د ګناهونو څخه توبه او په توبه ثابت پاتې کيدل

د انلاین اسلامي لارښود ټولو قدرمنو کارکوونکو ته د زړه له کومې سلامونه وړاندې کوم الله جل جلاله مو خوشحاله او سوکاله لره.

محترما زه یوه ډیره مهمه پوښتنه لرم هیله ده چې ځواب یې حتمی او ژر راکړﺉ.

پوښتنه مې داده چې  زه ۲۶ کاله عمر لرم او په خپل عمر کې مې د شرابو او سود څخه بغیر نور له یوې ګناه نه هم دریغ ندی کړی. یعنې ډول ډول صغیره او ګبیره ګناهونه مې کړیدي لکه دروغ، غیبت (د مور، پلار، ورور ، خور او نورو)، بهتان، غلا، زنا ، لواطت ، لوڅ فلمونه کتل ، قمار ، چغلي ، تهمت لګونه، کنځل (مور ، پلار او نوروته)، د مور او پلار نافرماني او د هغوی کړول ، د دروغو قسم ، قصداً لمونځونه ترک کول ، په ناپوهۍ کې په احساساتي ډول په احادیثو کې له ځانه زیاتونې ، حرام خوري، او په سلګونه  نورګناهونه. ددې ګناهونو له جملې څخه ډیر ګناهونه داسې هم دي چې د کولو وړاندې به مې  ویل  چې  د ګناه کولو وروسته به توبه وباسم، په کراتو کراتو مې توبه هم و ایستله خو بیا مې ماته کړه. د ګناه کولو پرمهال به ښه پوهېدم چې ګناه ده خو بیا به مې ځان نشو اداره کولای او ګناه به مې خپله مجبوري ګڼله او یابه مې له شوقه کوله. نو اوس راته ووایاست چې زه په کوم موقف کې قرار لرم ، څه وکړم ، آیا داسې کوم عمل شته چې په کولو سره یې  راته الله جل جلاله معافي وکړي او که نه؟  که وي نو هیله ده چې را ویې ښایاست. ډیره مننه

یادونه : که توبه وباسم نو ویریږم چې بیا به یې ماته کړم. له توبې وروسته  سمدستي کوم عمل وکړم چې هم پر توبه باندې وفادار پاتې شم او هم له جهنم څخه نجات حاصل کړم؟

——————————————

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د توبې معنی الله تعالی ته رجوع کول له ګناهونو او نافرمانۍ څخه پرهيز کولو او په هغه باندې پښيماني اختيارولو ته وايي .

توبه کول پر مؤمنانو باندې فرض ده ، لقوله سبحانه وتعالی :وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (31 النور )

مؤمنانو! تاسی ټول د خپلو ګناهونو نه الله تعالی ته توبه وباسې ددي دپاره چې کامياب شئ  .

د توبې فضيلت :

د الله جل جلا له  رضا او د عذاب څخه خلاصون

فَإِنْ يَتُوبُوا يَكُ خَيْرًا لَهُمْ وَإِنْ يَتَوَلَّوْا يُعَذِّبْهُمُ اللَّهُ عَذَابًا أَلِيمًا فِي الدُّنْيَا وَالْآَخِرَةِ وَمَا لَهُمْ فِي الْأَرْضِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ [التوبة: 74] .

(اوس ) که دوی توبه وکړي ، دا به دوی ته ښه وي او که مخ واړوي الله جل جلا له  به دوی په دنيا او آخرت کې په دردناک عذاب سره وکړوي او دوی ته به د ځمکې پر مخ نه کوم دوست وي او نه هم مرستندوی .

إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِينَ [البقرة: 222]  يقيناً چې الله جل جلا له  توبه کوونکی خوښوي او (هم ) هغه کسان چې ځانونه پاک ساتي خوښوي .

د بندګانو په توبه الله جل جلا له خوشحاليږي

وعن أبي حمزةَ أنسِ بنِ مالكٍ الأنصاريّ – خادِمِ رسولِ الله صلی الله عليه وسلم قَالَ : قَالَ رَسُولُ الله صلی الله عليه وسلم : للهُ أفْرَحُ بِتَوْبَةِ عَبْدِهِ مِنْ أَحَدِكُمْ سَقَطَ عَلَى بَعِيرهِ وقد أضلَّهُ في أرضٍ فَلاةٍ (متفق عليه ).

له ابي حمزه انس بن مالک انصاری رضی الله عنه  خادم رسول الله صلی الله عليه وسلم  نه روايت دی چه رسول الله  صلی الله عليه وسلم  فرمايلی :

چه د يوه کس نه په يوه دښته يا صحرا کې خپل اوښ ورک شوی وي او هغه پيدا شي نو دغه کس به څومره خوشحاليږي –  بس الله تعالی ددی نه هم زيات د خپل بنده په توبه ويستلو خوشحاليږي .

د توبی دروازه ترمرګه خلاصه ده :

ان ابنِ عُمَرَ عَن الْنَّبيِّ صَلَّى اللَّهُ عَليْهِ وسَلَّم قَالَ:- “إنَّ اللَّهَ يقبلُ توبةَ العبدِ ما لمْ يُغَرْغِرْ (ترمذی) .

له ابن عمر نه  روايت دی چې : نبی اکرم صلی الله عليه وسلم فرمايلي چه د مرګ د آخری غرغری نه لږ مخکې الله تعالی د خپل بنده توبه هم قبلوي .

د توبي د قبوليت شرطونه :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا تُوبُوا إِلَى اللَّهِ تَوْبَةً نَّصُوحًا (التحريم 8 ) .

ای مؤمنانو ! الله ته پخه او رښتونی توبه وباسی .

 د توبی د قبوليت دری شرطونه دی چې دې ته وایې نصوح توبه :

۱-  د کومې ګناه نه چې توبه کوي هغه ګناه به فوراً پريږدي اوبيا دې هغه عمل جايري نه ساتي .

۲-  په ګناه پښيمانه کيدل او شرمنده ګي ښکاره کول .

۳-  دريم داچه د آينده لپاره به کلکه او پخه اراده کوي چې بيا به دا ګناه نه کوم  .

که په دې دریو شرطونو کې يو هم نه وي توبه نه قبليږي .

او که کومه ګناه د بنده له حق سره تعلق ولري لکه ، په ناحقه د چا مال خوړل ، بهتان ،غيبت ،قرض او داسې نور نو پداسې ګناه کې څلورم شرط هم شته چې هغه د بنده د حق ور سپارل يا له هغه نه پخښنه تر لاسه کول دي .

په توبه باندې د ثابت پاتې کيدلو اسباب :

۱- پنځه وخت کامل لمونځ ( په جماعت سره د ټولو احکامو سره ) ځکه لمونځ د ګناهونو او بدو کارونو څخه منع کوونکی دی :

إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ (العنکبوت ۴۵ ) .

۲- د ګناه د شريکانو او ملګرو ترک کول .

۳- د ګناهونو د وسائلو او ځايونو ترک کول .

۴- د صالحو کسانو ملګرتيا .

۵- د ښو کارونو کول ځکه : إِنَّ الْحَسَنَاتِ يُذْهِبْنَ السَّيِّئَاتِ (هود ۱۱۴ ) .

إِلَّا مَنْ تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ عَمَلًا صَالِحًا فَأُوْلَئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ (الفرقان:70) .

۶- د بې کاری څخه ځان ساتل ځکه پوهان وايي چې د بې کاره سړي مغز د شیطان دوکان ، سړی چې بې کسبه او بې کاره شو حتماً د ګناه او نورو عبثاتو طرف ځي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً