شيعه هلک ته د سني نجلۍ ورکول څه حکم لري ؟

سلامونه نیکی هیلی تاسی محترمینو ته هیله ده چی لږشان ته زر جواب راکړی

واده کول د شعیه هلک سره د حنیفی مذهب واله انجلی
په احترام

حليم

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

احنافو شيعه ته د نجلی ورکول منع کړي ځکه شيعه اهل فسق او اهل بدعت دي .

شعيه ګان په څو فرقو ويشل شوی دي .

د رافضينو هغه فرقه چې نعوذ بالله قرآن تحريف بولې او څوک چې قرآن تحريب و ګنې په اجماع د امت کافر دی (إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ) ،او صحابه کرام باندې د کفر حکم کوي ، خپل امامان د ګناه څخه پاک بولي او هغوی عالم الغيب ګنې چې دا د الله تعالی ددې قول څخه انکار دی چې فرمايي : (إِنَّ اللَّهَ عِنْدَهُ عِلْمُ السَّاعَةِ وَيُنَزِّلُ الْغَيْثَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْأَرْحَامِ وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ مَاذَا تَكْسِبُ غَداً وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ بِأَيِّ أَرْضٍ تَمُوتُ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ) لقمان / 34 وقوله تعالى : ( قُلْ لا يَعْلَمُ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ الْغَيْبَ إِلَّا اللَّهُ وَمَا يَشْعُرُونَ أَيَّانَ يُبْعَثُونَ) النمل/65، يا نور داسې چې شرعاً کفر وي مني د دوی د لاس ذبيحه  صحي نه دی او د دوی سره نکاح کول حرام دي ځکه دا اهل شرک او مرتد دي .

( وَلا تَنْكِحُوا الْمُشْرِكَاتِ حَتَّى يُؤْمِنَّ ) البقرة/221 .

(فلا نوکل ذبيحة اهل الشرک والمرتد ) (فتاوي الهندية ۵ / ۲۸۵ – اللجنة الدائمة او فتاوي اهل سنت والجماعت ) .

د بحرين د يوه زنديق شيعه سيد علی الهاشمي ويديو دلته وګورﺉ

او هغه فرقه چې حضرت علی رضی الله عنه په دريو خلفاؤ کې افضل ګڼي ذبيحه خوړل يې صحي دي او د دوی سره نکاح هم جايزه ده مګر د لوڼو ورکول په کار نه دي د ضرورت نه علاوه دوی سره تعلقات ساتل ښه نه دي ځکه په مجموع کې شعيه اهل بدعت او اهل فسق دي د عاشورا بدعت ، د قبرونو او نذرونو بدعت او شرکيات د متعې يا صيغې رواوالی ، صحابه کرامو ته بدګويي کول د خپلو ښځو سره لواطت حلال ګڼل او داسې نور  .

وان کان يفضل عليا کرم الله تعالی وجهه علی ابی بکر رضی الله عنه لا يکون کافراً الا انه مبتدع (الهنديه ۲ / ۲۶۴ – کفایت المفتي ج ۱ ص ۳۲۳ ) .

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً