د ګرو کور څخه استفاده کول جايز دي ؟

که چیری څوک یو کور ګرو کړی او له هغه نه استفاده کوی دا حلاله ده کنه په داسی حال کی چی استفاده کول بدون له کوم شرطه دی

ذبيح الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د احنافو په نزد د ګرو کور څخه استفاده کول او په هغه کې اوسېدل جايز نه دي .

جاء في موسوعة الفقهية :

فَذَهَبَ الْحَنَفِيَّةُ إِلَى أَنَّهُ لَيْسَ لِلرَّاهِنِ وَلا لِلْمُرْتَهِنِ الانْتِفَاعُ بِالْمَرْهُونِ مُطْلَقًا ،

قال الدکتور وهبة الزحيلی فی الفقة الاسلامی وادلته (۶/۱۳۴) :

و عليه نری ان ما اعتاده الناس فی زماننا من رهن الدور علی ان يسکنها المرتهن ، ريثما يرد اليه الراهن دينه ، و هو قرض غير جايز باتفاق المذاهب .

و في مراة المجلة

ليس للمرتهن الانتفاع بالرهن باستخدام و لا بسکني .. الخ ( مراة المجلة ج ۱ ص ۳۸۹ ) .

مګر د امام شافعي په نزد د ګرو کورڅخه استفاده کول جايز دي لکه څنګه چې  په ګرو مرکب باندې سورېدل جايز دي ( فقه جامع اهل سنت ص ۵۷۳ ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. زما وروره ستا قربان سم همیشه چی سوک سوال در سخه وکی نو په جواب کی یوازئ حنفی مسائل بیانوه . موژ خو امیان یو دا نورو مذهبو ته سه حاجت زکه چی په افغانستان کی یوازی د حنفی مذهب پیرویان سته . شافعی او مالکی وغیرہ نسته.
    لکه اوس چی تا د گرو کور په باره کی بیان کڑل

اترك تعليقاً

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي