که د سنتو په آخر رکعت کې سورت ويل هېر شي

السلام علیکم که په ۴ رکعتی سنت لمونځ کی په اخر رکعت کی سورت ویل هیر شی څه حکم لری مننه

سيد جهانزيب

د انلاين اسلامي لارښود محترمو چلونکو ته! السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

قدرمنو! زما پوښتنه دا ده چې که چېرته يو څوک په لمانځه کې ډک رکعت په تش رکعت او يا تش رکعت په ډک بدل کړي په دې معني چې د څلور رکعتي فرض لمونځ لومړي دوه يا يو يې تش او اخرني دوه يا يو يې ډک کړي نو ايآ لمونځ فاسديږي او که د سهوې سجدې ته اړتيا ده؟ په دې اړه که شرعي معلومات راکړل شي مهرباني به مو وي.

په درنښت

سيد عبدالحکيم حکمت

کابل

———————————————

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د فرضو په لومړيو رکعتونو کې او د سنتو په ټولو رکعتونو کې د فاتحې سره د سورة پيوسته کول واجب دي

که سهواً د سورة فاتحې يا الحمدلله سره د بل سورت ضم يا پيوسته کول هير شي ، سجده سهوه لازميږي .

علامه شامی رحمه الله ليکي که د چا نه د الحمدلله سره د سورت ضم هير شي او رکوع ته لاړ شي نو غوره دا ده چې بيرته قيام ته لاړ شي او سورت ووايي بيا به رکوع وکړي او په آخر کې به سجده سهوه وکړي ، او که رکوع ادا کړي نو بيا په آخر کې سجده سهوه وکړي .

و لو قرأ الفاتحة و حدها و ترک السورة يجب عليه سجده السهو( فقه الهندية مصری ج ۱ ص ۱۱۸ ) .

بترک واجب سهواً کرکوع قبل القرءة الواجب بوجوب تقديمها ثم انما يتحقق الترک بالسجود فلو تذکر و لو بعد الرفع من الرکوع عاد الرکوع ( ردالمختار ج ۱ ص ۶۹۳ ) .

فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۴ ص ۲۷۵ .

دوهم : که په ډک رکعت کې سورت ويل هير او په تش رکعت کې وويل ددې ترتيب بدلولو په وجه سجده سهوه لازميږي

هغه صورتونه چه سجده سهوه لازميږي .

۱- دلمانځه له واجباتو څخه په هيره سره کوم واجب پاتي شي لکه الحمدلله ،تشهد يا جلسه .

۲- دکوم واجب په اداکولوکې تاخيرياځنډ راشي (دومره ځنډ چه په څومره وخت کې يوه رکوع يا سجده کيدای شي ) که په هيره سره وي يا څه فکر کولو لکه دالحمدلله نه ورسته د سورت په ضم يا پيوسته کولو کې سړی خاموش ودريږی دڅه ځنډ ورسته سورت شروع کړي .

۳- دکوم فرض په اداکولو کې تاخير راشي مثلاً دسورت نه ورسته ځنډ وشي ورسته له څه ځنډ نه رکوع وکړي .

۴- کوم فرض دوه ځلي ادا شي مثلاً په يوه ځل دوې رکوع وکړي .

۵- دڅه واجبو کيفيت بدل شي :

اليف ) په کومو لمونځوکې چه په خفيه سره سورت لوستل کيږي هغه دامام له خوا په زوره وويل شي يا د ورو ويلو پرځاي په زوره وويل شي که پدي سلسله کې پوره سورت وويل شي يا دومره چه په څومره وخت يوه رکوع يا يوه سجده کيدای شي نوپه دې صورت کې سجده سهوه لازميږي .

ب) د فرضو په اولو دواړو رکعتو کې يا يورکعت کې سورت هير شي نوکه څلور رکعتي لمونځ وي نوپه آخري دوو رکعتونو کې يې ويل پکار دي او ددي ترتيب بدليدو په وجه سجده سهوه لازميږي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً