د هغو قاغذونو سوزول جايز دي په کوم باندې چې الله نوم ليکلی وي ؟

د انلاین اسلامی لارشود کارکونکو ته سلام وایم. زه یوه پوشتنه لرم : د هغو کاغذونو یا ورقو سوزول چی په هغو کی د الله ج یا رسوالله ص نومونه وی داسلام له نظره سنگه دی؟

روح الله راسخ

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د توهين څخه د ساتلو په عرض د د زړو ورقو او هغه ورقي چې د الله تعالی نوم ورباندې ليکل شوی وي سوځل مباح دي . ځکه چې حضرت عثمان رضی الله عنه چې د کومو مصاحفو پاته کيدل مناسب ونه ګڼل نو يې وسوځل چې وايي : وامر بماسواه من القرآن فی کل صحیفة او مصحف ان يحرق (بخاري دوهم جلد ص ۷۴۶) .

مګر ښه کار دادی چې ښخ کړ شي يا په ابو کې وبهول شي خو دا چې نن سبا د مناسب پاک ځای پيداکيدل مشکل دي نو کفايت المفتي څه دا راز ليکي : په يو محفوظ ځای کې د قرانکريم د زړو شويو ورقو ښخول هم روادي مګر نن سبا یې سوځل ښه کار دی ځکه چې داسې محفوظ ځای پيدا کول چې هلته انسان او حيوان ور ونه رسيږي ډیر مشکل دی او د حضرت عثمان د مصاحفو سوځل ددې کار د جواز دليل دی د سوزولو وروسته د هغه يره دفن کړي(کفايت المفتی ج۱ ص ۱۲۷ ) .

همدارنګه فتاوی معاصر لیکي هغه به يا سوځل کيږﺉ او يا په ځمکه کې خښيږي  (فتاوی معاصر البلدالحرام ) .

البته د سيزلو وروسته به يره دفن کيږي .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

2 تبصرې

  1. سلام، هغه ورقی چی د الله ج نومونه په کی وی او وسوزول شی د هغوی ایره( خاکستر) چیرته اچولی شو؟ یعنی د هغوی عورزول په نورو کثافاتو کی سنگه ده؟

اترك تعليقاً