الله صلى الله عليه وسلم (صنفان من أهل النار لم أرهما. قوم معهم سياط كأذناب البقر يضربون بها الناس. ونساء كاسيات عاريات، مميلات مائلات، رؤسهن كأسنمة البخت المائلة، لا يدخلن الجنة، ولا يجدن ريحها. وإن ريحها ليوجد من مسيرة كذا وكذا). ( مسلم ۲۱۲۸ ) .
په دوزخ کې دوې ډلی داسې دی چې تر اوسه ما نه دي ليدلی يو هغه ډله چې د هغوی په لاسونو کې د (غوايي د لکۍ په شان ) قمچينه وي چې په هغې سره دوی نور خلک وهي دوهمه ډله هغه ښځې دي چې جامو باوجود بربنډې وي چې خلکو ته به خپل مذموم حرکات ښکاره کوي د هغوی سرونه به د اوښانو د بوکام په شان وي دوی به نه جنت ته داخليږي او نه د جنت خوشبوي له دومره دومره فاصلی څخه مومي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً