د مسيحیت د يوه مشهور دعوتګربيانيه

دغه مشهور دعوتګر دبيت المقدس په ښار کې په کال د 1935 د مسيحي دعوتګرو يوه کنفرانس ته چې نوم يې صمونيل زويمر دی د مسحيت مهم اهداف داسې بيانوي :

ګرانو وروڼو! څوک چې خدای د مسيحیت د لاری جهاد او د اسلامې هيوادونو د استعمار لپاره غوره کړي دي په خپل توفيق او مهربانۍ يې کامياب کړل .

تاسې ته چې کومه دنده در سپارل شوی وه هغه مو په پوره اخلاص سرته ورسوله او لويه کاميابي مو تر لاسه کړه که څه هم په دې پوره يقين لرم چې تاسې خپله دنده په پوره مهارت ترسره کړې مګر ځنو د تاسې د خپلې دندې آساسي او بنيادي اهداف لاهم صحيح نه دي درک کړي .

زه تاسی ته دا اعتراف کوم چې هغه مسلمانان چه د مسيحيت طرف ته مايل شوي دي ريښتني مسلمانان نه دي او له دريو ډلو خالی نه دي يا دا چې کم عمره دي چې خپلې کورنۍ يې اسلام نه دی ورښودلی يا دا چه ديانت يې يوه هوايي مسخره فرض کړې هغه له دې لاری ځان ته د يوې لمړۍ ډوډۍ برابرولو کوښښ کړی ځکه چې هغه فقر او لاس تنګۍ دې کار ته مجبور کړی او يا داسې کس دی چې ددې لارې خپل شخصي اعراض پوره کوي .

مسيحي هيوادونه چې تاسې د مسيحيت د دعوت لپاره اسلامي هيوادونو ته ليږي د مسلمانانو د مسيحی کولوغوښتونکی نه دي ځکه په دې کار کې د دوی عزت،کرامت اوهدايت دی .

بلکی د تاسې دنده د اسلام څخه د مسلمانانو ايستل دي تر څو د دوی رابطه له الله (جل جلاله ) سره کټ شي همدارنګه له هغو اخلاقو او فضائلو چې ملتونه ورباندې اتکاه لري لرې شي .

له همدې وجې تاسې د اسلامي هيوادونو د استعمار د فتحی لومړني فاتحان ياست .

يقيناً چه خپل واجب مو په ښه ډول تر سره کړي کاميابۍ ته مومبارکي وايم ،همدارنګه مسيحي هيوادونه او ټول مسيحيان ستاسې لاس ته راوړنو ته مبارکي وايي .

وروڼو! وروسته د 19 قرن نه ترننه مونږ وتوانيدو چه د ټولو خپلواکو اسلامي هيوادونو او د هغوهيوادونو چې د مسيحیت تر نفوذ لاندې دي او هغه هيوادونه چه حکمرانان يې مسيحيان دي په قبضه کې راولو او په دغه هيوادونو کې د مسيحیت کمپونه ،ټولنې اوکليساوی جوړی کړو. ،همدارنګه هغه مکاتب چې د اروپايي او امريکايي هيوادونو تر څارنې لاندې دي مهمې تګلارې او پروګرامونه مو پکې پلي کړی دي .

 

تاسې ته درناوی اوتقدير وړاندې کيږي پس تاسې چې کوم وسائل او امکانات په لاس کې لرل د هغی په وسيله وتوانېدی چې د اسلامې هيوادونو ټول عقل او فکرځان ته جلب کړﺉ او په خپل خط سير چې مخکې مو چمتو کړی برابر کړﺉ او تاسې داسې نسل تيار کړی چې له خدایه لري وي او دوی به هيڅکله وتوانيږي له خدای سره رابطه ټينګه کړي .

تاسې مسلمانان له اسلام ايستلي خو په مسيحيت مو نه دي مشرف کړي په دې ترتيب سره مو داسې نسل برابر او چمتو کړی چې استعمار د هغه په انتظار کې دی ،داسې نسل چې د سختۍ په وړاندې مقابله نشي کولای ،بې پروا،راحت طلبه اوټمبل دی کچيرې کوم لوړ مقام او مرتبه تر لاسه کړي د عيش او شهوت پرستۍ له کبله کومه د ځوانمردۍ سخا نلري .

بې شکه چې خپل ماموريت مو په ښه توګه پرمخ بوولی نو ځکه مو لويې لاس ته راوړنې او نتايج حاصل کړي .

تاسې ته ټول مسيحيت مبارکی وړاندې کوي څنګه چې استعمار له تاسې خوښ او خوشحاله دی نوخپل مقدس رسالت مو پرمخ بيایئ تاسې ددې مبارک جهاد په فضل او برکت دا لوړه درجه تر لاسه کړی اوخدای له تاسې راضي دی .(دراسات في الاديان ص 381-383)

وګوری دوی پدغه ډول زشتو او پستو اهدافو او وسائلو د دوستۍ خواخوږۍ او د بې وزلو سره د مرستې تر عنوان لاندې اسلامي هيوادو ته داخليږي خلکو ته د شاتو په نوم زهر ورکوي او دلته خپل شيطانت ترسره کوي د شيطان دنده پرمخ بيايي چې مخلوق له خپل رب څخه جلا کوي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً