په لوښي کې د مچ غوټه کولو په اړه تحقيق

ګرانو دوستانو
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
خلک داسې وایې چې په پیاله کې دې مچ ولوېږي نو یوه غوپه ورته بله هم وکړه د مچ په یو وزر کې شات دي او بل کې زهر. او ددې خبرې حواله هم په حدیث ورکوي. آیا په دې اړه ریښتیا هم کوم حدیث شته؟ که وي نو د صحت او ماخذ په اړه یې راته بشپړ مالومات راکړﺉ. الله تعالی دې اجر درکړي.

په درنښت
حبیب

بسم الله الرحمن الرحيم

دا حديث شريف صحيح الاسناد دی په بخاري شريف کې په لاندې ډول بيان شوی دی :

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي«إِذَا وَقَعَ الذُّبَابُ فِي شَرَابِ أَحَدِكُمْ فَلْيَغْمِسْهُ ثُمَّ لِيَنْزِعْهُ فَإِنَّ فِي إِحْدَى جَنَاحَيْهِ دَاءً وَالْأُخْرَى شِفَاءً». (بخاري:3320) .

ژباړه : کله چې د تاسې څخه د چا په لوښي کې مچ ولويږي هغه غټه کړئ او بيا يې له لوښي څخه لرې کړئ ، ځکه د هغه په يو وزر کې مرض او په بل وزر کې شفا ده .

په دې حديث شريف کې عجيب علمي اعجاز نغښتي دي اول دا چې د مچ په يوه وزر کې درد يا جراثيم لرونکې ماده ده او په بل وزر کې د هغه جراثمو ضد ماده موجوده ده .
دلته د نبوي سنتو اعجاز څرګنديږي چې په داسې زمانه کې د چراثيمو او باکتريا او د انتي باکتريا خبر ورکوي چې هغه وخت د جراثيمو او باکتريا پيږندني وسايل موجود نه وو .
دوهم : په حديث کې دا بيان شوی دي چې مچ لومړی هغه وزر مخکې کوي په کوم کې چې جراثيم دي ، تحقيقاتو دا ثابته کړي ده چې
د مچ هغه وزر په کوم چې جراثيم او باکترياوي انتقالوي نظر هغه بل ورز ته دروند او وزمين دی نو ځکه لومړی همدا وزر په لوښي کې سقوط کوي .
دريم : اصلاً په اسلام کې د خوړولو د لوښو د سر پټولو حکم شوي دی دا که فرضاً نا چاپه په لوښي کې پريوځي د هغه په غوټولو کې کې يو ستر علمي اغجاز موجود دی چې تحقيق کونکو په ثبوت رسولی دی هغه دا چې : د مچ په کوم وزر کې چې د شفا سريښناک ماده ده هغه يواځې په مايع محيط کې آزاديږي .
په دې اړه چې کوم تحقيقات شوی دي لنډ بيان يې په لاندې ډول دی :
استراليايي ډاکتره ميرمن “جوآن کلارک” اولين ډاکتره بلل کيږي چې د ۲۰ قرن په شروع کې يې د حشراتو د خميرې په اړه تحقيقات تر سره کړل ، هغه ددې تحقيقاتو په نتيجه کې پوه شوه چې د مچ په خارجی سطح کې زيات شمير پادزهر وجود لري چې د درملني سبب دی .
هغې د خپلی ادعا د پاره زياتوي :
مچ له ځانه سره يو شمير مضر جراثيم نقلوي او له بلې خوا د هغه جراثيمو ضد مواد هم لري تر څو د هغه په وسيله خپل ژوند ته ادامه ورکړي .
وروسته نور محقيقان هم په دې اړه پلټنې وکړي او ډيره عجيبه دا جې دغه د شفا ماده د ابو په محيط کې آزاديږي .

د توکيو د پوهنتون استاذ پروفيسور جان الوارز براوو وايي : نور شيان هم موجود دي چې انسان بايد هغه قبول کړي هغه په مچ کې د شفا موجوديت دی، نو دا به ډير ژر په ثبوت ورسيږي چې په مچ کې د ځنو امراضو د شفا ماده شته .

همدارنګه په ۱۹۴۸ کال کې د بريتانيا پوهانو په نوم د بريان ، کورتيس او جيفيرس په ژوندې مچ کې د باکتريا ضد ماده کشف کړه .
په کال د ۱۹۴۹ کې د انکليزيان کومسي ، فارمر ، سوئيس ژرمن ، روټ او پلانز په نوم پوهانو په دي اړه تحقيقات تر سره کړل او په مچ کې يې انتي باکتريا ماده کشف کړه چې دا ماده د وبا ، خوني اسهال او نورو باکترياوو باندی قوي اثر لري .
د اهل سنت والجاعت يوه سايټ اسلام ټکس په دې اړه د يوه ملحد په ځواب مقاله ليکلی ده . http://www.islamtxt.net/content/article/906
نور تفصيل دلته وګورﺉ
http://www.science4islam.com/index.aspx?lng=e&act=da&id=147

http://www.syriavet.com/vet/showthread.php?t=1573

او دا څه د تعجب خبره نه ده چې په مچ کې دی د انتي باکتريا ماده وي ځکه د پنسلين انتي بيوتيک د کيک په حشره کې کشف شوی دی .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً